یوه ورځ مي د جومات تر غاړې پیتاوې ته د ژمنې لمر وړانګو ته د خپلو کلېوالو سره باڼډار کاوه. د لمر وړانګو زما تر خوا ناست ملا صیب هډونه تاوده کړل. ملا صیب په بل اړخ و ګرځیده او ویې ویل؛ چې یاره په ژمې کې چې خلک لمر ته تللې نو ښه ګرم ژمې به ئې تېرولې.

ملا صیب خبرې زه او زما ناست ملګري وخندول. ما ملا صیب ته وویل؛ چې، ملا صیب لمر کې خو ژوند ناشونې دي، خو څو کاله وروسته به د نړې شتمن خلکو لپاره سپوږمې ته د تللو او سېل کولو زمینه برابره شي.

ملا صیب راته مخ کړ او وئې وویل؛ هلکه ما خو ټوکې کولاې تا خو خبره کفر ته وویستله!

ما زیاته کړه، ملا صیب، دا د کفر خبره له کومه ځايه راغله؟

ملا صیب په غوصه راته کړل؛ نو سپوږمي ته څوک تللې شې؟

ما ورته وویل؛ چې ملا صیب، زمونږ د خپل هیواده دوه ستورې مزلې هم سپوږمي ته تللې دي.  یو عبدلاحد مومند نومیږې او بل ښاغلې دوران.

ملا صیب یو وار نیغ شو او ما ته ئې کړل چې پدې خبره اوس پوخ کافر شوي! ملا صیب څادر ټک واهه او زموږ بانډار ئې پریښود.

دا ۱۳۷۲ کال خبره وه. اوسمهال زمونږه ټولنې په هر ډګر کې پرمختګ کړې او همغه محترم ملا صیب اوس سپوږمې ته د تللو خبره راسره مني. خو د ۱۳۹۳ کال ټاکنو یو ځل بیا دا په ډاګه کړه چې مونږ اوس هم خپل واکې نه يو، د ښو او بدو تمیز نشو کولاې او ځنې ګګو خلک په ټولنه کې لرو.

د ټاکنو په اړوند دا زمونږه څلورمه تجربه وه، د ولسمشر کرزي لومړې پړاو ولسمشر کیدلو ټاکنې، دوهم پړاو ولسمشر کیدلو ټاکنې، ۱۳۹۳ کال د حمل د میاشتې ټاکنې او د جوزا د میاشتې ټاکنې.

خو زموږ ځنو ګګو وطنوالو لا تر اوسه پدي سر ندي خلاص شوي چې، راېه د هر وګړې چې په شرایطو برابر وي حق دي،  انتخاب هم ستا حق دي او د ټاکنو په ورځ به ستا راېه محرمه وی. نو ولې زموږ وطنوال له راېو محروم پاتې شول او یا ئې د خپل خوښې پر خلاف راېه و کاروله؟

لومړې: سمه ده چې د یوه خاص کس په ګټه دراېو په ورځې د خلکو تهدید جرم دي، خو د تهدید کونکې سره ډغرو وهلو پر ځاي هغه ته ښه ووایه او راېه خپل د خوښې کاندید ته واچوه، هم به د شخړو مخنیوې وشې او هم به ته خپل مقصد ته رسيدلې وي. که ځان ډیر مسؤل ګڼې نو د رای اچونې وروسته د تهدیداتو شکایاتو مربوطه اداري سره شریک کړه.

دوهم: ټاکنې د یو محدود وخت لپاره وي، چې د هري ګړې نه باید خلک ګټه پورته کړې. که د ټاکنو په ورځ یوه محل کې راېو پاڼې خلاصیږې نو چغې او کوکاري مسؤلینو ته پریږده او ځان نږدې راې دهې محل ته ورسوه، هم به د راېې د ورکولو نه محروم ونه شمیرل شې او هم به ګیلمن نه وي.

دي دوه خبرو له امله دا ځل هم ګڼ شمیر خلک د راېو اچونې نه محروم وګڼل شول، چې د حل اسانې لارۍ وه، خو څوک نه وو چې خلکو ته لارښونه وکړې!!!

کله به له خوبه راویښیږو!!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *