له ولسمشرۍ ماڼۍ سره نېږدې باوري سرچینې نن سهار (دوشنبه د جوزا ۲۶) په ارګ کې د یوې له اضطرابه ډکې غونډې خبره کوي.
د ولسمشر لومړی مرستیال غونډې ته راغی. په غیر عادي ډول یې سترګې هرې خوا ته اړولې. حرکات یې هیجاني وو. په زړه یې ډېرې خبرې وې.
ولسمشر د خبرو لړۍ پرانیسته. د افغانستان د خلکو د زړه ورتیا او شهامت یاده یې وکړه چې له ګواښونو سره سره یو وار بیا د رایو ورکولو له پاره په ملیونونو راووتل. ولسمشر د هغو پېښو یاده هم وکړه چې په بېلابېلو سیمو کې د زورواکو له خوا خلک و ګواښل شول او حتی شهیدان شول. د ولسمشر په ذهن کې به لا هم د هغه ماشوم تصویر حاضر و چې معصوم سر یې په ګولۍ سوری و او انځورونه یې په ټولنیزو شبکو او د هېواد په رسنیو کې خپاره شول. د هغو خلکو یادونه یې هم وکړه چې د ازادۍ دښمنانو یې د شهادت ګوتې پرې کړې وې. له دې سره سره، ولسمشر د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو او د ټاکنو د ملي خپلواکو ادارو چارې وستایلې.
د ولسمشر د خبرو وروسته لومړي مرستیال خوله پرانیسته. غږ یې لړزېده، سترګې یې په خورا اضطراب اخوا دې خوا اړولې، خبرې یې هیجاني وې. ښاغلي قانوني لومړی ګوزار د ټاکنو په «نامستقلو ادارو» وکړ. د لومړي مرستیال له پاره دا خبره د منلو نه وه چې په هغو سیمو کې چې خلکو یې د خپل ژوند او ځاني امنیت په بیه د رایو اچولو محلونو ته مخه کړې وه. د ولسمشر لومړي مرستیال وویل چې په هغو سیمو کې چې امنیت نه و، په هغو سیمو کې چې په تېرو ټاکنو کې کم خلک صندوقونو ته راغلي وو، په هغو سیمو کې چې پخوا یې مېرمنو د رایې اچونې په بهیر کې ونډه نه وه اخیستې څرنګه دا ځل خلک په دومره ګڼ شمېر راووتل؟ دا د منلو وړ خبره نه ده! په ځینو سیمو کې د حمل د شپاړسمې په پرتله دوه چنده ډېرې رایې واچولې شوې. دا خبره د ولسمشر د لومړي مرستیال زړه ته نه لوېده.ضیاءالحق امرخېل، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رییس د لومړي مرستیال د ګوزارونو بل هدف و. د هغه په اړه یې وویل چې «دزد با پشتاره گیر آمده!» او باید چې څارنوالۍ ته معرفي شي او له دندى فوراً ليرى شي. د خپل همېشني عادت له مخې لومړی مرستیال ډېر په شد او مد غږېده خو دا ځل یې ستونی غریو نیولی و.
د ولسمشر دویم مرستیال په خپل وار د ټاکنو بهیر وستایه، لومړی مرستیال یې سړېدلو ته راوباله، ځکه چې په وینا یې «اولیای امور باید تحت اثر احساسات نروند!». استاد خلیلي همدا راز یادونه وکړه چې د انتخاباتو مسوولیت له کمیسیون سره و نه له حکومتي چارواکو سره.
د تل په څېر، ولسمشر وغوښتل چې بحث پر همدې ځای پرېږدي خو د غونډې یو بل ګډونوال د ماليي وزير ښاغلي زاخيلوال له ولسمشره هیله وکړه چې څرنګه چې د یو کاندید استازي په ډېر شدت د خپلې ډلې احساسات د ولسمشر او كابينې په حضور کې بیان کړل، د بل کاندید له لوري خبرې دې هم واورېدل شي. سره له دى چې ولسمشر غوښتل چې خبرى همدلته قطع شي خو بيا يې هم زاخېلوال ته د غبرګون اجازه ورکړه.
ز��خيلوال په دې خبره تاءسف څرګند کړ چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په تر ټولو لوړ مقام کې، چې د ولسمشرۍ مقام دی، او د قانون له مخې د ولسمشر لومړی مرستیال د ولسمشر په غیاب کې، د ټول هېواد د چارو په اړه مسوول دی، داسې بې مسوولانه،احساساتي څرګندونى كېږي. ده، د قانون احکامو ته اشاره وکړه چې د ټاکنو د چارو مسوولیت د ټاکنو د کمیسیون پر غاړه دی او حکومتي مامورین په کې د مداخلې حق نه لري. هغه امنیتي چارواکی چې له خپلې ورسپارل شوې دندې وراخوا بل هر اقدام وکړي د افغانستان د جزا په قانون کې «له وظیفې څخه د انتحال» د جرم مرتکب کېږي. کله چې د کابل په نور سیمو کې، لکه د خیرخانې د غاښی اوخیرخانې محلونو کې چې د رایو پاڼې کمې شولې نو پرته له کومې ستونزې ورورسېدلې او دغه چارواکي، چې له یو کاندید سره د خپلوۍ اړیکي هم لري، د حساسو موادو په انتقال کې هېڅ ستونزه نه لیدله. مګر د کابل په جنوب او ختیځ کې چې ګومان کېده چې د دغه چارواکي د خوښې کاندید په کې شاید هغومره محبوبیت ونه لري لکه د خیر خانې د غاښي شاوخوا یې چې درلوده نو د توکیو د لېږد مخه نیول کېږي. په سروبي کې، په یوویشتمه ناحیه کې او په احمدشاه مېنه کې چې خلک د اعتراض په ډول کوڅو ته راووتل، په خپله د دې خبرې ثبوت دی چې هلته باید ټاکنیز توکي پر وخت استول شوي وای. اصلا” هغه كس مجرم دى چې دي سيمو كى يي لسونه زرونه خلك د راى وركولو له حقه محروم كړل نه امرخيل!!!
دا چې په ځینو ولایتونو کې دلومړي پړاو په پرتله ډېر خلک رایې ورکولو ته راوتلي وو، د هېښتیا خبره نه ده. له یوه لوري په دې څو اونیو کې چې د دویم پړاو له پاره تیاري نیول کېده کامپاین شوی و، خلکو د پېښو ګواښونو ښه ارزونه کړې وه، او هغه چا چې خپل حق یې تر پښو لاندې کېدونکی لیدلی و، د خپل حق د حصول له پاره د رایو صندوقونو ته مخه کړه. د لومړي مرستیال خبره ��ه دې کې هم جالبه ده چې هغه ولایت چې ټول نفوس یې اتيا زره نه کېږي اتیا زره رایې ورکوي او په دې که د تعجب هېڅ خبره نه شته خو هغه ولایتو نه چې نفوس یې تر میلیون زیات دی که څلور لکه رایه وکاروي نو د لومړي مرستیال پر زړه ورته اور بلېږي!
د افغانستان د خلکو د عزت د خوندي کولو په خاطر باید چې حکومتي چارواکي یوازې په دې فکر و نه کړي چې مور پر کومه ځمکه زېږولي دي بلکې باید د افغانستان د څه باندې شل میلیونه ځوانانو د راتلونکې له پاره دې د زړه له کومي کار وکړي.
انتخابات د دې له پاره دي چې خلک د دوو مشرانو تر منځ، د دوو سیاستونو تر منځ یو غوره کړي. یو لوری به هرو مرو بایلونکی وي مګر دیموکراسي دا ایجابوي چې د خلکو له پرېکړې وروسته ټول، هر څوک په خپل ځای کې، د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ له پاره کار وکړي. هغه سیاستوال چې په انتخاباتو کې د نه بریا زغم نه لري نو باید چې انتخاباتو ته و نه درېږي. د هغه ځای هغه د لوبو میدانونه دي چې ګټل په کې حتمي وي او داسې میدانونه د دیموکراسۍ په لمن کې نه شته.
په غوڼدې کې نورې خبرې هم ښکته پورته شوې خو د لومړي مرستیال اضطراب د غونډې تر پایه په جوته لیدل کېده.
محترمو تاسو پوهیږی ۰۰۰ چی فعلی حکومت کی دپشتون او فارسی تعصبونه زیات ده کچیری دا حکومت دطالبانو اسلامی امارت ته وسپارل شی داتعصبونه به له منځه یوسی او هغه کسان چی تعصب کوی ورسره به قانونی چلند وشی ۰۰۰کرزیان خو یوه ډارنه کورنی ده دوی غواړی حکومت وکړی که صلاحیت دبل چاوی هو فروا یی نشته
محترم زاخيلوال صاحب :
صرف همدوره وايم جه دمور به هغه شدو دي رحمت شه جه تا رود لي به خاي او قانوني دفاع دي كري.
de qanooni iztirab mana muzh kamyaba yew. de mure sheday
ډیر عالی . آیا یونس قانونی په اوسنی دولت کی ددی وړتیالری چی خپل سیاسی مخالفین حذف کړی. آیا بی 52 ته به نوره هم اړتیا وی او که سپا ه پاسدارانو ته به نوری المالکی په شان آخندی رژیم ته عذر او زاری کوی. او که بیاهم د افشارو د ملی فاجعی په شان به جینوساید کوی. په هر حال دی فکر کوی چی د افغانستان خلک ټول ویده دی او دی چی هرڅه وغواړی هغه به کیږی.
د افغانستان خلک نه غواړی د 1370-1375 یعنی د احمدشاه مسعود او استاد ربانی ترخی تجری بیا تکرار شی. او بیا زمونږ اوسنی ملی اردو د هغی بلی سلکنی تجربه کاره او مجهزی اردو په شان په پاکستان وپلورل شی.
خلک نه غواړی بیا تنظیمی او په هره کوڅه کی جګړی وشی او د کابل ښکلی ښار بیا د شورای نظار په کنډوالو بدل شی . دوی نه غواړی د شهزاده سرای اونور د خلکو او دولتی شتمنی چور او پنجشیر او کولاب ته انتقال شی.
خلک نه غواړی چی د کابل ښار بیا په کنډواله بدل او ښاریان په ګاونډیو هیوادو کی مها جر شی او بیا اویازره شهیدان ورکړی.
خلک نه غواړی چی د هیواد ملی حاکمیت او مځکنی تمامیت ته صدمه ورسیږی.
خلک نه غواړی د ورونو قومونو ترمنځ بیا بی باوری اوکرکی را پیدا شی .،،،،،
له همدی امله غواړی هغه چا ته رایه ورکړی چی هغه له پورتنیو خواصو او مشخصاتو بری او پاک وی.
بابا قانون ـ ـ ـ د جلال آباد سپین ږيرو ته به ياد وی چې څلویښت کاله پخوا د جلال آباد په ښار کې د بابا قانون په نوم يو سپین ږيرئ ګاډیوان وو چې د هرات څخه وو ، ښکلې ګاډۍ ېې لرله ، هر عمل يا خبره به چې پرې ښه ونه لګیده ویل به ېې غيرقانوني ګفتي ، که چا به غلط کار کاوه په زوره به ېې پرې چیغې کړې او بچه نظر به قانون غلط است ، بابا قانون دې خدای وبخښي اوس قانوني صيب چې يو عالم او پوه سړئ دئ پخپله غير قانوني خبرې کوی اود ټاکنو په مورد کې بې قانوني کوی نو بابا قانون ګاډيوان نشته چې پرې نارې کړي
بس ده تر څو ؟ مزی چړچی مو بس ده نوره افراطیت ته اوړی مرستیال صیب ته لازمه وه چه په ساړه سینه او حوصلهیی خبری کړی وه خو خیر ده کله کله سړی اعصاب دلاسه ورکړی هر څه هر څه وای نوره مشکل مه جوړوی پر یږدی چه اساسی او بنیادی کارونه شروع شی
قانونی صاحب ریښتیا ویلي ! ځکه ده د خپل وزارت پر وخت چې که د داخلې چارو وزیر ؤ له امریکایانو سره دا تړون د همدې ورځې له پاره لاسلیک کړی ؤ چې باید پښتون میشتې سیمې د بهرنیانو له خوا بمباري شي ، تر څو چې ځینې یې په مرګ ، ځینې یې په ژوند د خپلو سیمو پرېښودو ته اړشي ، ځینې په زندانونو کې ولوېږي او وروسته د ترورېستانو ټاپې ور باندې ووهل شي چې بیا هېڅکله د خپل وطن هوا پرې ونه لګېږي ، هو ! د قانوني صاحب همدا مقصد ؤ . او خارجیانو هم د خپلو ګټو له پاره ور سره منلې وه . دا کار ځکه قانوني صاحب وکړ چې افغانان تل په اقلیت کې پاتې شي ، پردی جنګ ور باندې تحمیل کړي او دوی د تل له پاره پرې باداران وي . په دې کار کې له دوی سره ښاغلي کرزي صاحب هم څه کمی نه دﺉ کړې او په ډېر اخلاص یې له ټلوالې سره د جوال خوله نییولې وه . کورني او بهرني ټول عایدات ، بانکونه او معدنونه یې په بډه ووهل . د غریبو مأمورینو تنخوا ګانې یې وخوړلې . او په ډېر مهارت یې د دولت لوړ پستونه خپلو غلو ملګرو ته ور کړي او ددولت تشکیل یې د راتلونکي دولت له پاره وار له مخه ښه پرې پړسولی . اوس دې دوی دواړو ته خدای تعالی د زړه صبر ور کړي .دوی خو په دا ( ۱۳ ) کالو کې د شاه شجاع دوره بیا را ژوندۍ کړې وه . ددوی د غلط سیاست او غیر قانوني واکمنۍ په نتیجه کې ( ۴۵۶۷ ۳۵ )افغانانو د ټولو ښکېلو خواوو له خوا په افغانستان کې د دیموکزراسۍ تر شعار لاندې خپل ژوند له لاسه ورکړی . خو دوی اوس هم د افغانانو په وینو تویېدو نه دي ماړه شوي .نو اوس به څنګه نه واي چې موږ باید تل ټولواکمن ، غیر مسؤو ل او واجب الاحترام وو . ځکه چې امریکا او انګلیس له اوله له موږ سره وو . او د (بي ــ ۵۲ ) پر مټ یې په ارګ کې کښېنولو .. . .
دزاخیلوال صاحب سترگی دی باز دی آفرین شه زاخیلوال صاحب
سلامونه او نیکط هیلې
محترم زاخیلوال صاحب هیله چې اوس د خپل تیر دور د وزارت ایماني او وجداني وظیفه په ښه توګه تر سره کړه افرین شه او په تا شه او ستا په ټیم شه انشاالله بریالی یې او بریالی به وې