تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د بي بي سي له مشهورې خبرېالي لیزدوسیت سره په مرکه کې وویل چې القاعده بیا په افغانستان کې پر یوه قوت نه شي بدلېدای.
ده تاکید وکاوه، څه چې په عراق کې وشول هغه به په افغانستان کې ونه شي.
په عراق کې د دولت وسله وال مخالفان بغداد ته د نژدې کېدو په حال کې دي.
د سږ کال په پای کې د ناټو پوځیان له افغانستانه وځي او ځیني کتونکي اټکل کوي چې په افغانستان کې به هم د عراق په شان د دولت وسله وال مخالفان سیمې لاندې کړي.
خو یو شمېر نور بیا وايي چې په عراق کې مذهبي جګړه روانه ده او عرب سنیان، چې واک ورڅخه اخیستل شوی په خپلو سیمو کې د عراق د رژیم له پلویانو سره جنګېږي. د دوی په نظر د افغانستان جګړه نه قومي ده او نه مذهبي.
کرزي له بي بي سي سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې القاعده نوره نشته.
ده په افغانستان کې له تروریزم سره د مبارزې په نوم د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش پر اعلان نیوکه وکړه، ویې ویل:«د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له حملو وروسته د ترهګرۍ پرضد جنګ باید د افغانستان په کلیو او باڼدو کې نه وای شوی.
کرزي تل ویلي چې د ترهګرۍ پير ضد جنګ باید د تروریستانو په روزنځایونو او پناهځایونو یعني پاکستان کې شوی وای.
کرزي زیاته کړه:«زموږ په باور د ترهګرۍ پرضد په جګړه کې صداقت نه و او ځکه یې نتیجې په درسته سیمه کې احساسېږي.»
ده دا هم وویل چې له طالبانو سره پر له پسې تماسونه لري:«دوی هره ورځ له ما سره په تماس کې دي، لیکونه سره تبادله کوو، د کتنو او سولې غوښتنې کوي، خو دوی (طالبان)، د افغانستان حکومت او عام افغانان په یوازې سوله نه شي راوستلی.»
کرزي وویل چې هیواد یې په هغو برخو کې چې په ځان بسیا نه وي د نړیوالو د مرستو دوام ته اړتیا لري.
خو ده وویل چې اساسي چارې او د افغانستان ساتنه د افغانانو خپل کار دی.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر کرزی د راتلونکې سرطان میاشتې په پای کې نوي منتخب ولسمشر ته واک پرېږدي.