تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د دفاع له وزارته وغوښتل چې په انتخاباتو کې بې پرې واوسي.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم ولسمشر کرزي نن ماسپښین د ویدیو کنفرانس له لارې د ملي دفاع وزارت مشرتابه، لوی درستیز، او قومندانانو ته وویل چې د انتخاباتو د لومړي پړاو په شان د رای ورکوونکو امنیت وساتي او په خپله په انتخاباتو کې کاملاً بې طرفه پاتې شي.
ولسمشر کرزي وروسته له دې له دفاع وزارته په انتخاباتو کې د بې پرې پاتې کېدو غوښتنه وکړه چې په انتخاباتو کې د دفاع وزارت د لاسوهنې د احتمال په اړه راپورونه خپاره شول او د عبد الله عبدالله د انتخاباتي ټیم په دفتر کې د دفاع وزیر او د ولسمشر د لومړي مرستیال د پټې غونډې عکسونه افشا شول.
همداراز ویل شوي چې دفاع وزیر بسم الله خان محمدي د دفاع وزارت هوايي ځواک ته ویلي چې د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي څارونکو په وړلو – راوړلو کې خنډ پېښ کړي.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي:«ولسمشر وویل راتلونکي انتخابات د افغانستان لپاره ډېره مهم او تاریخي اهمیت لري او د افغانستان د راتلونکې ثبات او سوکالي ورسره تړلې ده.»
کرزي همداراز د دفاع وزارت چارواکو او قومندانانو ته وویل:«هر کاندید چې انتخابات وګټل د دې هیواد بچی دی او موږ و تاسو یې ملاتړ کوو.»
ځیني ناتایید شوي راپورونه وايي چې امنیتي ځواکونو ته ویل شوي چې په هغو سیمو کې د امنیت د ټینګولو هڅه ونه کړي چې اشرف غني احمدزی پکې زیاتې رایې ګټي. او حتي داسي ادعاوې هم شوي چې په ننګرهار او ځینو نورو سیمو کې د دولت له وسله والو مخالفانو غوښتل شوي چې خلک په انتخاباتو کې ګډون کولو ته پرې نږدي.
خو ولسمشر کرزي نن د دفاع وزارت چارواکو او قومندانانو ته په ویدیويي وینا کې وویل:«زما هیله دا ده چې د لومړي پړاو په شان د دوهم پړاو انتخاباتو امنیت هم له ټولو امکاناتو څخه په استفادې، جدي هڅو او د اغېزمنو امنیتي اقداماتو په وسیله وساتئ، خلکو ته په انتخاباتو کې د ګډون ښه لاره اواره کړئ او په انتخاباتو کې خپله پوره بې طرفي وساتئ.»
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د وسله والو قواوو درستیز ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې په انتخاباتو کې د نه مداخلې په اړه به د ده څلوېښتم نمبر فرمان بشپړ تطبیق کړي او په انتخاباتو کې به د خلکو د ډاډمن ګډون لپاره شرایط برابر کاندي.
ډیره مننه کرزی صیب الله دی پخپل حفظ کی وساته
هیلمند یم چې نور هم په خپلو ټولو قومندانانو فشار راوړی تر څو د ځینو شریرو له شره خپل بې او مظلم ملت وساتې او هغوی بیا تا تر قیامته پخپلو زړونو کې وساتې