نن د فراه والی الحاج محمدعمرشیرزاد د پانکریشن د لوبغاړو سره ولیدل. د یادونی وړ ده چی د اتلانو کلپ د استاد جان آقا نوري په مشرتابه ۱۰/۳/۱۳۹۳ په کابل کی د ۱۸ ولایتونو په منځ کی لومړی دریځ خپل کړی دی. دا اتلان نن ورځ د فراه د والي له خوا وستایل شول.

د فراه والي د لیدنی پر مهال ویل چی تاسو د هیواد ویاړ یاست د دې لپاره چې تاسو له بهر نه دې ویجاړ هیواد ته مډالونه راوړي او د خپل ګران هیواد بیرغ د نورو هیوادونو په منڅ کی رپوئ.

دې لوبغاړو په بیلابیلو وزنو کې لومړی او دویم دریځونه تر لاسه کړي دي.

استاد جان آقا نوري       لومړی  دريځ

استاد عبدالرزاق           لومړی  دريځ

استاد عبدالودود           لومړی  دريځ

استاد عبدالمنان            لومړی  دريځ

او شپږ نورو لوبغاړو دویم مقامونه خپل کړی وو. د ویاړ ځای دی چی فراه ولایت په ۱۸ ولایاتو کې اول مقام له خپل کړی دی. د دي لیدنی په پای کې د فراه والي دا ځوانانو ته سوغاتونه وویشل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *