د شنبې په ورځ یوځل بيا افغانانو ثابته کړه، چي ملي احساس يې پياوړى او پر خپل راتلونکى سخت باور لري

افغانان له اندېښنو، ګرمۍ او ستړيا سره د رايو مرکزونو ته ولاړل، په لين کي منتظر سول او بالاخره په ډېره سړه سينه يې د خوښي کاندېد ته رايه ورکړه.

له خبريالانو سره د خبرو پرمهال سپين ږيرو، ځوانانو او ميرمنو د دې يوې خبري يادونه کوله، موږ رايه ورکوو، ترڅو هيواد مو ارام او خلک مو خوشحال سي.

له دې څخه معلوميږي، چي هيوادوال مثبت تغير غواړي، داسي تغير چي په هغه کي په رښتيا سره د دوى برخليک د نېکمرغۍ پر لور حرکت وکړي.

د همدې موخي پربنسټ افغانان بېله ډاره راووتل او خپلي رايې يې وکارولې.

تيره ورځ د افغانستان په تاريخ کي يوداسي ورځ وه، چي افغانان په لومړي ځل يو داسي ولسمشر ټاکي، چي نوم به يې حامد کرزى نه وي.

حامد کرزي نږدې ١٤ کاله حکومت وکړ، خو دا ځل يو داسي ولسمشر ټاکل کيږي، چي نوي طرحي، نوي پلانونه او نوي خبري به له ځان سره لري.

داځل بايد د افغانانو رايو ته په درنه سترګه وکتل سي او په رښتيا د پاچاهي لايق هغه څوک وګڼل سي، چي د خلکو اکثريت يې غواړي.

د خلکو اکثريت سوله، ارامي او د هيواد سمسورتيا غواړي او دا هيلي هغه وخت پوره کيږي، چي د افغانانو رايو ته په بشپړه ډول يې د ملي احساس درناوى وسي.

په کندهارښار او زياتو ولسواليو کي ٢٣٤ د رايي ورکولو مرکزونه د خلکو پر مخ پرانيستى وو، يوازي لس د رايي مرکزونه د ليري والي او ناامنيو له امله تړلي وو.

مسؤلين ويل، ياد مرکزونه اکثره په هغو ولسواليو کي موجود دي، چي له ښاره ليري د پاکستان پولي ته څېرمه پرتې دي.

امنيتي ځواکونه هم په ستايلو ارزي، چي د تير په څېر يې خپل سر په ورغوي کي واخيست، خو خلکو ته يې موقع مساعده کړه، چي د امنيت په فضاء کي د رايې ورکولو مرکزونو ته ولاړل او د خپل ملي احساس څرګندونه يې وکړه.

تراوسه د ټول هيواد په کچه تر دوه سوه زياتي درغلۍ ثبت سوي او کيداى سي، چي دا درغلۍ نوري هم زياتي سي، خو په کار ده، چي يادي درغلۍ او نوري ورته درغلۍ په پام کي ونيول سي، ځکه که چيري درغليو ته غور ونه کړل سي ، نو په اصل کي د خلکو رايو او ملي احساس ته په درنه سترګه نه دي کتل سوي.

د روان کال د غبرګولي ٢٤مه يوه داسي تاريخي ورځ ده، چي هيڅ بايد هېره نه کړل سي، ځکه په دې ورځ خلک د دويم پړاو ټاکنو ته ولاړل او په ورين تندي يې د ځينو اندېښنو ترڅنګ رايې وکارولې.

موږ په تاريخ کي ځيني داسي ورځي لرو، چي د ځينو يادونه کوو او ځيني بيا هېروو، په کار ده، چي دا تاريخي ورځ همداسي په ياد وساتل سي.

ويښ ملتونه خپل ملي ورځي او ملي مشران هيڅ وخت نه هيروي، ځکه هغوى پوهيږي، چي په دغه ملي ورځو د دوى ملي مشرانو د دوى د برياليتوب لپاره ډېري هلي ځلي کړي او دا د هغو هلو ځلو برکت دى، چي په يو ارام او پرمختللي هيواد کي د خوښۍ سا اخلي.

افغانان يادي ټاکني پر نېک فال نيسي او له خدايه غواړي، چي د دې ټاکنو په برکت د هيواد ټول وګړي پر يو ټغر سره راټول او هيڅوک کوم چا ته په هيڅ ډول د ( ولي ؟) تندى تريو نه کړي.

په دې هيله، چي نور د مخالف وسلوال په نامه کوم هيوادوال ونه لرو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *