تاند- د کندهار ولایت چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو په یوه ماین د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي او بل ټپي کړی دی.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي ادارې له خبرپاڼې سره سم، په دې پېښه کې چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د سپين بولدک ولسوالۍ د سرکار ویالې په سیمه کې وشوه، یو پلار او د هغه دوه زامن ووژل شول او بل ماشوم ټپي شو.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ماین وسله والو طالبانو ایښی و خو د عامو خلکو یو سوزکي موټر یې ښکار شو.

د ملکیانو ژوند ته د پام کولو په باب د طالبانو د مشر ملا عمر اخوند له بیا بیا سپارښتنو سره سره د دې ډلې د غړیو له لوري د امنیتي ځواکونو په لارو کې اېښودل شوي ماینونه عموماً عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *