فاریاب

 په میمنه کې د رایي ورکولو پر یوه مرکز کې ماسپښین مهال چاودنه وشوه چې څلور تنه یې ټپیان کړل. یوې  خواته امبولانسونو ټپیان انتقالول او بل لور ته خلک بیا د رایي ورکولو پر مرکز راټول شول چې رایي ورکړي.

په فاریاب کې تر دولس بجو وروسته د عبدالله عبدالله پلویانو په یوه مرکز کې پر رایي ورکوونکو ډزې وکړې. دا پیښه د ننګرهار د پیښې په څیر ده چې پولیسو  تعقیب نه کړه. په ننګرهار کې د عبدالله پلوي پخواني جهادي قوماندان انجنیر غفار ساتونکو نن درې تنه ټپیان کړل او یو شمیر هغه کسان یې ووهل چې  اشرف غني احمدزي ته یې رایي ورکولې.

بلخ   د بلخ د انتخاباتو کمیسیون رییس عزت الله ارمان وایي د سیمه ییزو زورواکو د مداخلې له امله دوه مرکزونه په مزارشریف ښار او درې نور هم په چمتال او زارع ولسوالیو کې وتړل شول.

بل لور ته د بلخ والي عطا محمد نور چې د عبدالله عبدالله پلوي کوي نن په مزارشریف کې وویل چې د پکتیکا په برمل او اورګون ولسوالیو کې د اشرف غني احمدزي په ګټه صندوقونه ډک شوې دي. د بلخ والي دا ادعا هم وکړه چې د فاریاب په مرکز میمنه کې د اشرف غني په ګټه صندوقونه ډک شوې دي.

د بلخ والي عطا محمد نور چې د لومړي پړاو په انتخاباتو کې یې ویلي وو چې ویني به وبهیږي، نن یې وویل که د ده د خوښې برخلاف هم څوک بریالی شي دی به یې ومني.

کابل

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوود زي وویل چې تر تیرې شپې په مرکز کابل کې د دښمنانو په لسګونو بریدونه خنثی شوې دي. عمر داوود زي زیاته کړه چې د ماسپښین تر درې نیمو بجو څلور پولیس وژل شوې دي او د ملي اردو درې تنه شهیدان شوې دي. د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې مخالفانو ته بیا ډیر تلفات اوښتې دي، خو عمر داوود زي دا ونه ویل چې څو تنه حکومت مخالفه وسله وال وژل شوې دي.

خوست

په خوست کې په انتخاباتو کې دا ځل د ښځو ونډه ډیره پراخه ده. د خوست په ولسوالیو کې امنیت تامین دی او یوازینۍ ستونزه د رایي پاڼو د کمبود ده.

پنجشیر

د اریانا تلویزیون خبریال خبر ورکړ چې په دې ولایت کې داسې ماشومانو چې عمرونه یې لس یولس کلن وو د رایي ورکولو کارټونه لرل او رایي یې ورکولې.

د پنجشیر په هغو سیمو کې چې ښځې رایي ورکوي خبریالانو ته اجازه نه ورکول کیږي.

په پنجشیر کې یو شمیر هغه کسان هم رایي ورکوي چې له پنجشیره بهر په موټرو کې راځي.

ښایي دا به هغه کسان وي چې بل ځای هم رایه ورکړي او په پنجشیر کې هم راییه ورکړي.

غور

په غور کې د انتخاباتو د لومړي پړاو په پرتله د راپورونو له مخې لږ خلکو رایه اخیستې ده. د دغه ولایت په ولسوالیو کې بیا د ډیرو لږو رایي د ورکړې راپورونه خپاره شوې دي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون په وینا تر غرمي پورې یولس شکایتونه درج ش��ل او شپیته ټیلفوني شکایتونه د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته وشول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *