الحاج ډيپلوم انجينر محمد نبي (سروري)-هلمند

نن سبا چې يو تعداد خلک ډيري ناري سوري وهي چې انتخابات و قوم ګرايي ته کش کيږي، دا خلک اصلاً پخپله قوم ګرايي ته لمن وهي او قوم پرستان دي. دا په تاريخ کې ثابته سوي چې پښتانه هيڅکله متعصب ندي او پښتنو ته خدای پاک(ج) دومره پراخه لمنه او حوصله ورکړي چې په افغانستان کې ټول ميشت قومونو ته يې پخپله غيږ کې ځای ورکړی او د وروڼو په شان يې ګڼلي دي، لکه ښه بیلګه يي احمدشاه بابادی چې کله به هندوستان ته ولاړ او هلته به يې څو ولايتونه ونيول نو د نیول سویو ځايونو حاکمان به يې د هندوستان اتباع وټاکل او پخپله به بيرته افغانستان راغی یعني نوموړي د هندو يا سيک سره لاهم تعصب نه درلودی. او په اوس وخت کې يې ژوندی مثال زموږ ولسمشر او د احمدشاه بابا لمسی حامد کرزی دی چې په نامه رئيس جمهور دی او دوولس کاله يې د خپلې زمامداری ټول واک د يوي ولسوالۍ خلکو ته په لاس کي ورکړی چې پر ټول افغانستان يې حکومت وکړ او لانورهم غواړي چې خپل حکومت ته ادامه ورکړي، ولي دا به عادلانه کار نه وي.

نن سبا چې په ټاکنيزو کمپاينونو کې ګورو ځيني کړۍ د انتخاباتو د قومي کيدو ناري وهي چې تر دې پوري مې هغه کيسه راپياد سي، چې يو وخت يو سړي يو ګيلګی (خوسکی) غلا کړی ؤ نو کله په چي هر مجلس ته ورغی نو دا پوښتنه به يې کول چې دلته خو به د ګيلګی خبري نه کيږي، کوم وخت چې خلک متوجه سوه چې نوموړی کس ولي هر وخت ګيلګی ګيلګی يادوي او بل هيڅوک دا خبره نه کوي، نو سړی يې کلک راونيو قاضي ته يې حواله کړ او قاضي هم د ګيلګی غلا ورباندي ومنله. او تر کومه ځايه چې د انتخاباتو او افغانستان د سرنوشت خبره ده نو دا هیواد يو داسي شخص ته اړتیا لري چې پوهه، ښه پلان او یو ښه پروګرام چې پر واقعيتونو باندي ولاړ او عملي وي ولري.

حضرت صبغت الله مجددي صاحب ډيره ښه خبره کړيده، هغه وويل چې زه د عبدالله عبدالله سره هيڅ ډول مخالفت نلرم ولي هغه د افغانستان د جمهوري رياست لپاره مناسب کس نه بولم. ډاکترصاحب عبدالله عبدالله د مجددي صاحب دا څرګندوني يو پال وباله چې ګواکي نوموړي پال ليدلی پداسې حال کې چې حضرت صاحب يو ديني عالم او روحاني شخصيت دی چې په ديني چارو کې پروفيسوري لري او د افغانستان خلک ډير زيات احترام ورته لري ځکه نو د هغه تحليل ډير پر ځای دی.

او که چيري ما يو هندي جنګي عشقي کوميډي فلم جوړولای او زه د هغه ډايريکټر وای نو د فلم د اداکار او هلک په حيث به ما هرومرو ډاکترصاحب عبدالله عبدالله غوره کړی وای، ولي دا چې د افغانستان د سرنوشت خبره ده نو ځکه ددي چوکۍ لپاره ډاکترصاحب عبدالله عبدالله نه بلکې ډاکترصاحب اشرف غني وړ او مناسب کس دی.

د هيواد د جمهوري رياست د دوهم پړاو انتخابات لا تراوسه ندي ترسره سوي مګر ډاکترصاحب عبدالله عبدالله لا دمخه د اکثريتو وزارتونو او ولايتونو قبالي خلکو ته ور لاسلیک کړي او هغه يې په قباله ورکړيدي، لکه د ولسمشر کرزي په تيره دوولس کلنه دوره کې چې يو تعداد وزارتونه او ولايتونه ځینو ټاکلو افرادو ته په قباله ورکړل سوي وه چې ښه مثال يې د بلخ ولايت او د اوبو او بريښنا وزارت ؤ. چې د بلخ ولايت يې و عطامحمد نور ته او د اوبو او بريښنا وزارت يې محمد اسماعيل خان ته ورکړی ؤ. څو کاله مخکي کله چې ولسي جرګې د محمد اسماعيل خان څخه د باور رايه بيرته واخيستل نو د هیواد جمهور ر‌ئیس د ورکړل سوي قبالی د مجبوریت له مخي هغه بیرته د یاد وزارت لپاره د سرپرست وزیر په توګه وټاکی ترڅو پوري چې يې د نوي پارلمان څخه د اعتماد رايه ورته واخيستل. او د بلخ تر ولايته پوري مې هغه هغه کيسه راپياد سوه چې يو ورور د خپلې واده سوي خور کور ته ورغی او خور يې د کور او کلي د حال او احوال پوښتنه ورڅخه وکړه ، ورور يې په ځواب کې ورته وويل چې په کور او کلي کې خيرخيريت ؤ او بابا د کلي ملک سو، خور چې دا خبره واوريده نو د ژړا شنه سوه، ورور يې د ژړا لامل ورځیني وپوښت، خور يې ورته وويل چې زه پدې باوري یم چې په کلي کې هيڅوک ژوندی ندی پاته چې بابا د کلي ملک سو. اوس هم په بلخ کې بل هيڅوک ژوندی ندی پاته چې عطامحمد نور يې دا دوولس کاله والي پاتي سوی دی او يا به هم د قبالي خبره یقیني وي او کرزي صاحب به بلخ ولايت نوموړي ته په قباله ورکړی وي.

د باثباته، ودان او ولسواک افغانستان پر لور

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *