اشرف غني احمدزی هغه نوم دی چې نن سبا د هر ځوان، سپن ږیرې، میرمنې او ماشوم پر خوله دی. داسې ښکاري لکه د څو لسیزو یو فاتح، یو اتل ، یو ریښتینی مشر چې پیړی وړاندي او یا پرون تېر سوی وي او د ښونځي یو ماشوم چې خپلې ازموېنې لپاره چمتووالی نیسي په هکله یې له پلار او مور څخه پوښتنه کوي او یا لکه د تاریخ په مضمون کې د ماسټري سند تر لاسه کونکی یو محصل چې غواړي د خپل هیواد په تاریخ کې د دې ریښتني مشر په هکله هر څه ولولي د نوموړي یادونه په دومره خوند سره کوي ګواکې دی پخپله په دا ټولو لاسته راوړنو کې د نوموړي تر څنګ و.
دا هر څه ریښتیا هم داسې ښکاري لکه دا اولس چې قبل مسیحي په وخت کې په زرګونو ډلو ویشل شوی و او د سلګونو قبایلي مشرانو تر امر لاندې به یې ژوند کوۍ او بیا د اشرف غني احمدزي په نوم یوه مشر د خپل راتګ سره یو انقلاب راوست او دې قام ته یې احساس ورکړ چې د خپل انفرادي شعور پر بنسټ تاسو د نړۍ د یوه ستر کل جزو یاست.
که په ځیر وکتل سي د افغانستان اوسنئ عصر د سکندراعظم او د سیزر عصر دی، توپير یوازې دا دی چې د غني د جنګ فهم او تګلاره د سکندر اعظم له تګلارې ستره او د نپولین بونا له تګلارې موثره ده، هیغو جغرافییي کرښې ماتولې او غني قومي کرښي ماتوي.
پوښته دا ده چې غني، غني او غني څوک دی، آیا یو ستر پاچا او یا ستر جنرال دی؟ کوم شي نوموړی د برېښنا د تېزوالي په څیر هرې خوا ته وغځوی؟ د ده تر مشرۍ لاندې څه ډول پوځ دی، د کوم ټاکل سوي منزل په لور ده دا پوځ روان کړی؟
د دې ټولو پوښتنو ځواب یوازي (فکر) دی، هغه فکر نه چې د غني په سر کې دی ځکه چې غني هیڅکله د خپل فکر د ستروالي دعوه نه ده کړې بلکه هغه فکر چې غني اولس ته ورکړی، هغه فکر چې اولس د پېړیو خوسا سوي فکر څخه ژغوري.
تر ټولټاکنو وړاندی غني د یوه ریښتني مشر په څېر هر چاته خپله غیږه خلاصه کړه، که څه هم په اوسني عصر کې دا د کمپاین یوه اړینه برخه ده لاکن د اولس هر قام او قشر پر ځان راټولول د یووالي سمبول دی.
خو د حکومت تشکیلات او د کمپاین تشکیلات یو له بل سره ستر توپیر لري، د هیغو ټولو مشرانو او کشرانو دې کور ودان وي چې د غني ارګ ته راتګ یې ممکن کړ او غني یې په یوه ستره او نه هیرېدونکې ازموینه کې بریالئ کړ، خو اصلي ازموینه لاهم غني ته پر لار ده، زه ډاډمن یم چې ښاغلی غني له وړاندې لا د خپل راتلونکي حکومت د تشکیلاتو په هکله تر بل هر څه به ډیر جدي وي، او په دې به پوه وي چې هر هغه څوک چې سهار وختي به د نوموړي د خوب خوني د وره مخته لاس په نامه ولاړ او د جلالتمآب او داسې نورو الفاظو په کارلو خپله ورځ پیلوله اصلي خلک نه دي، او نه هغه خلک چې ډیری یې په تیرو لسو کلنو کې په نظام کې د والي، وزیر، وکیل او یا د پروني ګوندونو جوړونکي مشران پاتي سوي د راتلونکي حکومت چارواکي وي.
افغان اولس په دې تیرو دریالسو کلونو کې تر بل هر څه ډیر له فساد څخه ځوریدلي دی، او فساد یوازي د فاسدو څیرو په لرېکېدو له منځه تلی سي نه چې د فساد د نه کولو په امر. دا خو له امکان څخه لرې خبره ده چې غني دې د خپل راتګ سره سم په چارواکو کې دومره ویره خپره کړي چې دوی دې د فساد له نومه لا ډډه وکړي، دا ځکه چې یوه لسیزه فساد کول او نه پوښتنه په خپله یو چا ته دومره جرت ورکوي چې دی او څوکۍ بیا سره مخامخ سي نو په طبعي ډول وايې چې خیراوخیرت دی. او بل د اولس سره د چارواکو پخوانۍ پيژندنه، یو تاجر یا قراردادي چې ماځې د هغه پخواني چارواکي سره مخ سي چا چې په وار وار له دې تاجر یا قراردادي څخه رشوت اخیستی نو مخکې له دې چې چارواکی څه ووایې د دواړو پخوانی شناخت دومره وي چې هغه تاجر به خپله نوموړي ته د رشوت وړاندیز کوي، او دا ښاغلي چې د دې پیسو ډیر ښه خوند لیدلی به هیڅ کله له پیسو اخیستو ډډه ونکړي. نو په دې توګه غني باېد د نوو، پوهو او اهلو څیرو په ګمارلو افغانستان غني کړي.
د سرلوړي او غني افغانستان په هیله