د کابل امنیه قوماندان ظاهر ظاهر ته ډالۍ
د سروبي د لمر تیزو وړانګو یې تر څادر لاندې مخ سوځاوه، پښې یې هم سوځیدې. سهار په خړه له کلي بازار ته له خپلو وروڼو سره په پلې راغلې وه. ښۍ پوندې یې سوی کاوه، ورو یې څادر پورته کړ چې خپله پښه وګوري خو نارینه لنډ ولاړ وو بیرته یې څادر ښکته کړ.
ورور یې اوبه ورته ونیولې. لکه جل وهلې په یوه ساه یې تیرې کړې. پر ټټر یې لاس کیښود او د خدای شکر یې وایست. ګڼ مخلوق په کتار کې دریدلی وو. تر دوی څو ګامه وړاندې ښځې په چادریو کې ناستې وې. نارینه ښه و دې خوا ها خوا به یې ګام اخیست، خو ښځې له ځایه نه خوځیدې.
 نجلۍ د خپل کشر ورور پښه وخوځوله. هغه په جګو پښو د دې مخې ته کښیناست:
– صبر کوه له هاغه سره تر دې بل سره ټول انتظار دي
– لمر هغه دی زاتي تر غونډی اوړي بیا به کله کور ته رسیږو
سړي د اوبو د ډنډ لور ته وکتل، د مازدیګري لمر وړانګو د اوبو پر سر داسې لیکې جوړې کړې وې لکه د ولاړو خلکو کتارونو. ځوان پښې پر ګونډو کیښودې، ولټیده. خپلو وروڼو ته یې وویل چې تاسو همدلته اوسې زه به هیله کور ته ورسوم. سړي پر ږیره لاس تیر کړ او خپلې خور ته یې اشاره وکړه چې پسې روانه شي.
 نجلۍ پر غونډۍ ورو ورو ختله، چاودلې تڼاکې یې سوی کاوه. ورور ته وویل:
– کاشکي خو مو رایه ورکړې وه
هلک خولۍ له سره لرې کړه، ویښته یې وګیرول او د غونډۍ له سره یې لاندې د سروبې درې ته وکتل. لمر اوښتی و او په تیاره کې د خلکو کتار داسې ښکاریده لکه د سروبي په بازار کې چې دې بل تور سړک ایستلی وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *