د وري له شپاړسمې وروسته کله چې هېڅ نوماند په دې ونه توانېد تر څو ۵۰٪ جمع یوه رایه وګټي نو د ټاکنیزو کمیسیونونو له قانوني پرېکړې سره سم د غبرګولي په ۲۴ مه د دوو مخکښو نوماندانو هر يو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي تر منځ ټاکنې دویم پړاو ته وغزېدې. په دویم پړاو کې عبدالله عبدالله چې په لومړي کې په خپلې بریا یقیني وو او له ده سره د زلمي رسول او استاد سیاف له یو ځای کېدو وروسته داسې وانګیرله چې ګني دی به په ډېرې آسانۍ سره دویم پړاو هم وګټي، خو د هېوادوالو دې ته پام شو چې که بې تفاوته کښېني نو د ۱۳۷۱ – ۱۳۷۶ – ۱۳۸۱ لمریز کلونو ترخې تجربې او خيرنې څېرې به بیا تکرار او هېواد به یو بل ناورین (چې زما په اند د افغانستان تجزیه به وي) پر لور سوق کړي، نو ځکه یې په ډېرې سرښندنې او د ګواښونو سربېره د رایو صندوقونو ته ولاړل او له بلې خوا ښاغلي اشرف غني احمدزي او ټیم یې په نه ستړي کېدونکو هلو ځلو د هېوادوالو پام ځان ته راواړاوه او ښه پراخه کمپاینونه یې وکړل. پایله دا شوه چې ملت خپله پرېکړه وکړه او په هغو سیمو کې تېر وار په کې کمې رايې اچول شوې وې، د خلکو ګډون پراخ شو او (د اوسنیو لومړنیو پایلو پر بنسټ) ښاغلی اشرف غني احمدزی (ان شا الله) په غوڅ اکثریت سره د اوسني ولسمشر ځای ناستی شو.
پوښتنه دا ده چې ولې پخوانی شورای نظار- شمالي ټلواله او اوسنی ملی ائتلاف – اصلاحات او همګرايي د خلکو رایو ته له درناوي پرته دا شعار ورکوي چې پراخه درغلۍ شوي، پایلې نه منو، او د هېواد دردېدلې فضا یې داسې حالت ته رسولې چې ګني کوم غټ ناورین راتلونکی دی، له مونږ سره درغلۍ شوي، او مونږ به وینې تویې کړو….؟؟؟؟؟
اصلي خبره دا ده چې دغه په غیر مشروع سیاست او اقتصادي زېرمو مینان دا نه شي زغملی چې له دغو ګټو تېر شي. پام وکړئ چې دوی په تېرو ۱۰ کلونو کې ځانونه د دولت سیاسي اپوزسیون بولي خو د کرزي پراخې حوصلې (او یا هم ډار او لږ سیاسي درک) ته وګورئ چې دغه ډله یې څنګه د هېواد لوړو سیاسي- اقتصادي چوکیو ته ورسوله، ځکه چې دوی ډېر کم ظرفه او نمک حرامه- بدمخي سیاستوال دي…. اوس هم دوی د درغلیو د تورونو په پورې کولو سره غواړي په ښاغلي اشرف غني احمدزي فشار راوړي تر څو د واک په وېش کې د دوی غټو خېټو ته (نه مغزو ته) په کتلو سره د دوی برخه ورکړي. خو زه فکر کوم ملت، اشرف غني احمدزي ته په دې رایه ورکړې تر څو له دغو بد مخو یې خلاص کړي.
او په پای کې دا هم غواړم ووایم چې سپیان دې غاپي، خو ښاغلی اشرف غني احمدزی دې د دوی د اوسني توطئې (د هېواد تجزیه) مخه ونیسي، په دې لړ کې مونږ ورسره ولاړ یو.
د سمسور افغانستان په هیله