افغانستان-خوست

ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر

نېټه :٢٦-٣-١٣٩٣

خوست ولايت ته دفرضي کرښې له ها خوا څخه د راغليو ګډوالو سره دمرستې او شته ستونزو دهواري په خاطر په ولايت مقام کې دخوست والي عبدالجبارنعيمي تر رهبرۍ لاندې ، دامنيه قوماندان ،دګربز دولسوال ، ټاکل شوي کميسيون ،يوشمير ادارو او نړيوالو مرستندويه ټولنو دمسوولينو په ګډون ځانګړې ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې لومړى دګډوالو دچارو دښه تنظيم او سمبالښت دټاکل شوي کميسيون مشر ښاغلي قاسم تڼي وروستي معلومات وړاندې کړل ،نوموړي وويل چې تر دې مهاله په زرګونو کورنۍ خوست ولايت ته راګډه شوې چې اوس دنورو سيمو ترڅنګ دګربز په ولسوالۍ کې ميشته شوې دي.

دسرې مياشتې رئيس قاسم خان تڼي وويل چې دولايت مقام دلارښوونې سره سم يې تر دې مهاله ٤٩١کورنۍ ثبت او راجستر کړې او دمهاجرينو رياست په چوکاټ کې يې د١٠٠ کورنيو سره دخوراکي او غيرې خوراکي توکو مرسته کړې ده.

دګډوالو دچارو دښه تنظيم او سمبالښت لپاره دټاکل شوي کميسيون مشر وويل چې د ولايت مقام دهدايت سره سم يې د راغليو ګډوالو غوښتنو او ستونزو ته د درسيدګۍ په خاظر خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړې دي او هره ورځ په منظمه توګه د را ستندونکو ګډوالو احوال اخلي.

دګډوالو چارو سرپرست رئيس حسن محمد مندوزي وويل چې دUNHCRاوWFPله لوري ورسره د١٠٠٠ کورنيو لپاره دبيړنيو مرستو ژمنه شوې چې د راتلونکو دوه ورځو په جريان کې به راغليو ګډوالو ته ووېشل شي.

خوست والي عبدالجبارنعيمي راغلي ګډوال دهر اړخيزه بشر دوستانه مرستې او همکارۍ مستحق وګڼل نوموړي وويل دا دافغانستان اسلامي جمهوري دولت تګ لاره ده چې بايد له راغليو ګډوالو سره دبشردوستۍ او همدردۍ پربنسټ مرسته او اوهمکاري وشي او ددوى غوښتنو ته په خپل وخت رسيدګي وشي.

خوست والي وويل چې د راغليو ګډوالو اړتياوې ،غوښتنې او ستونزې يې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت عالي مقام ،د ملي امنيت شورا رهبري ،سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې او اړونده نورو ادارو ته په رسمي توګه ليږلي دي ،تمه ده چې ډير ژر به دمرستې او همکارۍ په برخه کې بيړنې اقدامات ترسره شي.

عبدالجبارنعيمي له نړيوالو مرستندويه ټولنو وغوښتل چې دنړيوالو کنوانسيونونو مطابق د راغليو ګډوالو سره دمرستو اوهمکاريو لړۍ جارې کړې ترڅو د راغليو ګډوالو سره هرډول بشري مرستې داړتيا په وخت ترسره شي.

خوست والي ټاکل شوي کميسيون ،دمهاجرينو رياست ،صحت عامې ،معارف ،انکشاف دهات ،سرې مياشتې ،ملي امنيت رياستونو ،امنيه قوماندانۍ ،دپېښو په وړاندې دمبارزې دچمتوالې کمېټې ، اوپه خوست کې دمرسته ندويه ټولنو استازو ته دنده وسپارله چې په اړونده برخو کې دراغليو ګډوالو غوښتنو او ستونزو ته رسيدګي وکړې او ټولې چارې په ښه توګه تنظيم کړي.

دمعارف او صحت عامې له رياستونو يې وغوښتل چې د مهاجرو کورنيو دماشومانو لپاره دزده کړې داسانتياوو دبرابرولو او ناروغانو دتداوۍ په برخه کې بيړنۍ اقدامات ترسره کړي.

دناستې په وروستۍ برخه کې ديوې فيصلې په اساس دګربز ولسوالۍ دګلان په دښته کې ٤٠٠٠زره جريبه ځمکه د راغليو ګډوالو دهستوګنو دکمپ لپاره ځانګړې شوه ،فيصله وشوه چې سره له سبا دې ياده ساحه خط اندازې اوپه ياده سيمه کې داوبو دژورو څاګانو په کيندلو ،ګډوالوته دخيمو او اړينو خوراکي او غيرې خوراکې توکو په ورکولو ، دماشومانو په واکسينو ،تداوى باندې کار پيل شي او ټولې کړنې دې ديو واحد اوګډ مرکز له لوري اداره شي ،همداشان په دغه ناسته کې فيصله وشوه چې راغلي ګډوال بايد په دقت سره ثبت او راجستر شي ترڅو له يوې خوا دمرستو د ويش په برخه کې اسانتيا رامنځته شي او بل لوري ته امنيتي او کشفي ارګانونه په ښه توګه وکولى شي دکمپ امنيت تامين کړي.

همدا راز امنيه قوماندانۍ او کشفي ارګانونو ته هدايت وشو چې د راغليو ګډوالو دامنيت په ساتنه کې هراړخيزه هڅې ترسره کړي.

خوست والي عبدالجبارنعيمي دناستې په وروستۍ برخه کې په ملي تجارانو باندې هم غږ وکړ چې دانسان دوستۍ او اسلامي ورورولۍ له مخې د راغليو ګډوالو سره مرستې وکړې ترڅو په دې سره دفرضي کرښې دواړو لوريو ته دوررولۍ پيوندونه نور هم ټينګ شي.

واکمن

0 thoughts on “عبدالجبارنعيمي خوست ولايت ته له راغليو ګډوالو سره دمرستې غوښتنه وکړه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *