هغوی نن ډېره لویه کارنامه ډېره اسانه سرته رسولې وه او له قومندانه يې د ډېر څه هیله لرله، خو د هغه په ليدو دوی هم اندېښمن شول.
یوه زړه وکړ : صېب! څه شوي؟ تا چې څه غوښتل هماغسې وشول.
ـ زه پوهېږم هرڅه موښه ترسره کړل، خو ستاسو د ګاونډ ملګري نه دي توانېدلي، چې د خلکو مخه ډپ کړي.
یو وچ ځوان چې شخو برېتونو یې په خلکو اثر غورځولو وویل: صېب! موږ یوازې ددې ځای مسوليت لرو، دا د هغوی ګناه ده، تاسو باید اندېښمن نه شئ.
ـ تاسو احمقان یاست، پدې نه پوهېږئ چې زموږ پاچاهي له منځه ځي، بیا به د یوې مړۍ ډوډۍ پسې منډې وهو، د خلاصون لاره به رانه ورکه شي، د جنګ لمبې به داسې تودې پاتې نه شي، د هر چا په څېرو به د خوښۍ نښې راڅرګندې شي، خو موږ به له خوښیو بې برخې شو، حساب کتاب به راسره وشي، دا د اندېښنې خبره نه ده؟
د غره بېخ ته ډډه وهلي ځوان چې له څېرې یې جرئت په ډاګه کېده، ځان رانېغ کړ: قومندان صېب! دا خو د اندېښنې خبره نه ده چې تا په موږ اسمان راښکته کړی، تا سره د تيمور په شان غلام شته چې په زنده سرو یې سترګه نه سوزي، تیمور په فاتحانه انداز نورو ملګرو ته وکتل.
تیمور یقیني و چې په خپلو خبرو به د قومندان اندېښنه لرې کړي، خو هغه داسې څه وویل، چې د ټولو خولې ورته وازې پاتې شوې، دا خبرې ټولو ته نوې وې :
موږ دلته د خلکو په سترګو پردې اچولي او خپله پاچاهي کوو، خو د هغه په راتللو سره به د خلکو له سترګو پ��دې لرې شي او موږ به له پښو وغورځوي، هغه خبرې بندې کړې، ټولو سترګې په ځمکه خښې کړې وې هغه یې له څېرو جاج واخېست، بیا یې پسې زیاته کړه:
که هغه ختم نه کړو داسې یو څوک به زموږ مخ ته ودروي، چې هغه به لکه باد هره خوا په یوه شېبه کې رسېږي او خلک به پوهوي، هغه د علم باد دی، ناپوهي له منځه وړي، موږ به له ماتې سره مخ شو، موږ د علم د مقابلې وس نه لرو.
د تیمور سترګې سرې شوې، لکه د قومندان په خبرو یې چې وینه خوټکېدلې وي:
ـ صېب! ستا امر څه دی؟
ـ له ما څخه د فکر کولو توان تللی، زه نه پوهېږم… زه نه پوهېږم.
قومندان په تندي لاس تېر کړ: هغه به لکه د لمر د وړانګو په مخ ځي او هېڅ مانع به نه مني.
ځان غوښتونکي ټول سره غونډ شول او د رڼا تر راتلو مخکې يې د هغه د مرګ په پلان جوړولو شروع وکړه.
له څه وخت پس پسک وروسته تیمور په جذبه شو: زه نه پرېږدم چې تیارې له منځه لاړې شي، بیا یې اړخ ته پرته د راکټ مرمۍلاس کې پورته کړه: زه قسم خورم چې په دې مرمۍ مې د رايو د مرکز نوم ولیکلو.
قومندان خوشاله شو، تیمور يې په ولي وټپولو، ژوند ی اوسې، زمری یې زمری.