اسلام په پنځه بناؤ ولاړ دی چی هغی کی لومړی کلمه طیبه ده ، دوهم یی لمونځ او دریم یی د روژی څخه عبارت دی.
روژه نه یواځی په امت محمدی صلی الله علیه وسلم فرض کړی شوی ده بلکی په پخوانیو امتونو هم فرض وه لکه چی الله جل جلا له د روژی فرضوالی او په پخوانیو امتونو باندی د فرضیت حکم داسی بیانوی. ٫٫ ای هغه کسانو چی ایمان یی راوړی دی فرض کړی شوی ده په تاسو روژه لکه په پخوانیو خلکو چی فرض کړی شوی وه ددی لپاره چی تاسی د الله نه وویریږۍ.٬٬
د الله جل جلا له په حکمونو او د نبی علیه الصلاة والسلام په مبارکو طریقو کی ډیر حکمتونه شته خو انسان یی د ډیرو څخه نا خبر او بی علمه دی.
روژه کی هم ډیر حکمتونه د رب ذوالجلال شته، ځینی یی خلکو ته معلوم دی او ځینی یی لا هم پټ دی، او دیته د انسان سوچ پکار دی چی نوری کومی ګټی پدی حکم کی شته. (افلا یتدبرون) الله جل جلا له په هر ځای کی انسان ته دا توصیه

کوی چی ای انسانه لږ فکر وکړه، غور وکړه او پلټنه وکړه بی له شکه د الله جل جلا له حکمونه او د نبی علیه السلام مبارکی طریقی د حکمتونو او د انسان د فایدی څخه خالی ندی.
روژه یو اسلامی بنیادی حکم دی او په مسلمانانو په هر کال کی یو ځلی د شعبان د میاشتی څخه وروسته راځی. روژه په کوچنیانو چی عمرونه یی بلوغ ته نه وی رسیدلی، ناروغانو، مسافرینو او هغه ښځی چی یا خو حامله وی او یا تې خور بچی یی په غیږ کی وی خو (په دی شرط چی پدی حالت کی یی بچی ته ضرر رسیږی ) نده لازمه.
روژه نه یواځی مسلمانان د خوراک او څښاک څخه منع کوی بلکه د نورو نارواؤ، ظلم، زیاتی، جنسی اړیکو، نیشو او د درواغو څخه هم منع کوونکی دی. په روژه کی نه یواځی ناروا کارونه منع دی بلکه ډیر روا کارو نه پکی هم منع دی. دروژی په مبارکه مياشت کی دفرضي عباداتو سربيره نفلي عبادات هم خورا اهميت لري.
روژه مسلمان کی دا احساس پیدا کوی چی په عامو حالاتو کی یو نادار او فقیر سړی ته به څومره تکلیف رسیږی او څومره خوراک ته به اړ وی. په روژه کی مسلمان خپل رښتینی خالق او مالک ته د نزدیکت لاره پیدا کوی او دا ټول ثروت او مالداری د رب د لوری ګڼی. په روژه کی مسلمان د سخاوت ښکارندوی کوی، خپل ځان په قابو کی راولی او د ښو اخلاقو مظاهره کوی.
دا خو د روژی اسلامی اړخ شو اوس راځو د روژی اهمیت ته د ساینس او طب له نظره. ساینس او طب د روژی په هکله څه وایی؟ ساینس او ننی طب روژه د انسان لپاره ډیره اړینه نسخه او دوا بولی او مریضانو ته یی توصیه کوی . د روژی په هکله کفار هم ډیري ښی څیړنی او تجربی لری. د بیلګی په توګه یی دلته یو څو را اخلو. البته دغه ۱۳ بیلګی می د محترم ژباړن شمس الدین د ژباړی څخه کټ مټ راخیستی دی.
- دروژی د نيولو له کبله ذهني پريشاني ختميږي، په انسان کی جذبه راولي اوانسان دبديواو ناوړه کارونو څخه منع کيږي . ډاکټرمايکل.
- د روژی له کبله دانسان ظاهري اوباطني غلظت لری کيږي او روژه په انسان کی جسماني اوروحي استفرار راولي.ډاکټرجوزف
- روژه دروحي ناروغيو تداوي ده او روژه دانسان روح پاکوي. ډاکټر سيمويل الګزانډر.
- دروژی له کبله ډير شمير جسمي ناروغئ کميږي او په خاصه توګه بيا جسمي اوعصبي ناروغئ. ډاکټر ايم کلايو.
- روژه انسان دناروغیو او ګناهونو څخه ساتي، دانسان سوچ او فکردخرابيدو څخه ساتي. ډاکټر سي فرانډ.
- دجذباتي او مجردو انسانانو لپاره روژه ډيره مفيده ده، دروژی له کبله دانسا ن فکراوخيالات سميږي اودشيطان دوسوسو څخه په امن کی پاتی کيږي. ډاکټر برام جے هنري.
- روژه دروح غذاده. ډاکټر جيکب
- روژه زړه ته سکون او اطمينان وربخښي، دروژی له کبله دانسان زغم او تحمل زياتيږي او روژه په انسان کی دسختۍ تيرولو اوزغملو عادت پيداکوي. ډاکټر هنري ايډورډ
- دولږی بهترين صورت هغه دی کوم چی مسلمانان يي دروژی په نوم يادوي، ډاکټران چه په کومه طريقه ولږه يا پرهيزتجويزوي هغه غلط دی. ډاکټرايمرسن.
- دسکون او اطمينان لپاره روژه بهترينه وسيله ده. ډاکټر يمرټ
- په هره اونئ کی روژه نيول دصحت لپاره خورا ګټه لري، دروژی په وسيله د انسان جسم دناروغيو څخه بچ پاتی کيږي. ډاکټر ايډورډ نکلسن.
- په هره مياشت کی يوه يا دوه روژی نيول انسان د ډيرو ناروغيو څخه ساتي او دصحت لپآره ډيره ګټه لري. ډاکټر ډي جيکب.
- کله کله روژه ډير ښه اثرات لري او دروژی پواسطه يو شمير ګټی تر لاسه کيداي شي، لیکن د روژی نيولو او خوړلو پر وخت د ډير خوراک څخه ډډه کول پکار دي. دکوم انسان چی دنفس او روح پاکوالي ته اړتيا ولري هغه دپاره مسلسلی روژی نيول پکاردي. زه پدی اړه خپلو مسيحي ورونو ته لار ښوونه کوم چی هفوی دی پدی برخه کی دمسلمانانو تقليد وکړي چی دمسلمانانو دروژی طريقه بهترينه طريقه ده.ډاکټر فرينکلن.
ډاکټر مارک پی میټسن چی نیشنل انستیوت آف ایجنګ کی د عصبی ناروغیو لابراتوار مشر او سرپرست دی پدی برخه کی یی ډیره مطالعه کړی. نوموړی په موږک باندی تجربه ترسره کړه او دی نتیجی ته ورسید چی روژه کولی شی انسانان د مهلکو او لا علاجه مرضونو څخه وژغوری. هغه دری عمده ناروغیو ته په اشاره اوویل چی روژه کولی شی د (Parkinson) پارکینسن په نوم نارولی څخه وژغوری. پارکینسن د اعصابو پوری تړلی ناروغی ده چی د انسان سر او نور اعضاوی پکی ریږدیږی، بله دا چی انسان کراره مزل کوی او پریشانه هم وی.
دوهمه ناروغی چی هغه په ګوته کړی ده (Alzheimer) الژیمر په نوم وه چی عبارت ده د (Short Term Memory) انسان د حافظی د لږ وخت لپاره کار کولو څخه. په دی ناروغئ کی انسان د ډیر وخت لپاره په خپل دماغو کی یو شی نشی ثبتولی او زر تری هیریږی.
دریمه عمده ناروغی چی ډاکټر میټسن ورته اشاره کړی هغه د (Huntington) هانټینګټن په نوم ده چی پدی کی انسان د کهالت او کسالت احساس کوی او هر وختی بی طبعی وی. بله ناروغی چی د (Stroke) سټروک په نوم ده چی پدی کی انسان ددماغو حجرات (Cell) د آکسیجن په نه رسیدوه سره مړ کیږی.
د فزیالوژۍ د علم مطابق روژه کولی شی د وینی شکر (Diabetes) ، کولیسترول (Cholesterol) او د وینی فشار راښکته او نورمال کړی.
د روژی ګټی د هغه کسانو لپاره چی وزنونه یی ډیر زیات وی. نن سبا ډیرې خلک په دغه مرض اخته دی.د ننی طب مطابق روژه کولی شی چی وزن کم کړی او د انسان بدن نورمال حالت ته راوړی. چا په ورزشونو ځانونه مړه کړه او چا په لږ خوراک سره. ولی نه که مسلمان روژه ونیسی ثواب خو به یی ثواب وی او د وزن د کمیدو لپاره خورا اهمه نسخه ده. هم ثواب او هم خورما!
په ۱۹۹۴ لمریز کال کی یو بین المللی غونډه (کانګرس) چی موضوع یی د صحت او روژی وه په کلاسابلانکا (ماراکو) کی شوی وه تقریبا ۵۰ څیړنی او تجزیی د روژی په هکله وشو. هغوۍ دا خبره جوته کړه چی هیڅ مریض بی له (ګردو او شکر او داسی نوری شدید امراض)ته هیڅ قسمه نقصان او ضرر نه رسوی بلکه ګټی یی شته!!
د روژی نوری ګټی څه دا رنګه دی.
۱. هاضمی سییستم ته آرام : د کال په دوران کی تقریبا هر ساعت کی زموږ خوله خوځیږی او زموږ د هاضمی سیستم همغسی نه ستړه کیدونکی کار کوی. ددنیا ټول ماشینونه، سیستمونه او نور هغه څه چی فزیکی کار کوی آرام ته اړتیا لری او زموږ د هاضمی سیتم هم ددی څخه مستثنی نده او روژه یواځینۍ میاشت ده چی کولۍ شی زموږ هاضمی سیستم ته آرام وروبخښی .
۲.ګردو (Kidney) ته آرام: مطالعو څرګنده کړی چی که یو انسان د ۱۰نه نیولی تر ۱۲ ساعتو پوری اوبه یا مایعات ونه څښکی نو ده ته ضرر نه رسوی ځکه بدن کی کافی ذخیره موجوده وی چی د انسان مشکل پری حل شی. او ددی سره ګردی هم کولی شی آرام تر لاسه کړی.
۳.انسان له نشو څخه ژغوری: که یو مسلمان په نشو او تماشو روږدی وی او نه شی کولی چی د ټول کال په دوران کی دغه بد عمل پریږدی نو ده ته یو زرینه موقع شته چی هغه روژه ده. انسان کولی شی چی په روژه کی لږ په ځان سخته تیره کړی او ددی ابدی بد عملۍ څخه لاس په سر شی. که په روژه کی هم یو مسلمان ونشو کولی چی نیشه پریږدی نو دی خو به ایمانی کمزوری وی او یا به ډیر بدبخته وی.
دا ؤ د روژی ساینسی اړخ اوس راځو یو څو روحانی ګټو ته.
۱.تقوا(پرهیزګاری) حاصلول: د روژی لمړنی او اهم مقصد چی قرآن یی بیانوی د تقوا څخه عبارت دی. مسلمان د کال په دوران کی که هر څومره ګناهونه وکړی خو آخر به هم دیته اړ کیږی چی توبه اوباسی او خپله پښیمانی څرګنده کړی. او بیشکه الله توبه خوښوونکی دی. که انسان په ټول کال کی ونشو کولی چی ځان د ګناهونو څخه وژغوری نو روژه یواځینۍ میاشته ده چی دی کی کولی شی د خپلو بدو اعمالو او افعالو څخه ځان وژغوری.
۲. الله ته نزدیکت: مسلمان په ټول کال کی خطاګانی ، ګناهونه او بد عملونه کوی. په روژه کی انسان الله لوری ته میلان پیدا کوی او د الله په طرف درومی ځکه په دی میاشت کی سرکشه شیطانان تړل شوی وی. نو انسان کولی شی الله طرف ته خپل ټول ځان وبخښی.
۳.صبر او په ځان قابو ساتل: قرآن کی د صبر په اړه تقریبا اویا ځله ذکر شوی او په صبر باندی تلقین شوی. روژه کی انسان ته د هر رنګه حالاتو او ناخوالو باندی د صبر او په ځان قابو ساتل پکار دی. د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه نقل دی چی که روژه کی تاسو سره څوک بحث کوی نو تاسو ورته همدومره اووایۍ چی زه روژه یم. ددی نه مالومیږی چی صبر او په ځان قابو د روژی د ګټو څخه ده.
د اخلاقو اصلاحی بدلون: مسلمان کولی شی چی خپل اخلاق نبوی کړی.
۴.ځان کی سخا پیدا کول: بخاری د ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت کوی چی مفهوم یی دی ٫٫ رسول الله صلی الله علیه وسلم په خلکو کی د ټولو څخه زیات سخی ؤ او په روژه کی ډیر سخی ؤ.
۶. د امت مسلمه اتحاد: پدی میاشت کی مسلمانان باید زده کړه وکړی چی امت محمدی صلی الله علیه وسلم باید یو موټی شی. ځکه مونږ ټول په یو وخت روژه نیسو ، په یو وخت روژه ماتوو، په یو وخت تراویح کوو او داسی نور اجتماعی اعمال ترسره کوو چی مسلمانانو ته دا یو ښکاره اشاره د اتحاد ده.
روژه نه د تندی او لوږی نوم دی او نه دا یو عارضی میاشت ده. پدی کی چی کوم ښه عملونه کوو هغه باید مونږ لپاره د راتلونکی روزمره ژوند عمل وګرځی. دا میاشت زموږ لپاره د مشق او پریکټس میاشت ده چی د راتلونکو ۱۱ میاشتو پوری پکی د الله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په طریقو ژوند تیر کړو.