تاند- د افغانستان د ملي جبهې مشر احمدضیا مسعود نن اعلان وکړ چې اشرف غني احمدزي په غوڅ اکثریت انتخابات ګټلي او نوموړي ته مبارکي وايي.

احمدضیا مسعود د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د زلمي رسول لومړی مرستیال و خو د ولسمشرۍ په دوهم پړاو کې یې د عبدالله عبدالله په وړاندې د اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ.

ده د ولسمشرۍ په دوهم ځلي انتخاباتو کې له پنجشېر څخه اشرف غني ته ۱۲ زره رایې راوړي دي.

مسعود وویل چې تراوسه پوري د قسمي پایلو پر اساس وايي چې د ده ټیم یعني د بدلون او دوام ټیم د جوزا د څلرویشتمې نېټې د ولسمشرۍ انتخابات ګټلي دي.

ده په دوهم ځلي انتخاباتو کې د بدلون او دوام د ټیم په بریالیتوب افغان ولس ته مبارکي وویله او ژمنه یې وکړه چې دا ټیم به له بریالیتوبه وروسته په افغانستان کې مثبت بدلونونه راوړي.

احمدضیا مسعود دا هم وویل چې باید د افغانانو رایو ته درناوی وشي ځکه چې د دغو رایو پر اساس د افغانانو لپاره د هیواد راتلونکی ولسمشر غوره کېږي.

له لومړنیو قسمي او غیررسمي پایلو داسي ښکاري چې اشرف غني احمدزی تر خپل سیال عبدالله عبدالله شاوخوا ۱۳ لکه زیاتې رایې لري.

2 thoughts on “احمدضیا مسعود په دوهم ځلي انتخاباتو کې د بري لپاره ملت ته مبارکي وویله”
  1. افغانانو مبارک مو شه او عبدالله سپی چی سه وایی هغه هسی غپیژی
    اشرف غنی زنده باد

  2. قدرمن مسعود صاحب کور مو ودان او خپل مسؤلیت مو پدی وینا ادآ کړه
    احمدضیا مسعود دا هم وویل چې باید د افغانانو رایو ته درناوی وشي ځکه چې د دغو رایو پر اساس د افغانانو لپاره د هیواد راتلونکی ولسمشر غوره کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *