هغوی چې تر اوسه هم د خوست لوری نه پيژني، هغوی چې خوست په دیوالي نقشه کې ګوري، هغوی چې په شاهي واکمنۍ کې یې د کورنۍ د کوم عسکر غړي له خولې د خوست (هغه مهال خوست) په اړه اوریدلي، هغوی چې د خوست په اړه یې یوازې بدو خبرونو ته غوږ ایښی او هغوی چې له ازله یې له خوست سره د بدۍ او تربګنۍ نیت لرلی – اوس هم خوست د تیرې پیړۍ په زاړه دوربین کې ګوري.

دوی ګرم په دې نه دي، چې خپله یې پر (خوست) د ځان پوهولو تکلیف نه دی ګاللی او د واکمنو (له پیله تر اوسه) بې انصافیو او د مور او میرې چلند خوست اوس هم د دوی په ذهن کې هماغه خوست پریښی، سره له دې چې دغې سیمې د خپلو ویښو خلکو پر مټ په ډیره لنډه موده کې دومره ګړندی پرمختګ کړی، چې هر څه یې د لومړي درجه ولایت کچې ته رسیدلې، خو لا یې هم د دویم درجه کاغذي امرونه، د بېروکراسې ادارې په تاخچو کې ګردونو ته پراته دي.

خو چې خبره ډیره اوږده نه شي، خپل مقصد ته به راشو، هغه هم دا چې خوستیان له دویم ځل ټاکنو وروسته دېته انتظار وو، چې د دوی پراخ ګډون به پر ډیموکراسۍ مین (!)، پر دوی مین کړي او په ګلونو به یې ونمانځي؛ خبر نه وو، چې دا اخلاص به یو بل پیغور ورته جوړ کړي.

متل دی، چې دوه په غیږ سره ورځي، یو به ضرور څملي، اوس یوه څملستي په خوست او خوستیانو پسې پروپاګند شروع کړی، چې خوست کې دومره رایې کاریدلې، چې تر نفوس یې هم ډیرې دي. زه همدې پروپاګند اړ کړم، چې د خوست د پراخ ګډون په اړه څو دلایل ولیکم او په دې اړه څه نا څه د خلکو ذهنونه روښانه کړم.

لومړی. د خوست د نفوس په اړه:

که څه هم د افغانستان حکومت تر اوسه د خپل نفوس په شمار نه دی توانیدلی او له دریو تر پینځو میلیونو خلک اوس هم په دغه هیواد کې لا درکه (اټکلي) دي، خو که یاد مو وي، په ۲۰۰۴ کې یوه د تعصب پر بنا پینسلي سروې وشوه، چې هغه مهال یې د خوست نفوس شپږنیم لکه حساب کړ.

له دې خبر خپریدو وروسته سملاسي خوستیانو احتجاج وکړ او په بیلابیلو دلایلو او ثبوتونو یې خپل نفوس تر یو میلیون اوښتی وګاڼه.

د خوست د اوسني نفوس په اړه هم ډیر دلایل شته، چې نیږدې یو نیم میلیون یې ثابتولی شي، زه به یوازې یو دلیل راوړم:

خوست کې د ملي پیوستون ادارې هغو ارقامو له مخې، چې دوی تر خپل پوښښ لاندې راوستي، دغه ولایت (1149) کلي لري، چې کورنی او سړي سر شمیر پکې شوی او د دوی (ملي پیوستون) د دقیقو شمیرو له مخې په یاد شمیر کلیو کې (188804) کورنۍ ژوند کوي، چې د نفوسو شمیر یې (1321799) کيږي. (یو میلیون، درې لکه، یوویشت زره، اووه سوه نهه نوي) تنه.

د یادولو ده، چې په پورتنۍ شمیرنه کې یوازې کلي راځي، ښاري سیمې پکې نه دي حساب.
نو معلومه شوه، چې د خوست نفوس که له (یو نیم میلیون) زیات نه دی، کم خو هیڅکله هم نه دی.

پر دې سربیره، نیږدې (60000) د رای ورکونې په معیار برابر کوچیان په خوست کې ژوند کوي، چې د (افغانستان) په نفوس کې حسابیږي.

(دا ځل ټاکنو کې نیږدې اته څلویښت زره خوست میشتو کوچیانو رایه ورکړې)

د لوګر، پکتیا، کابل، ننګرهار، مزار، تخار، غور او ګڼو نورو سیمو زرګونه کورنۍ خوست کې میشتې دي، چې د رای ورکونې په معیار برابرو کسانو شمیر یې په اټکلي توګه (40000) کیږي.

یوازې په خوست شیخ زاید پوهنتون کې نیږدې (8000) محصلین د نورو سیمو دي. د دې ترڅنګ د اردو، پولیسو په لیکو کې زرګونه سرتیري د نورو سیمو دي.

له پورتنیو (کوچیانو، د نورو ولایتونو اوسیدونکو، د پوهنتون محصلینو او سرتیرو) ډیرو یې د هیواد نورو سیمو کې رای کارتونه اخیستې او خپله رایه یې خوست کې کارولې ده.

نو! د پورتنیو شمیرو له مخې لږ تر لږه یو لک (سل زره) رای پاڼې غیر خوستوالو کارولي، چې دا د خوست له خپلو اوسیدونکو سره د مسؤولو ادارو بې انصافي ګڼل کیدای شي، په کار ده، چې د ټاکنو کمیسیون دا ټکی په پام کې نیولی وای او خوست ته یې د دې خلکو له پاره اضافي پاڼې لیږلې وای.

وايي، چې (زه پور غواړم، ته نور غواړې)، خوستیان په دې فکر وو، چې څنګه د خپل حق (چې ډیر یې له رای اچونې پاتې شول) غوښتنه وکړي، خبر نه وو، چې داسې تورونه به ور پورې شي، چې ځان او حق دواړو ته به حیران او لاس تر زنې کیني.

دویم. د خلکو د پراخ ګډون په اړه:

ولې دا ځل د خوست خلکو (نر او ښځو) ټاکنو کې پراخ ګډون وکړ؟

لومړی خو د دې ځل ټاکنو په دې اهمیت خلک پوهیدلي وو، چې دا ځل ټاکنې د پینځو نه، بلکې د پنځوسو کلونو د برخلیک ټاکنې په معنا دي.

دویم، تیر ځل ډیر خلک په دې عقیده وو، چې څوک د بهرنیانو له خوا وټاکل شو، هغه به ولسمشر وي، خو دا ځل خلک د خپلو رایو په ارزښت پوهیدل، چې ټاکونکې دي.

دریم، د تیر په شان امنیتي ګواښونه هم نه وو، حتی ځینو سیمو کې په غیر مستقیمه توګه هغو خلک رای اچونې ته تشویق کړي وو، چې په تیرو کې یې مانع ګرځیدل.

څلورم، د مدني ټولنو، ځوانانو او رسنیو د هڅونې رول هم فوق العاده ؤ.

پینځم، له یوه کاندید نه د ګاونډیو هیوادونو استخباراتي کړیو ښکاره ملاتړ، ټول هغه خلک د ده مقابل کاندید ته په رایه ورکولو اړ کړل، چې ګاونډي هیوادونه د افغانستان دښمنان ګڼي.

خو تر دې ټولو مهم رول د خوست د دیني عالمانو ؤ، چې په بیلابیلو غونډو او ویناوو او آن د جمعې ورځې په خطبو کې یې ټاکنو کې ګډون تر مسؤولیت هم پورته (مکلفیت) وباله او په افغاني ټولنه کې د عالم او ملا رول ته په کتو، دې خبرې عام خلک، لکه مچۍ پر صندقونو راخواره کړل.

په دې برخه کې د خلکو د اخلاص یوه بیلګه کافي بولم:

د خوست تڼیو ولسوالۍ په یوه لیرې پرته او غرنۍ سیمه کې یوه کور کې په همدې سهار نجلۍ وفات شوه، خو پلار او کورنۍ یې تر مازدیګره د نجلۍ له مړینې کلیوال خبر نه کړل، کله چې هغوی له رای اچونې راوګرځیدل، نو خبر یې کړل. کلیوالو ته د نجلۍ د پلار دلیل دا ؤ، چې که ما وختي خبر کړې وای، بیا له رای اچونې پاتې کیدی – ایا دا حالت حس کولی شی؟

دریم. په بیلابیلو مناسبتونو کې د خوست خلکو د راڅرګندیدا په اړه:

په پای کې غواړم، دا اثبات کړم، چې خوست څومره پر نفوسه او څومره ویښ دی. د دې له پاره د بیلابیلو (دیني، سیاسي، سپورټي…) راټولیدنو عکسونه درسره شریکوم، هغه چا چې تر اوسه خوست نه دی لیدلی، یا یې په داسې مناسبتونو کې نه دی لیدلی، ممکن د دې عکسونو په لیدو قناعت وکړي، چې که خوستیان په هر مناسبت راټولیدای شي، نو د خپل برخلیک د ټاکلو مناسبت کې به ضرور په ټول زور راټولیږي.

په پای کې یوه هیله!

خوست د هیواد هغو سیمو په ډله کې دی، چې فرهنګي ټولنې او رسنۍ پکې ډیرې فعالې دي، ځوانان یې له زده کړو سره خاصه مینه لري، ډیری خلکو یې نور هیوادونه لیدلي (له سلو زرو زیات ځوانان یې عربي هیوادونو کې کاروبارونه او مزدورۍ کوي) – په دې او یو شمیر نورو دلایلو یې د شعور د لوړتیا کچه ښه ده او د هر هغه حرکت ملګرتیا یې کړې او کوي یې، چې د دې هیواد ګټې پکې دي. دوی کله هم ځان له نور هیواده بیل نه دی بللی، آن وخت په وخت یې د هیواد له هرې ټوټې سره شوې ناانصافي له ځان سره ناانصافي ګڼلې او دفاع یې ترې کړې.

نو! غوښتنه دا ده، چې خوست او خوستیانو ته دې نور د واکمنو، حکومت، سیاسي مشرانو… له خوا په سپکه سترګه نه کتل کیږي. که دا لړۍ همداسې دوام کوي، پایلې به یې ښې نه وي، زغم او حوصله همدومره وي.

0 thoughts on “خوستوال نور خپل سپکاوی نه شي زغملی!- نوراجان بهیر / خوست”
  1. بهیرصاحب وایي چې دوه پهلوانان چې په غیږسره ورشي اویوپکې څملي نوماتې خوړونکی پهلوان وایي چې ځمکه کږه وه دوی هم کله په یوه اوکله په بله بهانه ځانته تسلي ورکوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *