نن لس بجې په کابل کې د رايو اچونې يوه مرکز ته ورغلم، دا د خوشال خان سيمې د ناهيد شهيد ليسه وه. کله چې يې د ګوتې تر رنګولو وروسته د رايې ورکولو پاڼه راکړه، نو ګورم چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په خانه کې يو خفيف او کم رنګه ټيک مار چاپ شوی دی. مامور ته مې بيرته پاڼه ورکړه، ما ويل دا پاڼه جعلي ده، ځکه چې مخکې لا ټيک مارک شوې ده، مامور وويل چې وبخښه دا يوه پاڼه سمه نه ده چاپ شوې، ها دا دی دا بله سمه پاڼه واخله! 
داسې ښکاري چې دا رايې پاڼې د ډاکټر عبدالله عبدالله پلويانو له خوا شوي او هدف دا دی چې د ډاکټر اشرف غني د پلويانو په سيمه کې د هغه رايې باطلې کړي، ځکه هغه څوک چې ډاکټر عبدالله عبدالله ته رايه ورکوي، نو پر يوه ټيک مارک بل قلمي ټيک مارک راځي او پاڼه نه باطلېږي، خو که ډاکټر اشرف غني احمدزي ته رايه ورکوي، نو رايه باطلېږي، ځکه چې په يوه پاڼه کې دوه ټيک مارکونه راځي. 
د يادونې وړ ده چې په لومړي پړاو ټاکنو کې په خوشال خان سيمه کې ډاکټر اشرف غني احمدزي تر ټولو نوماندانو ډېرې رايې وړي وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *