پخوا به پاچاهۍ وې؛ ولس به د پاچا رمه ( رعیت) بلل کیده او پاچا ته به شپون( راعي) ویل کیده او پاچا چې پر ولس څه کول کولای شول ځکه د شپانه پر وړاندې رمه بې عقله او ناپوهه وي او یوازې د شپانه لښتې یې سمې لارې ته سیخولای شي . خو نن هر څه اپوټه دي ؛ واک د ولس بلل کیږي او ولس دی چې د خپل برخلیک پریکړه کوي ؛او یا په بله وینا د ټولنې هر وګړی پریکړه کوي چې څوک باید د واک پر ګدۍ کښیني .
په تیر کې به خلک په ناپوهۍ کې په پاچا پسې روان وو خو نن د ډموکراټیکو هېوادونو مشران غواړي چې په خپلو خلکو پسې ولاړ یانې هغه څه د ځان لپاره خوښ کړي چې خلک یې غواړي ؛ البته باید وویل شي چې په دریمه نړۍ کې دا هر څه په یو څه توپیر سره دي .
دلته ځکه دا هرڅه توپیر کوي چې ولس بشپړ سیاسي بلوغ ته نه وي رسیدلی او نور هېوادونه او بهرنۍ کړۍ د خپلې خوښې او سلیقې له مخې خلکو ته له تور کارغه نه سپینه کوتره جوړوي او یا هم له سپینې کوترې ورته تور کارغه .
زموږ د تولنې د شاته پاتیوالي یوازینی لامل ناپوهي او نالوستي بلل کیږي ؛کنې د غیرت او میړانې له کیسو مو کتابونه ډک دي او هغه څه په زموږ په تاریخ کې تر بل هر څه ډیر لیدل کیږي زموږ غیرت میړانه او ناموس ساتنه ده .
زموږ د غیرت کیسي اوس هم ډیر ښه بازار او مینوال لري ؛ همدا زموږ د میړانې کیسې د یو شمیر هېوادونو لپاره د عایدو سترې سرچینې بلل کیږي ؛ ډیر لرې نه ځم همدا هند درواخلئ.
د ډیرو هندي فلمونو کیسې همدا زموږ پر غیرتونو راچورلي ؛ په دغو فیلمونو کې تر ټولو میړاني؛ غیرتمن او پتمن کرکټرونه ؛ پټان او خان وي او د نړۍ ډیری خلک افغان د ریښتوني غیرت او میړانې سمبول بولي .
خو له بده مرغه چې نن د افغان د غیرت کیسې چې څومره په فیلومونو کې راښکون لري په واقعي ژوند کې د ګاندي د ستنې او تار ارزښت هم نه لري ؛ نن د غیرت او میړاني پیژوندونه هم بدل شوي دي او اوس هغه ولس ډیر غیرتي او میړنی دی چې پر خپل ځان بسیا وي .
یو ولس هله پر خپل ځان بسیا کیدای شي چې ښه مدیریت ولري ؛ د هېواد ولسمشر د یوې ټولنې مدیر بلل کیږي او د سیاست په یوه پیژند کې هم سیاست ته د ټولنې مدیریت ویل شوی دی .
د ټاکنو د تر سره کیدو موخه د ټولنې د مدیر غوره کول دي ؛ د یوې ټولنې وګړي په خپله ښه پوهیږي چې څوک د مدیریت وړتیا لري .
خو په دریمه نړۍ کې بیا له بده مرغه چې تر یوه بریده خلک ښه نه شي درک کولای چې څوک ښه مدیر دی او څوک نه دی ؛ خو دا ښایې هر څوک ښه درک کړي چې څوک ټوپکوال او جګړه مار دی او څوک لږ تر لږه ټوپکوال او جنایت کار نه دی .
افغانان او خصوصا هغه وګړي چې پر ډموکراسۍ باور لري خپلې رایې کاروي د دوی پر وړاندې دوه غوراوي او انتخابه دي؛ ښایې د ټولنې ګنو وګړو ته په دواړو انتخابونو کې یو هم ایډیال نه وي خو بیا له دوو انتخابونو سره مخامخ دي ؛یو هغه انتخاب دی چې د تعصوبو او تبعیضونو په جګړو کې یې افغانستان لولپه کړی او د یوه ځانګړي قوم ټیکدار پاتي شوی او په ټاکنیزو منډو تر ټول کې یې هم د قوم پالنې فلسفه له ورایه ښکاري ؛ کله چې په پنجشیر کې ناست وي ځان شیر پنجشر بولي او د آریانا او خراسان داستانونه بیانوي .
خو کله چې د پښتنو خواته راشې د میرویس نیکه عکسونه له ځان سره ګرځوي او پر خپلو ټاکنیزو لیکدړو لیکي چې:
خوشاله یو چې خپل کندهاري ورورو ته رایه ورکوو ؛؛
مانا دا چې که کندهارۍ نه وای رایه مو نه ورکوله .
خو دا هر پښتون ته څرګنده ده چې د قومونو په نوم شویو نښتو کې دغه کس (عبدالله ) چې ځان کندهارۍ ورو بولي د چا پر وړاندې جنګیده .
زه باوري یم چې د همدغه کس ډله چې د قومي تعصب له امله نه شي کولای خپل پيژاند او هویت په ډاګه کړي هم پر دې پوهیږي چې دده په څیر کسان ټولنې استفراق کړي دي او کله هم ټولنې ته منلو نه دي.
خو دا دریمه نړۍ ده دلته کله کله ځینې نور انتخابونه د خلکو تر غوراویو ډیر ارزښت لري ؛ د پاکستان د اسخ��باراتي شبکې رییس جنرال حمید ګل په خپله نوی مرکه کې وايي چې عبدالله د راتلونکي لپاره ښه انتخاب دی ؛ دی ریښتیا وي عبدالله د پاکستان لپاره بې ساري انتخاب دی خو د افغانانو لپاره د استفراق شوې مړۍ بیرته خولې ته کول دي .
زه د دویم انتخاب ( ډاکټر اشرف غني) ننګه او ملاتړ نه کوم خو دومره وایم که د افغان په توګه د عبدالله او غني تر منځ انتخاب سره مخ شم ؛ اشرف غني به مې انتخاب وي ؛ ځکه که اشرف غني زما د ارمانونو پوره کوونکی نه وي نو لږ تر لږه زما د هېواد تاریخ خو به جعلي نه بولي او دا خو به راسره مني چې دی هم یو افغان دی او زه هم؛
له خپل افغانیته خو به نټه نه کوي .
تاسو او خدای!
هغه څوک چې ویندویان یې پر ټلویزیونو در ګرده لګیاوي او ددې خاورې تاریخ جعلي بولي او ملنډې پرې وهې ددې وړتیا لري چې رایه ورکړل شې او د هېواد مشرې پر غاړه واخلي . !؟