تاند- په داسي حال کې چې په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ عملیات روان دي د امریکا څو بې پېلوټه الوتکو نن په دې قبایلي سیمه بایندې بریدونه وکړل او لږترلږه څلور تنه یې ووژل.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دا بریدونه د شمالي وزیرستان مرکز ته نژدې په ډنډه درپه خېل سیمه کې وشول چې له کبله یې یو کور وران شوی او ۴ تنه وژل شوي دي.

ویل کېږي چې د امریکا بې پېلوټه الوتکې عموماً د پاکستان د استخباراتو د معلوماتو پر اساس بریدونه کوي.

پاکستاني رسنیو ویلي چې د امریکا په نننیو حملو کې څلور وژل شوي کسان د پاکستان د حکومت مخالف وسله وال دي.

په ځینو نورو راپورونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶ تنه بلل شوی دی.

په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د حملو له امله له وزیرستان څخه تر ۱۰ زره زیات خلک د افغانستان خوست ته راکډه شوي او شاوخوا ۴۰ زره نورو سیمو ته تللي دي.

د تېر کال په وروستیو کې د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیلېدو په خاطر پر وزیرستان د امریکا د بې پېلوټه الوتکو حملې درول شوې وې خو کله چې د سولې خبرو نتیجه ورنه کړه امریکا له شپږ میاشتې وقفې وروسته د بې پېلوټه الوتکو حملې بیا پیل کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *