په هلمند کې د مدني تولني غړي وايي که د ولس رایو ته درناوی ونه شي نو خلګ به پر دولت باور له لاسه ورکړي او بیا به په دا ډول پروسو (انتخابات) کي ګډون ونه کړي .
هغوی په هلمند کي یوې خبري غونډې ته وویل چې دواړه لوري باید د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د پایلو تر اعلان وروسته هغه ومني او د خلګو باور باید د داسي ملي پروسو لپاره تر لاسه کړي .

دهلمند مدني ټولني غړو دټاکنو په اړه دیوه خبري کنفرانس دلاري وویل چي ځیني کسان دخپلو شخصي غوښتنو او موخو په خاطر دخلګو رایو ته درناوی نه کوي او غواړي ټاکني باطلي وښيي .

دوی وویل چي موږ دمدني فعالان په حیث دخلګو درایو درناوی کوو او دهغه چا ته شا ولاړ یو چي په تیرو ټاکنو کي يی دخلګو باور تر لاسه کړی او رایه يي وړې ده .

د دوی په خبره چي شاوخوا اوه میلونه کسانو په ټاکنو کي ګډون وکړ او درای ورکووني پرمهال ځینو خپل ژوند دلاسه ورکړ او دیو شمیر کسانو ګوتي پرې سوي چي دواړه لوري باید دافغانانو قرباني ته درناوی وکړي او دټاکنو پایلي ومني .

په داسي حال کي دهلمند مدني ټولني غړی دټاکنو په اړه څرګندوني کوي چي ویل کیږي دیوه ناکام نوماند ټیم غواړي ټاکني غیر مشروع وښيي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *