په بدخشان کې ځمکښوییدنې ته په هر ځای کې چندې وشوې، تر ډېره دا شعار و چې بدخشانه په غم در سره شریک یو، که څه هم د مرستو ادارې وویل چې دوی مرستې ته اړتیا نه لری، خو بیا هم له پښتني سیمو دا مرستې روانې وې. ما هم پکې یوې ادارې ته د خپل وس څو افغانۍ ور کړې.
خو هغه وخت دا کار د سیالۍ یا څانګړو هدفونو لپاره ښکارېده، پښتانه تل داسې دي چې یو څوک یو کار کوي بل وايي، چې دی څه بلا وهلی ولې یې نشي کولی، همدا بسپنې هم د دې سیالۍ له وجې وې یا هم د نورو هدفونو لپاره.
که انګېزه وي باید همېشه وي، که اوس هم څوک د انګېزې دعوه کوي او کار یې دوامدار وي، د دا ډول مرستو حقدار ډېر پښتانه لرو چې باید ور سره مرسته وشي، ځکه د بدخشان له خلکو سره خو هرچا مرسته کوله، خو د پاکستان له بریدونو لوګر ته راغلي کونړیان او په وزیرستان کې له عملیاتو خوست ته راتښتېدلي وزیر، مسود او داوړ نه د کومې کورنۍ او نه هم د یوې نړیوالې مرستندویه ادارې په یاد دي.
که څوک لوګر ته ځي، له زاهد اباد سره به د ډېرو کونړیانو خېمې وویني چې له سرې ګرمۍ پکې اېشي، خو څوک غمخوار نه لري او ان خېمې هم پوره ور رسېدلې نه دي. دا ډول په خوست کې هم د هغو سوونو قبایلي کورنیو دا حال دی چې د پاکستان عملیاتو له پولې را اړولي دي.
د خوست والی جبار نعیمي هم له خلکو او نړیوالو غوښتي چې مرستې دې ور سره وشي، ژمی هم یوه ډول ګوزاره کیږي، خو دوبی او بیا چې روژّه هم را روانه ده له دې خلکو سره مرستي پښتني دنده او اسلامي وجیبه ده،
معلوم به شي چې له بدخشان سره په غمشریک پښتانه له کندهار نیولې، تر پکتیا، له ننګرهار نیولې تر هرات او کندوز له دغو پښتنو سره مرسته کوي او که چوپ پاتې کیږي.