(۵)
ښامار (اژدها) :
ښامار چې يو افسانوي موجود دی، له ډېر پخوا راهيسي يې ادبياتو ته لاره کړې، ليکوالو او شاعرانو ترې د يو سمبول په توګه کار اخيستی . پخوانيو صوفيانو شاعرانو ښامار د وحشت او حيوانيت سمبول ګڼلی او د انسان له نفس سره يې تشبيه کړی . دا چې ښامار د پښتو فلکلور ته کله او له کومه راغلی، جهاني صيب (د پښتو د فکلوري نکلونو لنډ تحليل) کتاب کې ليکي : (( د ښامار افسانه دومره سابقه لري، چې معلومول يې ډېر ګران دي، . . . داسې ښکاري چې د ښامار افسانې په لومړي ځل په بابل کې د مصر له مذهبي افسانو سرچينه اخيستې وي، له هغه ځايه د هند او چين خواته تللې او بيا نو د يونان له لارې اروپا ته ننوتلې وي . . . . دا چې د ښامار افسانه به کله د پښتو فکلورته ننوتلې وي،سړی په دقيق ډول څه نشي ويلی، . . . اوداسې ښکاري چې د ښامار افسانه بايد د بابل څخه ايران يا ترکستان له لاري د پښتو فوکلورته ننوتلې وي)) . ښامار د نورو هيوادونو په فلکلور کې يو لوی ځناور ته ورته موجود دی، چې څلور يا دوې پښې لري، ځيني يې وزرونه هم لري چې په هوا الوزي . په پښتو فلکلور کې ښامار بيا تر نورو هيوادونو توپير لري . د پښتنو په فلکلور کې ښامار يولوی مار ته ورته دی، چې ځيني يې يو اوځيني يې اوه سرونه لري، له خولې يې اورونه راوځي چې له ځانه سل ميتره وړاندې ژوندي سری نه ترې خلاصېږي، هر څه ځان ته راکش کوي او خپلې لويې ګېډې ته يې تېروي، په پښتنو کې روايتونه دي، چې مار سل کاله د انسان غږ وانه ورې، ښامار ترې جوړېږي . ويل کېږي چې د ښامار په خوله کې لال وي، چې هغه ترې واخيستل شي، زړه يې پسې چوي او مري . ماروان او ښاماران په هغو ځايونو کې اوسې چې هلته خزانې وي . ښامار نه يوازې چې د پښتو په نکلونو کې ياد شوی؛ بلکې د پښتو په ولسي شعر کې يې هم يادونه شوې، چې پکې د وحشت، زور او ظلم سمبول ګڼل شوی :
عاشقي لال بيلتون ښامار دی
څوک چې د لال تمه لري ښامار بی خورينه .
په دې ټپه کې د عاشقۍ ارزښت او د بيلتون زور او وحشت ښودل شوی .
هلک مچۍ خوړلی ژاړي
جينۍ ښامار خوړلې شنه د خندا شينه .
په دې ټپه کې يوه جينۍ د نجونو مقاومت څرګندوي او د هلکانو بې زړه توب او کمزوري، مچۍ چې يوکمزوری موجود دی، له جينۍ سره تشبيه شوې، چې سړيوته تل شات ورکوي؛ خو چې کله ورته ترې لږ درد ورورسېږي، له غوسې نه پرې هر څه کوي .يانې ټول زور يې په پښتني ټولنه کې د يوې مچۍ په څېر دی؛ خو ښامار چې د زور ، وحشت او ظلم سمبول ګنل کېږي، له سړي سره پرتله شوی، يانې ښځې تل د سړيو د زور، ظلم اووحشت ښکار شوي دي .
همدارنګه يوه ډېره پخوانۍ ولسي سندره هم ده :
چې ور مې نه کړې ظالمانوپه لاسونه .
ښامار مې خورينه
چې ور مې نه کړې . . . .
په ځېنوسيمو کې ښامار ته ( مار ښامار ) هم وايې . پښتانه هغه څوک د ښامار يا د مار ښامار په نوم يادوي، چې حلال او حرام نه پيژني، پردي مالونه يې په ګېډه کې پراته وي، خلک وايې : سم ښامار دی ښامار!، سم “مار ښامار” يې له ځانه جوړ کړی . . . .
ګران شاعر کاروان هم ښامار په خپل شعر کې د ظلم، وحشت، حيوانيت او ويرانۍ سمبول ګڼلی دی . د ښامار يادونه د ښاغلي کاروان په شعر کې ډېره شوې، مونږ يې د موضوع د اوږدېدو له کبله له ځېنو شعرونو تېر شوي يو .
په لاندې بيت کې شاعر د هغه چا په خوله غږيدلی چې د وطن لپاره يو رڼا خپروونکی او سرکی لال دی؛ خو دغه ځليدونکی لال يو اوه سرې ښامار ولجه کړی، چې د همدې يوه ښامار په اوو خولو کې چاپېره ګرځي، ولس ددې ښامار په وړاندې هيڅ اقدام نه کوي :
د زړه يو لال يم خو خوله په خوله يې ګرځم
ولجه کړی اووه سرې لوی ښامار يم
په مونږ کې داسې عقيده موجوده ده، چې هر څوک په اسمان کې يو ستوری لري، چې کله د چا پر ځمکه اب و دانه ختمه شي، ستوری يې راغورځېږي او هغه انسان مري . پخوانيوشاعرانو هم له فلکه ډېر کوکار کړی، او ډول ډول نومونه يې پرې ايښي دي، رحمان بابا فلک دېو ګڼلی،چې هيڅ کله له ادم زاد سره وفا نه کوي . ښاغلی کاروان فلک د ښامار ژامه ګڼي، وايي چې ددې ښامار له ژامې چې ستوري ووزي، بيا داسي شي، لکه ورک لالونه، چې موندل يې ناشوني دي :
لکه ورک لالونه بيا يې موندل ګران دي
چې له ژامې د ښاماره ستوري وځي
شاعر په لاندې بيت کې هم اسمان شين ښامار ګڼلی او د لمر سترګه يې ددغه شنه ښامار د خولې لال، ده په خوب کې پلی لمر په شنو درو کې روان ليدلی، دې ته ډاډه دی چې دغه شين ښامار به له خولې د رڼا لال ( د لمر سترګه) وغورځوي او د وحشت تيارې به په په سپينو سهارونو واوړي :
خوب وينمه لمر پلی په شنو درو کې ګرځي
لال د بدخشان به له خولې شين ښامار خطا کا
شاعر په لاندې بيت کې پر وطن خوره توره اوويروونکې شپه ښامار ګڼي او سهار ( رڼايي) د دغه تور ښامار په خوله کې لال . خدای ته سوال کوي، چې دغه تور ښامار د غيب په ګردي کاڼې ووله، چې له ګردي کاڼي نه د شاعر اشاره د لمر ګردۍ سترګې ته ده :
تور ښامار د سحر لال په ولجه وړی
خدايه! وله يې د غيب په ګردي کاڼي
شاعر هغه څوک چې په ظاهر يې د لمر زريني جامې اغوستي وي ، خو نور د وطن شتمني (د ستورو ډک دسمال) له ځانه سره وړي، د زرين ښامار په نوم يادوي :
يوه زرين ښامار مې سور د زړګي لال وړی دی
زمونږله شپونه يې د ستوريوډک دسمال وړی دی
مونږ ته چې هر څوک راځي، په لومړي سر کې سپيڅلی او سپين زړی ښکاري؛ خو چې کله مونږ ځان ته رامات کړي، نو بيا يې همغه د لال غوندې زړه له تورو ښامارانو ډک شي، چې خزانې غواړي او ددې خزانو د خپلولو لپاره وحشت او ويره خپروي :
هغه زړګی چې ځلېده لکه لال
اوس يې په سر ښاماران غټ تېرېږي
کاروان داسې يو څوک غواړې، لکه د ګلاب څانګه، چې له وږمو او موسيدو نه ډک وي، د جنګ د هنر پر ځای ورسره د علم اوحکمت هنر وي، چې پرمختګ په تشدد کې نه ويني؛ بلکې د عدم تشدد لارې ورسره وي او د ښامار له خولې نه لال په زور نه؛ په هنر راواخلي، چې لال ترې تر لاسه شي، ښامار هيڅ هم نشي کولی، شپې به مو روښانه شي اوسهارونه ځلانده :
په لاس کې به له ژامې د ښامار راواخلي لال
راشين به شي د څانګې د ګلاب په څېر يو څوک
يا دا لاندې بيتونه :
د ښامار د ژامې کولپ ته لاس کيلي کړه
تورو شپو ته دې کاروانه غمی نشته .
بين د مستې مينې به راواخلي د مولا په نوم
لال به ترې ولجه کړي بې اودې ښامار به ونيسي .
شاعر تر ټولو ضرور کار د ښامار له منځه وړل ګڼي؛ ځکه چې خپل ورک شوی لال يې د هغه په خوله کې موندلی :
کار مې موندلی دی په کار پسې ځم
لال مې موندلی، په ښامار پسې ځم
ويل کېږي چې ماران د چندڼو له ونوسره مينه لري، له ښاښونويې تاوېږي؛ خو رحمان بابا دغه ماران ددې لپاره ښاماران بللي، چې د زلفو زور په څو چنده وښيي :
تورې زلفې دي په سپينولېچو زانګي
ښاماران دي د چندڼو په ښاښونه
کاروان هم ذاهد ته وايي، چې رباب د چندڼو له ونې جوړ دی او نغمې لکه ښامارن پکې چورلي، ځان ترې ساته، هسې نه په زړه ټک درکړي :
ذاهده پام چې د نغمو ښامار دې ټک نه وهي
د چندڼي رباب مطرب تارونه وتخنول
شاعر خپل مخاطب ته وايې، چې زما د ژوند شېبو درته د چندڼوځنګل جوړ کړ، اوس به يې خود پر څانګه څانګه لکه ښامار تېر ېږې! :
د ژوند شېبو مې درته جوړ کړ د چندڼو ځنګل
پر څانګه څانګه په مستۍ لکه ښامار تېرېږه
شاعر وايې کوم دښمن چې زمونږ په ژوند کې زهر کرلي، داسې يو وحشي اووه سرې ښامار ته ورته دی، چې د نړۍ په يوه افسانه کې يې هم ساری نه ليدل کېږي :
زمونږ په ژوند کې يې غاښونه مات دي زهر پاتې
افسانې داسې اووه سری ښامار هيڅ نه لري
د سيف الملوک په نکل کې ښامار غواړي چې د سيمرغ بې بڼکو بچي وخوري؛ خو سيف الملوک يې له ښاماره ژغوري، شاعر يادونه کوي، چې همغه د سيمرغ بچي ( لکه زمونږ د هيواد په جنګ کې پيدا ماشومان ) چې ښامار (دښمن)يې له وړوکوالې پيژندلی، څومره چې دوی لويېږي؛ نو د ښامار سره دښمني هم پکې وده کوي . دی راتلونکې ته خوښ ښکاري، چې همدغه د زرين سيمرغ بچي به رازلمي کېږي، ښامار چې د وطن پر غميو راچاپېره دی، د سيف الملوک غوندې به يې له منځه وړي او راتلونکې نسل ته به د سولې ارزښتمن ميراث پرېږدي :
د زرين سيمرغ بچي به رازلمي شي
د ښامار نه به راپاتې ډېر غمي شي
شاعر هغه څوک د تاج او مشرۍ (لال) حقدار ګڼي، چې د وخت له ښامار نه يو نه؛ اوه واړه سرونه غوڅ کړي :
بيا دې شه د مور شېدې سور لال تاج د شاهينو
غوڅ اووه سرونه د وختونو له ښامار کا
په لاندې بيت کې شاعر د خپلو تېرو اتلانو په ژبه غږېږي، چې زمونږ د قبر جنډه هغه ښکاري نه ده هسکه کړې، چې د خپلوهوسيو، زرکو اوسپينو کوترو وينې يې توی کړي وي، زمونږ د قبرونو جنډې هغوی ته سلامي دي، چې د هغه ښامار وينې يې په غشو شيندلي وي، چې د مظلومو هوسيو بچي نس ته تېروي اودسندربولو مرغانو ځالې ورانوي :
جنډه د قبر مې هغه ښکاري ته لاس په سلام
چې يې په غشو وي شيندلې د ښامار وينې
د شاعر ولس ټول ژوند د اژدها پر ژامه تېر کړی او د ژوند هر شيبه يې لکه د اژدها زهر؛ خو دوی همدغه ترخې زهريني شېبې هم له مجبوريته په خوند خوند تېروي :
د اژدها پر ژامه ژوند تيروو
د شېبو زهر څه په خوند تېروو
پخوانيو صوفيانو شاعرانو اژدها د انسان له نفس سره تشبيه کړی، کاروان هم غواړی، چې په خپل روح کې پټ اژدها د خپل مجازي يار د لاس په غشو ووژني؛ خو ورسره نږدې يار ته يې وايې، چې موسکی کېږي به نه؛ ځکه چې ته موسکی شې، ښامار ورک شي . مطلب دا چې د نفس ښامار په غشو نه؛ بلکې د يو چا په داسې موسکا هم له منځه ځي، چې خدای در ښکاره کړي . د يوې صوفيانه غزلې يو بيت يې :
غشي راکوه چې اژدها په تندي وولم
موسکه راته مه کېږه چې نښه به خطا کړم
هغه ظاهربين اوله معرفته لرې (ملايان) چې پر خدای سپيڅلي عاشقان نه پيژني، ددوی له روح نه د ښکلي خدای اواز نه اوري، ددوی پر وجود بې ځايه تور لګوي او ورته غذابونه اواورونه لټوي، شاعر يې ښامار بولي . شاعر يوداسې وخت غواړي، چې پر خدای حقيقي مين (منصور) د انالحق په چيغو مست وګرځي، د ملا ( له معرفته لرې) سره نه د منصب چوکۍ وي او نه د منصوريانو لپاره زندۍ . دغه ښامار په ټولنه کې داسې ژوند وکړي،چې خلک يې د ښامار په نوم وپيژني، داسې ښامار چې يوازې نوم يې ښامار وي؛ خو د زهرو غاښ يې په خوله کې نه وي :
وخت به راځي چې غاښ د زهروبه ښامار نه لري
منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نه لري
ددې وطن شازلميو (ګوربتانو) ژوند تل له ښامارانو سره په جنګ کې تېر شوی، دغه ګوربتان تل په هغو ولجو او پاتې شونو پايې، چې له شړلي او وژلي ښاماره ورپاتې دي . داسې نه دی چې دا شازلمي يوازې جنګ او تشدد پيژني؛ بلکې مينه او عاطفه هم لري، چې کله د ښامارانو نه؛ بلکې د خپلو يارانو اواز اوري، بيا لکه شنه توتيان د خوږو شکرو پر خوړلو پېل کوي :
ګواښيدلي ګوربتان دي د ښامار په غوښو پايي
چې اواز د دلبر واوري خوري شکرې شنه طوطيان دي
شاعر جګړه ماران د باروتو ښاماران بولي، چې په اسوېليو کې ( په خواخوږۍ ښودلوسره) د جونګړو ډېوې مړې کوي او هغه پتنګان چې پر رڼاګانو ځانونه سوځوي، په خپلو لمبوکې رغړوي :
د باروتو ښامارانو اسويلو کې لمبې پو کړې
د جونګړو ډېوې مړې شوې د رڼا پتنګان وسول
يو ملنګ خوب ليدلی، چې د ښامار سر غوڅ شوی وي، ددغه خوب تعبير شاعر داسې ورکوي، چې نور د ځانخوښي او مغرور سلطان؛ چې شاعر يې ښامار بولي، د سلطنت وروستۍ شيبې دي :
وروستۍ شېبې راته ښکارېږي دغاوره سلطان
په خوب کې سر د ښامار غوڅ ويني فقير اوده دی
رحمان بابا په خپل دور کې پېښور د ظالمانو حاکمانو په سبب اور او ګور ګڼلی و؛ خو کاروان ته هم د وطن يو شهيد شاعر (سيد بهاوالدين مجروح) په خوب کې ورځي، چې زه (اژدهای خودي) نه يم خوړلی؛ بلکې د پيښور اژدها وژلی يم . په دې بيت کې له يوې خوا د خپل شهيد شاعر اصلي دښمن ښودل شوی او له بلې خوا د شاعر دغه د خوب غږ ( دوهمه مسره) داسې ښکاري، لکه د لوی افغانستان غږ :
يوه شهيد شاعر راته په خوب کې وې کاروانه
زه خو اژدها د پيښور وژلی يم
***
دوام لـــــري