تاند- د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس یوسف نورستاني د دغه کمیسیون د دارالانشا د ريیس د لېري کولو په اړه د عبدالله عبدالله غوښتنه رد کړه او هغه یې غیرقانوني وبلله.

ښاغلي نورستاني نن /دوشنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل:«ښاغلي امرخېل کوم غیرقانوني کار نه دی کړی او نه څوک د نوموړي پرخلاف داسي ثبوت او سند لري چې ثابته کړي امرخېل کوم ناسم کار کړی دی.»

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس یوسف نورستاني دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې عبدالله عبدالله تېره شپه خپلو پلوي رسنیو ته په خبرو کې د امرخېل د لېري کېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي نورستاني له عبدالله عبدالله وغوښتل چې که کوم سند لري رامیدان ته دې کړي، دوی ته دې وښيي.

د انتخاباتو په ورځ کله چې امر خېل غوښتل چې د کابل ختیځ ته، چې رایپاڼې پکې خلاصې شوې وې، رایپاڼې ورسوي، د کابل د امنیه قومندان له لوري راوګرځول شو او ورته وویل شول چې له ده سره له همږغي پرته ولي رایپاڼې بل ځای ته وړي.

خو امرخېل وايي چې دا کار یې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رييس او کمیشنرانو په سلا کاوه او مخکې تر مخکې یې د کورنیو چارو وزیر له موضوع خبر کړی و.

د کابل امنیه قومندان وروسته د خپل کار د توجیه کولو لپاره وویل چې دا یو سوتفاهم و. خو د ده دا کار سبب شو چې د سروبي ولسوالۍ او د کابل د ختیځ په لسګونو زره خلک د رای ورکولو له حقه محروم شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس دا قضیه د خپل کمیسیون پرخلاف یوه دسیسه وبلله.

ده وویل چې په ښار کې د رای ورکولو مرکزونو ته د رایپاڼو او نورو حساسو انتخاباتي موادو د لېږدولو لپاره د پولیسو بدرګې ته اړتیا نشته.

ده زیاته کړه:«د انتخاباتو په ورځ د کابل ښار په نورو سیمو کې لکه ۱۳ ناحيي، ۸ ناحيي، ۶ ناحيي، ۱۱ ناحيي، ۱۵ ناحيي، ۱۷ ناحيي کې چې رايپاڼې خلاصې شوې وې کمیسیون حساس مواد هلته رسولي او د پولیسو بدرګه یې نه ده غوښتې.»

ښاغلي نورستاني زیاته کړه، دا حساس مواد د کابل له ولایتي دفتر د ټاکنو مرکزي کمیسیون ته په لاره وو، چې پولیسو  یې مخه نېولې او له کمیسیون باید د سروبي ولسوالۍ ته لېږدول شوي وای.

ښاغلي نورستاني زیاته کړه، مواد د ټاکنو د کمیسیون په مخکې درول شوي وو.«د کابل د امنیه قومندان دا ادعا چې دا مواد د درغلۍ لپاره وړل کېدل، ردوم، دا یوه توطئیه وه، امرخیل ور وتی وو چې د پولیسو بدرګه ورته پیدا کړي، دوی دا کار و نه کړ، بیا ۳ نیمې بجې شوې، نو موږ پرېکړه وکړه چې مواد ورسوو ځکه وخت ناوخته و.»

ښاغلي نورستاني د دې قضیې په پلټنه کې د هغو نړیوالو څارونکو د ګډون غوښتنه وکړه چې د افغانستان د انتخاباتو د څارنې لپاره هیواد ته راغلي دي.

0 thoughts on “نورستاني د عبدالله تور رد کړه او هغه یې یوه دسیسه وبلله”
  1. اوس چی انشاالله دوی بایلونکی او د تحول او تداوم ټیم ګټونکی دی نو خامخا به دسیسی جوړوی. د خپلی ناکامۍ لپاره خو به په درواغو څه دلایل جوړوی

  2. اسلام علیکم لومړی د تاند کارکوونکو ته سلامونه تقدیم کوم بعد له سلامه غواړم دا ووایم چی مرده عبداله غټی درغلی کړی او پټی یی ندی کړی ښکاره او په زور یی کړی باید عبداله ته د انصاف تله په راتلونکو انتحاباتو کی د بیا ګړون اجازه ورنکړی خو نن صبا څوک خپل حق غوښتلی شی افسوس.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *