د افغانستان د کورنیو چارو وزیر عمر داودزی هم سروبي ته د رای پاڼو د نه رسېدو په قضیه کې په سهل انګارۍ تورن شوی دی. ترلاسه شوي معلومات په ډاګه کوي، چې د ټاکنو کميسیون د دارالانشاء د ریيس د بیا بیا ټلیفوني ټینګار باوجود عمر داودزي خپل هغه دستور ځنډولی، چې د کابل ښار د پولیسو مشر سروبي ته د رایو د انتقال د کاروان له مخنیوي راګرځوي.
د ټاکنو کميسیون د دارلانشاء ریيس ضیاالحق امرخېل او د کابل ښار د پولیسو مشر جنرال ظاهر ترمنځ شخړه د افغانستان د وروستیو ټاکنو برخلیک ته ورپېښېدونکی ګواښ ګڼل کېږي، چې لا دواړه لوري ملامتي نه مني.
له یو انتخاباتي کمپ سره د جنرال ظاهر پټو ناستو او رسوا شوي البوم نوموړی بدنام کړی، چې د ټاکنو د کميسیون د یو چارواکي پرضد د توطیې برخه دی. له بل لوري ترلاسه شوي معلومات ښيي، چې د رسنيزې صحنه سازۍ لپاره څلورو خبریالانو ته جنرال ظاهر له مخکې بلنه ورکړې، چې د امرخېل د نیولو لپاره د عملیاتو ساحې ته ورسره لاړشي.
د کابل ښاري پولیسو مشر له خوا د هغې لارۍ په درولو سره چې ۱۶صندقونه پکې بار و، زرګونه خلک له انتخاباتو محروم شول. د ښاري پولیسو مشر اوس د احساساتي پلویانو او یوه انتخاباتي کمپ زبردست هیرو دی، خو یاد انتخاباتي کمپ په شا کې خپل هغه زرګونه پلویان هم ځپلي، چې رایه یې د همپالنې کمپ ته روانه وه.
سروبی، هوت خېل، بتخاک ته څیرمه د حاجي منجي ښارګوټی، څرخي پل او د کابل د یویشتمې ناحیې ځینې کلي هغه سیمې دي، چې تر غرمه مخکې رای پاڼې پکې کمې شوې او ګڼ خلک په کتارونو کې د رایو کارولو لپاره انتظار ولاړ وو. دوی لاهم له هغې ماجرا خبر نلري، چې یو قوماندان غوښتل د ټاکنو د ستړې ورځې خبرجوړونکې څېره شي.
په لومړي دور ټاکنو کې یو لوی شکایت داوو، چې په ځینو مرکزونو کې رای پاڼې له وخت مخکې خلاصې شوې، داځل د ستونزې دمخنیوي لپاره د کابل په لوديځ کې ۱۳ ناحیې ته تر ۱۰۰ مرکزونه ورزیات شول همدارنګه ۱۷ ناحیه او خیرخانه هم په هغو سیمو کې وه، چې له مخکې پکې محلونه زیات او رای پاڼې ورواستول شوې وې.
د کابل څرخي پل، ۲۱ ناحیه، هوت خېل، د بتخاک څیرمه د حاجي منجي ښارګوټی، او سروبی د کابل اړوند نورې هغه سیمې وې، چې غرمه مهال رای پانې خلاصې شوې او محلي ډي اف سیانو د ټاکنو له مرکزي دفتر وغوښتل چې زر ترزره رای پاڼې ورواستوي.
د کابل ولایت د ټاکنو مرکزي دفتر او ګدام په دارلامان کې موقعیت لري، یو مهال ۱۶ صندقونه د کابل ښار د یادو سیمو او سروبي ولسوالۍ پرلور د کميسیون په اجازه باریږي او هم سملاسي له کابل پولیسیو څخه د سکورټ غوښتنه کېږي، د هماهنګۍ مرکزونه، د کورنیو چارو وزیر او ښاغلی سالم احساس له هغو کسانو دي، چې سروبي ته درای پاڼو صندقونو د سکورټ لپاره د کميسیون ددارالانشاء ريیس ورڅخه غوښتنه کوي. په صندقونو بار لارۍ په پکتیا کوټ کې د کمیسیو له مخې سره د پولیسو بدرګې ته انتظار باسي، خو د کابل پولیسو د مشر په دستور د حوزې پولیس د کاروان مخه ډپ کوي، د کميسیون له کارکوونکو سره شخړه کوي او په ویشتو یې ګواښي.
دامهال د کابل د پولیسو مشر جنرال ظاهر د طلوع، خورشید، یک تلویزیونونو او بی بی سي د یو خبریال سره صحنې ته رسېږي او شخړه کوي. سیمې ته له تګ یو ساعت مخکې جنرال ظاهر د یادو رسنیو خبریالانو ته د ټلیفون پرکرښه ويلي دي ((زه ضیاالحق امرخېل نیسم، تاسو راسره سیمې ته لاړشی.))
د ټاکنو کميسیون چارواکي وايي، دوی له پولیسو په ټینګار سره وغوښتل، چې د رایو په رسونه کې بیړه وکړي، خو مقابل اړخ ته برنامه څه بل ډول تنظیم شوې وه.
کله چې ۴ بجې نږدې کېږي او د ټاکنو د پروسې رسمي وخت پای ته رسېږي، رسنیو د ټاکنو کمیسیون د دارلانشاء ريیس خبري کنفرانس ته وايي، چې صندقونه پولیسو وځنډول، د رایو کارونې رسمي وخت پای ته رسېدلی او سروبي ته د رای پاڼو استول بې ګټې دي.
کله چې د پولیسو مشر جنرال ظاهر دا وضعیت ويني او ګڼي چې پړه د ده غاړې ته لوېږي، ولسمشر کرزي ته زنګ وهي او د دارلانشاء پر ريیس د تقلب او په پټه د رایو د لېږد ادعا کوي، ولسمشر د کورنیو چارو وزیر د ستونزې حل ته هڅوي. لاهم د کورنیو چارو وزیر کوټلی ګام ندی اخستی، چې جنرال ظاهر رسنیو ته وايي؛ دا جدي تقلب و، چې موږ یې په مخنیوي بریالي شوو. د ماجرا په دې صحنه کې د ګڼو سیمو ډي اف سیان هم موجود دي، چې د ورځې په اوږدو کې د پولیسو له مداخلې غوښتنې پرته په ښار کې د رایو په انتقال بوخت وو. د کميسیون د اصولو له مخې په ښار کې دننه د رایو انتقال پرمهال د پولیسو بدرګې ته اړتیا نشته او له ښاره دباندې پولیس له هرډول مداخلې پرته یوازې د سکورټ مسولیت لري، اصول همدارنګه واضح کوي، چې پولیس د کمیسیون د کارکوونکو د تخطي په صورت کې د هغوی په اړه کميسیون ته د راپور ورکولو حق لري او د نیولو لپاره به یې بیاهم د کميسیون لارښوونې ته انتظار باسي.
د ټاکنو څارونکي وايي، دا له مخکې طرحه شوې توطیه وه، چې د کميسیون حیثیت ته زیان واړوي. ددوی په باور جنرال ظاهر له وړاندې د عبدالله دانتخاباتي کمپ په ډېرو ماښامنیو پټو غونډو کې لیدل شوی او یو البوم یې هم د خواله رسنیو چلونکو لاس ته ورغلی دی.
د جنرال په اړه بله دعوه داده، چې په هماغه صحنه کې چې د کميسیون د دارالانشاء له مشر سره په نانندریو بوخت دی، د قاضي رول یې لوبولي، رسنیو ته یې هغه دغله په نوم متهم کړی او هم یې له مخکې د طرحه شوي پلان په ذریعه ویډیو ګانې خپرې کړې دي.
هغه پوښتنه چې د ټاکنو د ورځې دا ماجرا لاپیچلې کوي، د کورنیو چارو د وزیر ګونګ دريځ دی، ځینې سرچينې وايي، ظاهر د کورنیو چارو وزیر پرځای له ولسمشر څخه د ټلیفون له لارې د هدایت غوښتنه کړې، خو ځینې نور بیا وايي، چې په قضیه له خبریدو سره سره د کورنیو چارو وزیر د لټۍ یا کوم بل مصلحت له مخې په یاده قضیه کې خپل رول ندی لوبولی.
د افغانستان د کورنیو او دفاع وزیرانو نیوکې له هغې وروسته زیاتې شوې، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د کمپاین پرمهال وویل، که بريالي شي، دواړه وزیران به پرخپلو دندو پریږدي. سره له دې چې یو کمپایني حرکت و، خو د دواړو وزیرانو خاموشۍ داسې جوتوله چې د همپالنې ټیم او وزیرانو ترمنځ کوم جوړجاړی رامنځ ته شوی دی.
سهل انګاري خو ما په پښتو کې نه وه لیدلی. دا لا کوم ځناور دی؟ چاق روده محقق خو به نه وي؟ 🙂