د ټاکنو د څار بنسټونه وايي، په لومړي دور ټاکنو کې د ترټولو سترې ترسره شوې درغلي د بیا تکرار د مخنیوي هېڅ تضمین نشته؛ دا هماغه په سهار کې له وخت وړاندې د صندقونو ډکول او د رای پاڼو خلاصیدل دي.

په ولسمشر کرزي او ټاکنو کميسیون د کړي مصلحت له کبله سختې نیوکې دي، چې د ټاکنو ۵۳۰۰ کارکوونکي د تقلب په تور له دندو وشړل شول، خو د هماغو مرکزونو رایې باطلې نشوې.

بل لوري ته د فیفا او ټيفا په محلي کارکوونکو تور دی، چې په تېرو ټاکنو کې یې له مشخص کاندید څخه رشوت اخستی او په لویو درغلیو یې سترګې پټې کړې.

د انتخاباتو څارونکي اندېښنه لري، چې د اول دور تر ټولو ستره درغلي به راتلونکې شنبه کټ مټ تکرارشي او له کبله به یې د ټاکنو مشروعیت له خنډ سره مخ شي.

د لومړي دور ټاکنو ترټولو لویه درغلي له رسمي وخت مخکې په ډېرو انتخاباتي محلونو کې د یو مشخص کاندید په ګټه د صندقونه ډکول وو او هم رایې له وخت مخکې ختمې شوې.

په تقلب کې د ښکېلو کاندیدانو پلویانو د خپلو درغلیو د پټولو لپاره ادعا وکړه، چې رای پاڼې له وخت مخکې خلاصې شوې او هم یې ادعاکوله، چې ځينو محلونو ته په شعوري‌ ډول کمې رای پاڼې استول شوې وې، خو په تخنیکي ډول ددې ادعا ځواب څه بل ډول دی.

د ټاکنو کمیسیون تخنیکي څانګه وايي، هره رایه په یوه دقیقه کې استعمالیدای شي، مګر په یادو مرکزونو کې تر لسو بجو مخکې ۶۰۰ رایې استعمال شوې وې،‌ چې د عبدالله د کمپ له خوا د تقلب څرګند ثبوت دی.

بل خوا د ټاکنو کميسیون چې په لومړي دور ټاکنو کې پراخ تقلب مني، په سبب یې د کمیسیون ۵۳۰۰ کارکوونکي له دندو وشړل. که یادو کسانو تقلب کړی وي، نو تقلبي رایې ولې باطلې نکړای شوې. په یاد شمېر کارکوونکو تور دی، چې له زیاترو یې له ۱۰۰۰ تر ۵۰۰۰ډالرو رشوت اخستی او مشخص کاندید ته یې کار کړی دی.

ځینې شنونکي په ولسمشر کرزي او ټاکنو کميسیون نیوکه کوي، چې د اول دور ټاکنو په هکله یې مصلحت وکړ. په داسې حال کې چې د اول دور د تقلبي رایو برخلیک واضح نه وي، څنګه امکان شته چې دویم دور ټاکنو ته لاړ شو او څنګه امکان لري، چې تقلب به ترپخوا څو برابره زیات نه وي؟

په تېرو ټاکنو کې د جعلي رای پاڼو د استعمال هم ګڼ موارد وجود لري.

له بلخ ولايت څخه ډېری تر لاسه شوې رای پاڼې له اصلي رای پاڼو سره په رنګ کې توپير لري. دغه دويم رنګ رای پاڼې ټولې يې د عبدالله عبدالله په ګټه کارېدلې دي.

د ټاکنو څارونکي وايي، ښايي د عبدالله عبدالله پلويانو له ټاکنو مخکې د اصلي رای پاڼو کاپي موندلې او بيا يې دا کم رنګه رای پاڼې چاپ کړې دي.

په پاسنۍ ادعا څرګند ثبوت په تېره دوره کې د عبدالله عبدالله د کمپ له خوا ټاکنو او شکايتونو کميسيونو ته استول شوی هغه مکتوب هم دی، چې له ټاکنو مخکې يې له دغو کميسيونو غوښتل، چې د هغه کمپنۍ يا چاپ خونې په اړه معلومات ورکړي، چې رای پاڼې يې چاپ کړي.

د اول دور ټاکنو بله ترټولو لویه ستونزه داوه، چې په هرات سمنګان، پروان، بدخشان، غزني، وردګو، غور، بادغیس او د فراه په پرچمن ولسوالۍ کې وسله والو مداخله وکړه ناضرين یې انتخاباتي مرکزونو ته پرېنښودل او د عبدالله پلوه وسله والو په مرسته ټول صندقونه د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله ته ډک کړای شول.

ټاکنو ته د ورپيښو ګواښونو په لړ کې بل یې په لومړي دورکې په تقلب د تورنو ځينو چارواکو رول دی، هېڅ تضمین موجود ندی، چې دوی به د مشخص کاندید لپاره درغلۍ ونکړي او یا به خپله بې طرفي حفظ کړي، ددې وضعیت ترټولو ښه بېلګه د وردګو پخوانی امنیه قوماندان محمد فهیم قایم دی، چې د عبدالله عبدالله په پلوی د تقلب په تور له یاد ولایت څخه غور ته تبدیل کړای شو. غور چې لرې پروت ولایت دی او د ناظرینو شمېر به د ناامنۍ له کبله پکې کم وي، د نوموړي قوماندان په اړه اندېښنه ده، چې په غور کې به هم پراخه درغلۍ ترسره کړي.

بل لوري ته پرټاکنو د څار بسټونو په محلي کارکوونکو داسې شواهد موجود دي، چې په لومړي دور ټاکنو کې یې له مشخصو کاندیدانو رشوت اخستی او حتی په ډېرو سترو درغلیو یې سترګې پټې کړې دي. که د فیفا او ټيفا مرکزي ادارې په خپلو کارکوونکو د نظارت او جدي کنټرول سیستم رامنځ ته نکړي، ددغو بنسټونو محلي کارکوونکي به خپله بې طرفي ونه ساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *