لیکوال

کومه خونه چی و ماته په باړه راکړل سوی وه ، که څه هم هغه په هيڅ توګه بده نه وه ، ښه خوندور ډرېسنګ روم ئې وو او غسلخانه ئې هم ښکلی وه چی ټول ټائلز پکښی لګېدلی وو ، خو بيا مي هم و خپل ځان ته بدورد ووئيل چی دغه څنګه کورته راغلم ، و داسی ځائ ته خو ګرسره راتګ نه وو په کار .

بس زما زړه وو چي نه ې منل کنۍ دا ځائ چی د کومی بوډۍ وو ، هغې راته ووئيل چی ډوډۍ او ناشته به هم دا په خپله راکوی ، ځکه دی نو زه له دې خوا فکر نه کوم ، خورا مهربانه معلومېده ، خو دغه مړۍ به څنګه وی ، زما په طبيعت به پوره وی که يه ، دغی خبری بيا پرېشان وساتلم ، ولی چی ما خواړه هم په خپله خوښه خوړل ، خو د هغې ښې وزی زه له دې فکره هم د يو ساعت دپاره خلاص کړم .

رښتيا خو دا وه چی زه چی کله دې ځائ ته راتلم ، نو می خپل راتګ لا نه سو خوښ ، يو خو په دې چی دغه ځائ له ښاره دباندی د غره په لمن کښی وو ، چېری چی تر لېری لېری ابادی نه وه اوشا و خوا ويراني کېتيانی وې . دا رنګه ځائ د يو شاعر دپاره خو ښه وو چی د کائنات ټول حسن ئې ليدلئ سوائ او بيا ئې په خپلو نظمونو کښی ستايلئ سوائ ، خو زما دپاره نه ،ولي چي زما له شاعري سره هيڅ تعلق نه وو او يو عام غوندي وګړي وم. بل دلته چی د کومی کوڅې په پائ کښی زما خونه وه چی په اصل کښي د بوډۍ د کور بېټک وو ، نو دغه چاپېرچل هم زما نه سو خوښ ، ولی چی دلته اول خو يو لوئ باغ وو او د باغ وروسته داسی کوڅه چی که زه خطرناکه ورته ووايم ، نو بده خبره به نه وي چي ګېټ ئې هم درلود او چا له باندی کلپ هم ور لګولائ سوائ ، خو هغه ګېټ خلاص ولاړ وو ، بس لنډ ګنډ به داسي وايم چي دننه په کوڅه کښی يومخ کچه کچه غټ غټ د خاورو کورونه وو چي ټول شپږ او يو رنګه وو . بس په داسي چم جوړ سوی وو چي درې و شی لاس ته او درې و کېڼی لاس ته وو .

کمال دي د هر کور په دروازه کښی يوه ، يوه ښکلی زنانه په غوړی چوکۍ ناسته وه ، په خورا خوندورو جامو کښی ، سنګار ئې کړئ ، د ټولو غټی غټی سترګی او بيا ئې په عجبه ډول و ماته کتل بلکه په شرارتی سترګو .څه مطلب دئ ددوئ ددغه کاته ، دوي څه ويل غواړي، بس زه دننه دننه ډېر وخوړل سوم .

دا څنګه کوڅه ده ، څه ددغو زنانو څوک نارينه نسته چی دوئ له دغه ډول ناستی راوګرځوی ، بس د سترګو په رپ کښي بيا د خيالانو راباندي يلغار سو چي څه يوه حياناکه ښځه و يو ناولد ته دارنګه رډ رډ ګوری لکه دوئ چی وماته کتل ، داسی خو کله هم نه دی سوی ، کم از کم ما خو نه وو ليدلی ، بس څه ووايم زما د دننه د روايتی سړی دغه وخت بد حال وو .

کله چی بوډۍ دا راته ووئيل چی له دغو ښځو به خبردار اوسې، دغي ډېري بدي دي ، نو زه زيات ولړزيدم. اوس چی بوډۍ له خونی ووتله او زه په پلنګ په کراره پرېوتم ، نو بيرته د زنانو خيالات راته ودرېدل چی دا می څه ډول اسرار وليدئ ،دا څه ډول يو تر بل حسيني وې او بيا د بوډۍ خبردارئ ،دا بيا څه معنا لری.

ماځيګر په قضا کېدو وو چی زه دلته راغلئ وم ، لږ ساعت لا نه تېر چی تياره سوه ، دغسي د ډوډۍ او کتغ خوشبوی سوه او دا رنګه بوډۍ بيرته په خونه راننوتله . په لوئ پتناسه کښی ئې خورا خوندور خوندور خواړه را اخيستی وو او په سره مخ او شنو سترګو کښی ئې خورا خوشحالی څرګندېده.

دغه زنانه د خورا ډېر عمر معلومېده ، څو ، ما ې اندازه نه سواي کوالاي ،خو داسي کلکه او توان منه وه چي زه ې حېران کړم . کېدي سي چي ډېر ښه خوراک ې کوي ، ولي چ له جامو او هر څه خورا وډايه ښکاره کېده. که څه هم اوس ډېره زړه وه خو د څهرې له اثارو ې دا څرګندېده چي پخپل وخت کښي به ډېره حسينه وه .

اوس بوډۍ بيرته خبرداره کړم چی له دغو بلاو به ځان لېری ساتې ، ولی چی د بدبختو له لاسه زما ډېر کرايه داران له ما وتښتېدل . دا ئې بيا بله ، زه نور وار خطا سوم ،خو خېر زه نارينه وم ،زه به له سياه سرو څه ووېرېږم، بيرته مي زړه تسلي کړي چي هيڅ قيصه نه ده .

څنګه چی بوډۍ ووتله او ما د ويدېدو نيت وکړئ ، نو بتۍ مي مړه کړه ، کوچنئ بلب مي ولګوي او په پلنګ پرېوتم . اوس له زنانو سره سره د هغه باغ خيال هم يو وار بيا زما و زړه ته راغئ چی د کوڅې په سر کښی وو ، د اوسپنی تک تور ګېټ ئې وو چی کلپ وو ، جګ جګ دېولونه ئې وو او يوه   عجبه خوشبوی ځنی راوته ، داسی خوشبوی چی زه ئې لېونئ کړم او حېران سوم چی دا به څرنګه ښکلئ باغ وی، کاشکی چی ليدلئ می وائ ، په رښتيا ئې زما ماغزه راوګرځول ، بلکه که دا ووايم چی ما خو هغه وخت غوښتی وو چی باغ ته ور واوړم او يو ځل خو ئې ښائست ووينم چی په روح کښی می تازګی راسی ، خو د باغ اوږدو دېولو ددې ا جازه نه کړه را، حالانکه د باغ د درختو سرپی خو تل وماته مېلمستيا راکوله چي راسه خو راسه ، دا ډول خوشبوی ې ماغزه تر اوسه را خراب کړی وو ولی چی دغه رنګه ښکلئ بوئ ما دمخه کله هم نه وو ليدلئ . بهرحال څه د بوډۍ د ښه خوراک زور او څه د ښکلو کاته ، بس هر څه د يو خوب غوندي راته ښکارېده ،نشه نشه وم او دارنګه په دغه سرور کښی می سترګی لګېدلی وې .

زما په خيال نيمه شپه وه چی سترګی می خلاصې سوې ، دا څه ، چا داسی ورو ورو د بېټک هغه دروازه راټکوله چی په کوڅه کښی خلاصېده .

حېران سوم چی دا بيا څوک دئ ، ځکه می ناره کړه چی څوک ئې ، خو چا ږغ نه وکړئ . اوس و ماته د بوډۍ هغه خبره راياده سوه چی له دغو زنانو سره به پام کوې . يو ساعت خو ما انتظار وکړئ ، خو چی کله پوه سوم چی څوک نسته ، هسي زما وهم وو ، نو بيرته پرېوتلم . زما به اوس سترګی سره تللی وې چی بيرته د ور د ټکېدو ږغ سو . اوس چی ما ناره کړه چی څوک ئې ، نو د بنګړو شړنګا سوه چی ورو ورو لېری کېده ، خو بيا بيرته خاموشی سوه .

دا ډول ما د ويدېدو ډېره هڅه وکړه ، خو چېری ، خوب می له سترګو په سوو ميله لېری سو چی دغسی دريم ځل دروازه بيرته وټکېده ، دغه پلا به ما وئيل چی څوک ، خو تردې دمخه چا وخندل ، چی څوک زنانه وه او بيا داسی ږغ سو لکه چی له هغه ځايه منډه کړی ،ولي چي د پازېبو شړنګا ې له وراېه اورېدل کېده .

وروسته دروازه نه وټکېده خو په دربی سره بوډۍ په هغه دروازه په خونه راننوته چی دننه په کور کښی خلاصېده چی خورا ښکلي او له زرغونو ونو ډک وو . هغه خورا په جلال کښی وه ، سور مخ ئې تر پخوا زيات سور وو ، شنې سترګی ئې له خشمه ډکی وې او داسی وه لکه د دروزاې د ټکولو ږغ چی ئې پائ تر غو ږه سوئ وی چی ښه وسو چی دروازه دی نه کړه خلاصه او دباندی نه ور ووتلې ولی چی دغه د کوڅې ښامارانی وې . اوس نو د بوډۍ پوښتنی سوې چی څو واره ئې ور وټکوئ ، اول ځل ئې څه وکړل . دويم وار څه او دريمه پلا څه او زه په ورښوولو ستړئ سوم ، خو هغې به هر وخت سر تور کړئ او ښېرې به ئې ورته پيل کړې . په خله چی ئې څه راتلل ، ورته وئيل ئې ، بې آبی ، بې شرمی ، په سترګو کښی اوبه نه لری ، نه په خپلی حيا کښی دی ، نه د بل ، بس بوډۍ چا چپوئ نه سوه .

په داسی حال کښی ناڅاپه له لېری د دريو ږغ راغئ ، واه څه خوندور ږغ وو د تمبلونو ، ناڅاپه ما په ډېری بې صبرۍ د کوڅې دروازه خلاصه کړه . واه ، د باد يوې تېزی څپې په څاپېړی ووهلم چی خوندئې ولړزولم چی د باغ له خوشبوی ډکه وه .

“دا ټولی دغی ښامارانی دی چی ساعت ئې نه تېرېږی او په يو کور کښي بندي ټوله شپه په تمبلونو او بدلو تېره کړی لکه ددوئ د پلار چی واده وی .” د بوډۍ له خشمه ډک ږغ سو او سمه دباندي راسره ووته.

بهرحال د زنانو يو عجبه ښکلئ ږغ وو او ټولو داسی په ګډ ږغ سندره وئيله لکه دا ږغ چی تش د يوه بنده وی او زه د يو ساعت دپاره په دې جادو کښی ډوب سوم . کمال دئ ږغ وار په وار تېزېدئ . زما په خيال په تمبلونو ږمږغې هم نيښتی وې چی دغه ساز ، دغه اواز او دغه مستی ئې نوره زياتوله . کمال دي د شپې په خاموشۍ کښي دغه ږغ خورا ازانګه کوله .زما ډېر زړه وغوښت چی ورسم ، په کور ورننوزم او دوي ووينم خو زړه می نه سو کوئ ، بل بوډۍچېري ور پرېښولم.

اوس بيرته بوډۍ زه زغرد زغرد په خونه ننه ايستم او دروازه ئې له دننی بنده کړه چی هلکه و ماته ته هم سم نه ښکارې ، که اوس ښامارانو چم درسره کړئ وو بيا او په دې چم په دوئ کښی يو دوې او بيا نوری راننه وتلی وې ، نو به دی څه کول. د هغې په دې وينا زه د يو ګړی دپاره لږ شرمنده غوندی سوم ، خو بيا می پلمه ورته وکړه چی زما له کوچنيوالی د تمبل ږغ خوښ دئ او کله چی له لېری هم څوک دريه ودربوی ، ما لېونئ غوندی کړی او په کلی کښی به ما هر کله داسی کول ، د شپې چی به کله له لېری په تمبل د چا د سندرو ږغ باد راوړئ ، نو زه به تر ډېره د کور په سرائ کښی ورته ولاړ وم او اورېدل به می.

اوس بوډۍ نصيتونه راته پيل کړل چی د کلی جلا حالات وو او دلته جلا دی . دغی ټولی جادوګری او فساد ګيری دی بلکه روی دی ، وينکشی ، وينی څښی وينی ، بس ډېر معتاط به ورسره اوسې .

کله چی بوډۍ ولاړه نو زه هم ولی چی د ټولی ورځی سټرئ ستومانه وم ، ځکه بيرته په ډېری آسانۍ د خوب غېږی ته ورغلم .

د دريو ږغ او د بوډۍ خبرو زه دارنګه متاثر کړئ وم چی بيا می ټوله شپه په خوب دريې ليدې او بدرنګه روی هم چی زه ئې را ګير کړئ وم ، زما شاوخوا رخصېدې ، بدي سترګي او تېره غاښونه ې وواو په يو درزی او لېونتابه ئې په چيغو چيغو هغه لوي لوي تمبلونو وهل چی له غټو غټو ږمږغو ډک وو او له نارو ئې زما زړه جګ جګ غورځېدئ.

بله ورځ د تېری شپې غوندی شور نه وو بلکه سکون وو ، بوډۍ خورا خوندوره ناشته راوړه ، خو چپ وه او بيا چی زه کوڅې ته ووتلم ، نو کوڅه هم خاموشه وه ، د شپږ سره کورونو دروازې بندی وې . داسی ايسېده لکه ټولی زنانی چی د بېګاه دريو او تمبلونو ستړی کړی وی . زه له دې ځايه هم په اسانۍ راتېر سوم ، خو د باغ خوشبوی زما پښې ونيوې ، حېران سوم چی څه وکړم ، ولی چی په هيڅ توګه نسوم ورتلئ ، څو واره می بند ګېټ ور وټکوئ ، خو ولی چی هغه له دباندی کلپ وو او کلپ ئې هم خورا دروند او کلک وو چی ماتېدل ئې زما په وس کښی نه وو ، ځکه نو له دننه به چا څه ځواب راکړئ وو ، خو بهرحال باغ پر ما سم سړی لېونتوب کوئ او وئې هم کړئ .

دفتر ته چی کله ورسېدم نو خورا ناټاله وم . دم دستی می په خپل چپړاسی د دفتر هغه بل چپړاسی راوغوښتئ چی وماته ئي د بوډۍ ځائ راښوولئ وو .

هغه چی کله خونی ته راغئ ، نو خورا پرېشان وو ، کله به ئې و ماته وکتل او کله به ئې زما چپړاسی ته . دغه ځائ په رښتيا چی زه حېران کړئ وم ، ولی چی ما د ښار د کالج او يونيورسټۍ په هاسټلونو کښی وخت تېر کړئ وو ، خو دارنګه پراسراه ماحول می کله نه وو ليدلئ . زه کليوال وم او تازه تازه کوچنئ افسر لګېدلئ وم ، ځکه نو د هوټل ګران خرڅ زما په وس کښی نه وو او په داسی ځائ پسی ګرځېدم چی زما په وس کښی وی .

” و تاته دا ځائ چا درښوولئ وو چی پرون زه ورغلم .” ما له هغه پوښته وکړه.

” ولی صاحب سم ځائ نه وو . “

” نه هسی . “

” صاحبه ! ددې ځائ مېرمن په يوه واده کښی زمو ږ د کور والاو ليدلی وه ، بيا به کله کله زمو ږ کورته راغله چی زه د يو ډېر ماړه سړی کونډه يمه ، دنيا مي له حسابه وتلي ده ، نيمئ ښار زمو ږ له جائداه ډک دئ ، بس يو ځائ می لا خالی ولاړ دئ او د هغه دپاره می يو داسی کرايه دار په کار دئ چی بې اعتباره نه وی او صبا لا نجې نه کړي راته جوړی ، ځکه نو زما په نظر کښی ته راغلې او ستا چپړاسی ته می ووئيل ، ولي چي هم ده ددې کار راته ويلي وو.”

ماځيګر چی کله بيرته و هغی کوڅې ته ورسېدم ، نو زړه می خوشحاله هم وو او وار خطا هم وم . خوشحاله په دې وم چی کېدئ سی ، نن د هغه ډېر خوشبوداره باغ ګېټ خلاص وی او زه ئې ښائست ووينم او وار خطا په دې وم چي بيرته می يوې بلی پراسراری شپې ته مخ وو او حېران وم چي څه به کېږي.

دا څه د باغ ګېټ اوس هم بند وو. يو ځل مي بيا زړه وغوښت چي و ې ټکوم ،کېدي سي چي نن دننه څوک وي او راسي ،خو چي داسي مي د کوڅې په لور وکتل ،نو باغ ې راڅخه هېر کړي.نن بيا کوڅه په شپږ سرو حسينو ښايسته وه . اوس مي زړه لاندي ولوېدي او پښې مي مړې سوې چي څنګه به پر مخ ورځم.

دا څه نن شپږ سره د خپلو کورونو ومخته په چوکيو نه وې ناستي ،بلکه ولاړي وې او ولاړي هم داسي لکه زما په انتظار چي وي. واه نن خو ې جامې هم تر پرون زياتي ښکلي او ګران بېه وې، خو نن هغوي د تېري ورځي په شان نه وې ، بلکه په څهرو ې خوشحالي او خندا له ورايه ليدل کېده لکه زما په انتظار چي وي. اوس زه په ګېټ کښي ولاړ حېران سوم چي څه وکړم.يو وار مي زړه وغوښتي چي ځني وتښتم، بيا مي زړه ويل چي کاشکي بوډۍ راغلي وه او زه ې بيولي واي،خو پاي په خپلي بې همتۍ شرم راغي او ورمخته سوم.

لنډه دا چى په يو چم مى تر كوره ځان ورسوئ ، خو دا څه بوډۍ په دروازه كښى راته ولاړه وه چى له دغو مردارانو چى راتېرېدې ، نو وماته دى ولى نه كتل او ورو ورو را روان وې ، څه له دوئ سره دى زړه ډېر غوښت كه ئې داسى شوقى ئې ، نو ورسه يو وار د يوې مېلمه سه بيا د بلى ، هلكه ما اوس لا درته ووئيل چى ستا وزم د سم سړى نه ښكارى ، بېګاه چى دى ددوئ دريې اورېدلى وې ، نو نن به ئې ټوله ورځ په نشه كښى هم ډوب وې .

زه حېران سوم چى و دغى لېونۍ زناني ته څه ځواب وركړم.

بل دا چى څه قيامتونه وو چى پر ما خوار تېرېدل . اول له هغو بلاو را تېرېدل او بيا په برناحقه ددغى بې مغزو بوډۍ خبرى اورېدل ، بس دغسى په بېټك ننوتم .

دلته بيرته د اناګو پوښتنى سوې چى مخ ئې دا مهال زيات سور وو ، بلكه په شنو سترګو كښى ئې له خشمه سور ګشتى هم زياته وه چى تا و دوئ ته وكتل ، نو كومه يوه زياته ښكلى وه ، يوه دى خوښه هم سوه كه يه ، څه چمونه ئې درته كول او نن شپه خو به زياته درنه وى او دېر پام به ورسره كوې.بوډۍ په رښتيا د مغزو له خوا سمه نه وه ، بس چپه رپه ږغېده. كله چى ئې ډوډۍ راوړه نو لا لګيا وه چى بېګاه دى خوب كوئ ، نو په خوب كښى خو به دى هم دوئ ليدې ، ښه نو څنګه خوبونه دى وليدل ، كومه يوه دى زړه ته تېره وه او مجلس دى ورسره وكړئ ، كومى زيات متاثره كړې .آ ښه ددوئ په دريو او بدلو كښى خوب هم دراغئ يا كه ئې په جادو كښى ويښ وې تر سحاره . ما بوډۍ ته ځواب نه وركوئ او په خاموشۍ مى ډوډۍ خوړه ، خو اوس بوډۍ په خشم سوه چى ته ولى حال نه واې ، بېګاه په خوب كښى هغو جادوګرو نور څه جادو درباندى كړئ وو . دوئ خو داسى كوډګرى دي چى څوك ووينى ، نو بيا ئې په خوبونو هم ننوزى او لېونتوب ورته كوى . كه رښتيا ووايم ، نو وماته بوډۍ هم لېونۍ معلومېده او هغه زنانى هم سمى څه چى د بل جهان مخلوق راته ښكاره كېدې او حېران وم چى دا و څنګه دنيا ته راغلم ، ما خو كله داسى سوچ هم نه وو كړئ . بس دا مى په زړه كښى راوست چي نن شپه به كوم ، خو سحار به تښتم .

اوس چى كله په بستره كښى پرېوتم او بتۍ مى مړه كړه ، نو د دروازې دربئ سو ، بوډۍ بيرته په خونه را ننوته او سمه د هغى دروازې په خوا ولاړه چى دباندى كوڅې ته خلاصېده چى كونډۍ ئې سمه ده او ماتېږى خو به نه او بيا ئې څو ځله دروازې ته جټكې هم وركړې چى كونډۍ خو به ئې نه سى ماته . كله چى وته نو ئې پر ما ناره كړه چى هلكه ويښ ئې ، خو ما ځواب نه وركړئ چى د شپې به له دغو بلاو سره ډېر پام كوې .

زه دېر ستړئ وم ، ځكه نو يودم خوب راغئ . د شپې ډوب ويده وم چى په غوږو كښى مي دربئ غوندى سو او سترګى مى خلاصى سوې . دا څه د بېټك دروازه چا كرار كرار ټكوله .

“اې دروازه خلاصه كړه ، موږ ډېرى ښائستې ښځى يو ، خورا مو ځانونه سنګار كړى دى ، مجلس مو هم ډېر ښه زده دئ ، شپه مو خپله ده ، په دغه نيت خو درته راغلى يو ، ته خو د لږ ګړى دپاره دروازه خلاصه كړه . ما به اوس فكر كوئ چى څه به كوم چي دغسى د خندا ږغ سو او بيا د پشو دربئ سو ، لكه شپږ سره زنانى چى راغلى وى او بيا بيرته په منډه له هغه ځايه ولاړى سى .

ما به اوس د ويدېدلو تيارى كوله چي دروازه بيرته وټكېدله او د يوې بلى زنانى خوږ ږغ مى تر غوږه سو چى ګرانه ، عجبه ده تا لا دروازه نه ده خلاصه كړى . ته خو مو يو وار وګوره چى څرنګه سنګارونه مو كړى ، درته راغلى يو، آځه كه دروازه نه خلاصوې ، نو درڅخه ولاړو ، د خدائ په امان . دا ډول بيرته د ټولو نړۍ نرۍ خندا سوه او منډه ئې كړه .

اوس زه حېران سوم چى دا څه پيكړه راته جوړه سوه ، خو بوډۍ زما په خيال ويده وه ، ځكه دواړه واره د ښځو په راتګ نه سوه خبره او نه راغله . يو ساعت خو ويښ وم ، خو بيا بيرته ستړيا او خوب راباندى زورور سو او ويده سوم . نه يم خبر چى اوس څومره ويده سوئ وم چى بيا مى د دروازې په كرار كرار ټكولو سترګى خلاصى سوې . اوس هم توره دربيله وه . دغه مهال چى ما كوم ږغ واورېد ، دغه ناولد وو چى ګوره ته داسى مغرور ئې چى ګرسره موږ په خاطر كښى نه راولې ، په دغه خو موږ درڅخه ځو ، بيا به ګرسره نه درته راسو موږ چى وئيل ، ته به زموږ دوست سې ، خوز ملګرئ به سې ، خو ته مو ګرسره په باك لا نه راولې .

اوس ټولو كټ كټ وخندل چى واه مغروره قربان دى سم . داسى معلومېده لكه هغوئ چى په يوې صلاح وى . له دې سره سم د هغو دربئ سو ، منډى ئې سوې چى ږغ ئې ورو ورو لېرى كېدئ .

ما چى وئيل بوډۍ به نه وى خبره سوى ، خو اوس بيا په دربى دروازه خلاصه سوه او هغه راننوته .

بوډۍ نن زياته خشمېدلى وه ، سترګى ئې له ناخوبۍ تكى سرې وې ، سر ئې ببر وو او مخ ئې داسى سور وو لكه فشار خون چى ئې خورا ډېر زيات وى . يو دم ئې خله داسى راباندى خلاصه كړه لكه ټوله ملامتيا چى زما وى .

“بيا بې شرمى درته راغلې ، بيا ئې په انتظار وې . ته وا زه نا خبره وم ، درې واره ې دروازه در وټکوله او زما ښه درباندى غوږ وو. ته ې هم ډېر شوقين ښكارې ، كه ئې شوقين نه وې ، نو ځواب به دى وركړئ وو . دا راښيه چى ځواب دى ولى نه وركوئ .”

زه حېران وم چى دغى بلا ته بيا څه ووايم .

هغه پر له پسې ږغېده چى آهو ، يو وار ئې څه وئيل ، بيا ئې څه ، درى سره ځله مى ددغو ښامارانو هر څه په خپلو دغو ګناه ګارانو غوږو واورېدل او زړه مى غوښت چى لکړه پسى واخلم او ښه ئې وډبوم ، خو مازى ددې په انتظار وم چى ستا له دوئ څخه څومره بد كېږى ، خو هلكه ستا له وزمه دا ښكاره كېده چى ستا له دغو بد نه كېدل . زما زړو كرايه دارانو هم دغه چمونه كول او پائ مى پسى واخستل ، ته خبر ئې چى خلګ وماته وائ زوروره انا او زما عمر تر سلو كالو هم زيات دئ . لكړه دا ده مخامخ ښكاره پرته ده ، په كار ده چى تا پسى اخيستى واى او پسى تللئ وائ، خو تا داسى نه وكړل . نه يوه خبره راښيه چى دوئ چى نارى درته وهلې ، و تاته ئې په رښتيا خوند دركوئ ، په حقيقت سره ې ږغونه خواږه وو . ماته خو ددوئ ږغونه د پيښيانو معلومېدل ، د بدو او جنګېره پيښيانو ، ستا بيا څرنګه خوښ سول .

بوډۍلکه لېونۍ ږغېده او د خبري سر او پاي ې نه وو ، لکړه ي په لاس کښي وه او و ماته داسي معلومېده لکه زما پر سر چي به ي را سره کړي. بس زه په بستره کښي ناست وم او په حېرانتيا مي ورته کتل . بيا بوډۍ دغسي د کوڅې دروازه خلاصه کړه او دباندي ور ووتله چي زه به نن دغه لرګي پر دوي ماتوم او له دغي کوڅې به ي پسي اخلم چي ددغو ښامارانو په سترګو کښي هيڅ اوبه نسته، خو څرنګه چي دروازه خلاصه سوه ، هم دغسي په خونه د باد تازه څپه راننوته او له دې سره سم د دريو او خورښادۍ ږغ زما تر غوږه سو. اوس زه دغسي په بوډۍ پسي جګ و غورځېدم چي دا نه وي په لرګي څوک زنانه خوږ کړي .

دا څه دباندي بيا يوه جلا ښکلي دنيا وه.يو غټ څراغ په منځ کښي پروت وو، دښپږ سرو زنانو په لاس کښي غټ غټ تمبلونه وو، د يوې دايرې په صورت کښي ې اتڼ ورباندي اچولي وو او په ګډ ږغ کښي ې يوه ښکلي سندره په خله وه. بس داسي ښکاره کېده لکه ښاپېرياني چي ناڅي او دغي نندارې سم سړي لېوني کوي. عجبه ده زه ددغو حورو په اتڼ کښي ډوب وم خو د بوډۍ سترګي په ما کښي وې. بس دغسي ې له لاسه ونيولم چي ډېر خوند درکوي،ددغو بلاؤ اتڼ ،درځه دننه ، په بېټک ې ننه ايستم او دروازه ې په زوره بنده کړه.

اوس بيا د بوډۍ لغازونه سول ، که څه هم هغه زنانو ته نه سوه ورتلي او نه ې پر ما څه کولي سو ، خو د فشار خون له سوبه ې مخ ډېر زيات سور وو او بيرته په پوښتنو وه چي دغو بې حياو ډېر خوند درکوي،اتڼ ې ډېر خوندور وو ، دېري ښې رخصېدې ، زما درباندي پام وو او په کسده مي ايله کړي وې . بل په بدلو خو دي ښه خوند اخيستي وو، د بل چا سندري هم دغومره خوند درکوي، لېونتوب او ښايست خو ې زيات اثر درباندي کړي وو . نه ومه خبره چي ښځو ته به داسي کپڼۍ اخلې . کمال دي زوروري انا عجبي عجبي ناجاړي خبري کولې. زه په خپل ځاي حېران وم چي دغه زنانه له مغزو خلاصه ده او څه ځواب ورکړم . دا ډول هم مي په خاموشۍ ورته کتل او هم په دې فکر وم چي څه دا ځاي په رښتيا پرېږدم .

اوس چي زما له خوا څه ځواب نه ورغي ، نو بوډۍ پښې ټکولې او له خوني ووته ، خو بيرته د دروازې درزي سو او په بل مخ را ننوته چي هلکه دا زما د خبرو ځواب دي ولي نه کړي را ،څه زه ناسياله درته ښکارم ، ولي دي د زړه حال نه ووايه ، د زړه په حال مي شريکه کړه چي سر در خلاص کړم کنۍ د زړو کرايه دارانو غوندي به وتښتې او زه نه غواړم چي ستا غوندي شريفه کرايه دار را څخه ولاړ سي . اوس چي ما څه ځواب نه ورکړي ، نو بوډۍ ته زيات خشم راغي او په دربي بيرته له خوني داسي ووته لکه له ما څخه چي ډېره مايوسه سوي وي .

سحار کوڅه بيا خالي او تښه ولاړه وه،زما په خيال ډېرو بدلو او اتڼ زناني ستړي کړي وې ،ځکه ې نو د کورو دروازې بندي وې او په خواږه خوب ويدې ښکاره کېدې ،خو کله چي له باغه تېرېدم ، نو تېزي خوشبوي ې داسي سپېلني کړم چي ګرسره ې بورا را څخه جوړ کړي چي د باغ شاوخوا په منډو سوم چي کېدي سي ، يو ځاي په دېوال کښي داسي چونونه وي چي و باغ ته ور واوړم ، خو داسي مات ځايونه مي چېري هم نه وموندل .دا رنګه اول خو په خپلي بې وسۍ ژړا راغله، خو بيا مي ويل چي ياره افسر سړي ې ،ځه دفتر ته ، که چا وليدې ، نو د لېوني خيال به ې درباندي راسي.

ټوله ورځ په دفتر کښي کار خوند نه راکوي .رښتيا وايم چي دغو دوو شپو ډېر بې سکونه کړي وم . پاي مي فېصله دا وکړه چي د نن دوزخي شپه به لا تېروم او سحار هوټل او بيا نوي ځاي به لټوم ، ولي چي جامې او نور سامان مي لا د انا کره وو . دا د جادو په پراسراره دنيا کښي زياتي نه سم اوسېدي .

ماښام وخت چى څنګه كوڅې ته ورغلم ، نو د باغ خوشبوى بيرته لېونئ كړم ، خو نن پر ما د پخوا قيامتونه نه سول تېر ، ولى چى بوډۍ د كوڅې له ګېټ سره زما په انتظار ولاړه وه او په لاس كښى ئې خورا بده لمده لښته وه . هغې چى څنګه زه وليدلم ، نو دغسى ئې له لاسه ونيولم او د خپل بېټك په خوا ئې روان كړم .

نن ټولى حسينى بيا په سنګار مستى وې او زلفى ئې په وږو خورې وې . بس كوڅه د پرستان په شان وه او خوب معلومېده . دا مهال تولو په مسكۍ سترګو راته كتل ، خو زما لاس لكه د ماشوم بوډۍ تينګ نيولئ وو او پر مخ ئې داسى روان كړئ وم لكه تګ چى را زده كوى .

دا څه ، هغو ټولو بوډۍ څېړله چى اناګو خپل وختونه خو دى تېر كړل ، اوس دى پر موږ سترګى سرې دى . اى وخورې دغى بدى سترګى چى لكه د روو هر وخت څركى او د يو څه په لټون وى . دا ډول ټولى پخپل ځائ ولاړى په ګډ ږغ پر له پسې په بوډۍ پسى په نارې وې ، خو هغه هم كمه نه وه ، بلكه لښته به ئې پورته كړه چى په دې به مو طبيعت در برابر كړم .

په داسى حال كښى ما چى به سر لوړ كړئ ، نو هغې به خپلى شنې سترګى راباندى سرې كړې او زياته به وخشمېده چى مه ورته ګوره ، اوس په سترګو پړونئ در وتړم .

ما چى به سم دلاسه سر لاندى كړئ ، نو ټولو ښکلو به په زوره را پورى وخندل . دا ډول يو د قيامت خولې وې چى پر ما توى سوې ، په څه خواريو له هغه ځايه را تېر سوم او بېټك ته مى ځان ورسوئ .

دلته بوډۍ څه نه وئيل او له خونى ووتله . اوس و ماته خشم راغئ چى دا څنګه ژوند دئ . دلته د بوډۍ عجبه له منته ډكه رويه او بلى خواته د زنانو تنګول او د هغو پراسريت .

لږ ګړئ لا نه وو تېر چى بوډۍ بيرته په خندا په خونه راننوته چى په پتاناسه كښى ئې د اوبو ډك جګ او ګلاس رااخيستئ وو ، خو زما طبيعت ډېر خراب وو چى هسى به خله ورباندى خلاصوم چى ته څوك وې چى د زنانو ومخته دى خشمونه راته كول او شرمنده كول دى . كه ته داسى زوروره ئې ، نو دغى مستى له مستۍ راګرځوه او څه نصيعت ورته وكړه ، كېدئ سى چى په لاره سى . ما خو داسى پوه كوې ، ددوئ په وار ستا پوهنه څه سى .

زما دا نيت هم وو چى بوډۍ ته به وايم چى دغه دلته زما اخيرنۍ شپه ده او صبا به زياتى درڅخه ځم ، خو اوس په هغې كښى عجبه بدلون وو ، مسكا ئې په مخ خوره وه او تندئ ئې ورين وو چى زما ټول خشم د ځګ په شان واولوت .

يو ساعت لا نه وو تېر چى له خوندورو خوړو سره بيرته راغله او په خندا وه چى كه څه هم زه له دغو مردارانو سره هيڅ شناخت نه ساتم ، خو نن دى ټولى يو ځل بيا وليدې ، دا راوښيه په دوئ كښى كومه يوه ښائسته وه او په تا ئې اور ولګوئ ، لكه بورا وئې كړولى ، انا به ئې صبا صبا در كوردارى كړى ، بس هر څه كوئ سم ، خو ته هسى ږغ وكړه ، چپ ولى ئې ، ګونګئ خو نه ئې . كه دى سمى نه دى ليدلى ، ور به سم ، خواست به ورته وكړم ، په دغى تيارې كښى به ورسو ، ته به ئې ښه ووينې چى خوښه دى سوه ، بس صبا صبا به ئې در كورداري كړم . هم به د نورو ښځو له بدو راوګرځې او هم به دى مېرمن خدمت كوى ، زما به لا ساعت ورسره تېر وى . اوس خو نو زما او ددوئ د سپى او د سړى ده .

بوډۍ عجبه خبره راته وكړه او زه حېرانه سوم چى څه ځواب وركړم ، ولى چى له دغو بې آبو سره چا عقل مند ژوند تېروئ سوائ چي څوک ې بس رخصوي.

ما چى بوډۍ ته په خشم ووئيل چى دغى ټولى د دوزخ په شان دى او زه په دوزخ كښى ژوند نه سم تېروئ ، نو هغه ډېره خوشحاله سوه ، دغسى ئې زما تندئ ښكل كړئ چى د نر زوئ ئې ، بس ستا له خلې مى دغه ځواب اورېدئ ، بس زه او ته دواړه يو رنګه يو او له دوي نفرت کوو . دا ډول هغه په خورا ښه زړه په خندا خندا له خونى ووته لکه د هغو خطرناکه دښمنه چي وي.

د شپې په يو درب زما سترګى خلاصى سوې . دا څه زنانو د بوډۍ په كور بريت كړئ وو ، مخامخ په خلاصى كړكۍ كښى هر څه سپين صفا ښكاره كېدل چى هغو بوډۍ په تڼاو تړلى ده ، لاسونه او پښې خو پرېږده ، بلكه په ټول بدن ئې پنډه رسۍ ور پېچلى ده او لګيا دى چى داسى ئې بې وسه كړى چى هيڅ لاس و پښه نه وغورځوى . ما به اوس سرائ ته منډه وروهله چى دغسى په درزى سره شپږ سره په خونه راننوتې ، پر ما راوغورځېدې او لكه ښپږ پيښيانى زه ئې داسى بې وسه اوقابو كړم لكه موږك .

دا ډول ټوله شپه ددغو پيښيانو وه او زه وم چى كله به د يو بې وس خاڼى په شان يوې پرله رااوړولم ، كله بل . كمال دئ ډېر توان من بدن مى وو او دغه ټوله ظلم او بد مى په ډېره كلكه زغمئ .

په داسى حال كښى به بوډۍ نارى كړى چى خوارو خستو ولى حال نه راكوئ ، هلك اوس د چا په قبضه كښى دئ ، پام كوئ چى خوږ ئې نه كړئ . دا ډول به هرى پيښى چى زه به ئې قابو كړئ وم ، ځواب وركوئ چى زما او وروسته به بوډۍ وژړل چى مردم ازارى ياست ، څه څه ورسره کوي خو حال وواياست. هغه ګرسره نه چپېده او كمال دئ نه زنانو بد ځنى وړئ .

بيرته به ې ناري کړې بېران خو نه سو ، د ساه غوټې خو نه وهى ، خو قبضه ګرى زنانى به ځواب وركړئ چى نه كلک دئ او زه ئې له مځكى مځكى وم ولى چى داسى د خوند ښكلئ مى تر ننه نه وو ليدلئ . بوډۍ به په ژړا ووئيل چى اوس څوك ور څرمه سوه ، حال راكړئ ، خوارى خستې سۍ ، ولى مى سترګى پټى دى او دا ډول به بيا ځواب ورغۍ . عجبه ده دا مهال هغى ځوانى جهانى په داسى بد حال نه وې لكه بوډۍ چى په پوښتنه ئې پوښتنه كوله . كه څه هم د بوډۍ دغه رويه د حېرانۍ وړ وه ، خو پر ما بريد داسى بد وو چى زه ئې ګرسره و فكر ته لا نه ايله كولم .

په داسى حال كښى خبر نه يم چى كله زه بې هوشه سوئ وم . سحار چى مى سترګى خلاصې سوې ، نو ګهيځ مهال وو .

سرائ ته چى مى ورمنډه كړه نو سرائ تش ولاړ وو . هر ډول نارى مى وكړې ، خو بوډۍ نه وه . کمال دي پخوا به ې ناشته راوړه ، خو نن هيڅ هم نه وو . زه حېران سوم چى دا څه سوه . دغسى چى دباندى و كوڅې ته ورووتلم ، نو د شپږ سرو كورو دروازې خلاصى وې ، په كورونو كښى داسى هيڅ څوک نه وو لكه ټولى چى په شپه شپه بار سوى وې .

دا مهال خبر نه يم چى پر ما ولى يوه بې خودى او نشه وه لكه خوب چى وينم يا مى ليدلئ وى او هغه داسى ښكلئ خوب وى چى تر دې دمخه ما كله هم نه وى ليدلئ .

دغسى د سحار د باد يوې داسى زورورى څاپېړى پر مخ ووهلم چى و ئې شورولم او بيا يوه زوروره خوشبوى وه چى زيات ئې ولړزولم . اوس مى مخامخ له زرغو او مستو ونو ډك باغ تر سترګو سو چى ظالم باد داسى لوبې ورسره كولې لكه بېګاه چى له ما سره سوى وې .

اوس دغسى مي په لېونتوب د باغ په خوا منډى كړې . كه څه هم كوڅه اوږده وه ، خو د سترګو په رپ كښى بيا باغ ته ورورسېدلم چى نن خو به و دغه خوشبوداره باغ ته په هر حال كښى ور اوړم .

واه ، عجبه ده نن د باغ ګېټ خلاص ولاړ وو او زه هم دغسى ورننوتم . باغ نه وو چى يو خوب وو . دومره غټ ، ښكلئ او له رنګينو ګلان ډك . هرى خواتې فوارې او زرغونې درختى . په منځ كښى د سنګ مرمر لارى . حېران وم چي دا زه چېري راغلم.

اوس زما سره دوې لانجې وې چى نورى زنانى خو به تلې چى ولاړې ، خو بوډۍ ولى نه وه ، څه په زوره ئې بيولى وه يا په خپله تللى وه . بل دا بېګاه ئې له زنانو عجبه پوښتنى نه كولې ، حالانكه هغو دا تړلى وه ، خو ټول حال به ئ ورته وايه او بد ې نه ځني وړل ، دا څرنګه دښمنى وه او څه بل ډول رويه وه . رښتيا وايم د بوډۍ بېګاه په يو يو ګام دلچسپى ولى وه . دغه عمر او داسى پوښتنى . څه دا د مړې او شتمني بوډۍ يوه لوبه خو نه وه . بالکل و ماته دا هر څه د بوډۍ لوبه را ښکاره سوه . عجبه ده په دې عمر کښي هم څوک ددغه مزاج وي .

بلى خواته خوشبوى نه راته معلومېده چى له كومه ګله راځى ، ولى چى د باغ يو يو ګل مى بوئوئ ، خو هغه به بې خوشبويه وو او زه لكه بورا كله به په يو ګل ونيښتلم ، خو كله پر بل او خپل منزل په لاس نه راتلئ .

پائ هغه ګل ما وميندئ چى دغه زوروره خوشبوى ځنى راولاړېده چى له دغو څو شپو څخه ئې زه لېونئ كړئ وم .

دا يو ښکلي غټ پټ سورګلاب وو چى د باغ په پائ كښى د سپينو سنګ مرمرو په يوې ډېرى قيمتى ګملې كښى ولاړ وو . ما دغسى د هغه ښکلى او خوندور ګل په خوا ورمنډه كړه او تر ډېره مى لكه لېونئ بويوئ او په خوشبوى ئې نه مړېدم . کمال دي د يو ګل خوشبوي په ټوله باغ زوروره وه .

پاى چى مى زړه لږ تسلى سو ، نو د يو ساعت دپاره ځنى لېرى سوم ، خو بيا چى مى لاندى په سپينى ګملې سترګى ولګېدې ، نو حېران پاته سوم چى ورباندى ليكلى وو د زورورى انا په نازك لاس لګول سوئ سل كلن ګلاب .

پائ   جون كال دوه زره څورلس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *