په اسټرالیا کي مېشتو افغان عالمانو، مشرانو، مدني ټولنو او ځوانانو د تحول او تداوم له ټیم څخه خپل ملاتړ په یوه لویه غونډه کې اعلان کړ.
تر دې مخکې د بریتانیا او روسیې په څو ښارونو کې هم د اشرف غني احمدزي په ننګه غونډې جوړې شوې دي.
د استرالیا په غونډه کې، چې په میلبورن ښار کې جوړه شوې وه، د اسټرالیا په ګوټ، ګوټ کې مېشتو افغان مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
اسټرالیا مېشته افغان مشرانو او ځوانانو په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات غوښتنه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې داسي یوه ورځ راشي چې افغانستان امن او امان وي او ټول افغانان، چي نن د نړۍ په نورو هیوادونو کي خواره واره دي، بېرته په خوښۍ خپل هیواد افغانستان ستانه شي، په خپل وطن کي ژوند پیل کړي او په ابادۍ کي يې ونډه واخلي.
غونډې ته د ولسمشرۍ د کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي پیغام د تحول او تداوم د ټیم د استازي حُسن مبارک بارکزي ولوست.