تاند- په عراق کې د حکومت د مخالفو وسله والو له پر له پسې پرمختګونو وروسته ایران او امریکا د دغه هیواد د حالاتو په اړه اندېښنه ښکاره کړه.
ایران نن اعلان وکړ چې د «تروریزم» پرضد له خپل ګاونډي هیواد عراق سره مرستې ته تیار دی.
د امریکا متحدو ایالتونو هم د عراق پر خرابېدونکو حالاتو اندېښنه ښکاره او ژمنه یې وکړه چې د عراق حکومت ته به هر راز مناسب مرسته ورکړي.
متحدو ایالتونو او ایران دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د عراق او شام د اسلامي دولت جنګیالیو نن /چهارشنبه/ د تکریت مرکزي ښار ونیوه.
دې ډلې، چې له القاعده څخه بېله شوې ده، تر دې یوه ورځ مخکې یعني د سې شنبې په ورځ د عراق دوهم ستر ښار موصل نیولی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندویې جین ساکي وویل، واشنګټن د عراق له حکومت او د عراق د ټولو سیمو له مشرانو سره کار کولو ته ژمن دی څو د عراق او شام د اسلامي دولت د یرغل د دوام پر ضد د ګډې او او متحدې تګلارې ملاتړ وکړي.
تکریت د صلاح الدین ولایت مرکز دی.
د عراق صدراعظم نوري المالکي له پارلمانه وغوښتل چې بیړنی حالت اعلان کړي. ټاکل شوې ده چې پارلمان د پنجشنبې په ورځ په دې موضوع غونډه وکړي.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر هوشیا زیباري د عراق او شام د اسلامي دولت د وسله والو پرمختګ یو جدي مرګونی خطر وباله.
ترکیې وروسته له دې چې د عراق او شام د اسلامي دولت ډلې په موصل کې ۸۰ تنه ترک اتباع ونیول، د ناټو د اضطراري غونډې د وربللو غوښتنه وکړه.
د ترکیې حکومت وايي چې وسله والو په موصل کې د ترکیې له قونسلګرۍ د قونسل په شمول ۴۸ تنه نیولي دي.
دا هم ویل شوي چې هغوی د دوشنبې په ورځ ۲۸ ترک موټرچلوونکي هم نیولي ول.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داوود اوغلو وویل، که په موصل کې برمته شویو ترک اتباعو ته زیان ورسېد، ترکیه به غچ واخلي.
د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان له خپلو امنیتي چارواکو سره بیړنۍ غونډه وکړه او داوود اوغلو د نیویارک سفر نیمګړی پرېښود او بېرته ترکیې ته وګرځېد.
د عراق او شام د اسلامي دولت ډلې د انبار د لوېدیځ ولایت د مرکز رمادي ځینې برخې او دغه ښار ته نژدې د فلوجې ښار هم د جنورۍ له لومړیو څخه په کنټرول کې لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل:« د عراقیانو د وژنو د غندلو تر څنګ ایران د ترهګرۍ پرضد د عراق د حکومت او ملت ملاتړ کوي.»