انډري مولز د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې توپوهنې روزونکي په توګه په دنده وګومارل شو

انډري مولز چې د روزنې په برخه کې ۲۸ کلنه تجربه لري او د پیاوړو لوبډلو روزونکي په توګه یې بریالۍ دندې ترسره کړې دي، د افغانستان کرکټ له ملي لوبډلې سره د توپوهنې په برخه کې د روزونکي په توګه په دنده وګومارل شو.

انډري مولز چې د څلورمې کچې روزونکی دی، له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۵ زیږدیز کال پورې د کینیا له لوبډلې سره یې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده چې په دغه موده کې نوموړي د کینیا ملي لوبډله د نړیوال جام تر نیمه پایلوبو پورې وسوله. سربیره پردې، نوموړي په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې د کرکټ له نړیوالې شورا سره د عالي اجراآتو پروګرام مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده. همداراز، نوموړی په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کې د انګلستان ملي نولس کلنې لوبډلې ته روزنه ورکوله. له دې سره سره، انډري مولز له ۲۰۰۸ زیږدیز کال څخه تر ۲۰۰۹ زیږدیز کال پورې د نویزیلنډ کرکټ ملي لوبډلې روزونکی وو.

انډري مولز د دوه اړخیزې هوکړې پر بنسټ د دریو میاشتو امتحاني دورې لپاره به د افغانستان کرکټ له ملي لوبډلې سره په هیواد کې دننه روزنیز فعالیتونه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د توپوهنې په برخه کې د ملي روزونکي په توګه د انډري مولز په دنده ګومارنه یوه ستره لاسته راوړنه بولي. نوموړی وایي، “د مولز په دنده ګومارل یو ساده کار نه وو، موږ تیري دري میاشتي د یو شمیر ملحوضاتو په اړه د نوموړي په قانع کولو تیري کړي. مولز د روزنې یوه ډیره ښه مخینه لري او د پیاوړو لوبډلو په روزنه کې خورا اغیزمن ثابت شوی دی. نوموړی به د افغانستان کرکټ له ملي لوبډلې سره ډیر مرستندویه واوسي”.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *