همایون بابر – د امام صاحب ولسوالۍ د ځوانانو دغه غونډه، چې د امام صاحب د ولسوال او د کندوز د ځوانانو د امریت په نوښت په پامیر هوټل کې جوړه شوې وه، په کې د یادې شوې ولسوالۍ په لسګونو ځوانانو، محصلینو، د ولایتي شورا استازو او د کندوز یو شمیر حکومتي چارواکو ګډون کړی و.د ځوانانو آمر عبدالغفور هوتک د غونډې د رابللو اصلي موخه د ولایتي مسوولینو سره د ځوانانو مخامخ کینول یاد کړل، چې په وینا یې ځینې هغه کارونه چې د ولسوالۍ د ادارې له توانه لوړ وي، ځوانان هغه په خپله د ولایت د لوړ پوړو چارواکو سره شریک کړي.په غونډه کې د یادې شوې ولسوالۍ دغو په لسګونو ځوانانو اړوندو حکومتي چارواکو ته د خپلې سیمې د ستونزو په اړه خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې د حل لپاره یې اقدام وکړي.

د امام صاحب ولسوالۍ د ځوانانو یو تن استازی فقیرالله امین وویل، چې دوی د ولسوالۍ په کچه د ګڼو ستونزو سره مخ دي. هغه د سړکونو خرابوالی، د ښوونځیو د ودانیو کمښت، د ښوونیزیو، عصري او حرفوي کورسونو نشتوالی، د ولسوالۍ اکثرو خلکو ته د بریښنا نه رسیدل، بې روزګاري او خراب امنیت د سیمې د ثبات او پرمختګ پر وړاندې پراته خنډونه وبلل او زیاته یې کړه: (( د ځوانانو لویه ستونزه هغوی ته د لوړو زده کړو د زمینې د نه برابریدل دي، ددې تر څنګ هغه ځوانان، چې له لوړو زده کړو فارغ شوي په دولتي او نادولتي ادارو کې ورته د تجربې د نشتوالي او یا نورو بهانو له امله کار نه ورکول کیږي.))

امین زیاته کړه، چې که ځوانانو ته په ولسوالۍ کې د یو عامه کتابتون تر څنګ د کمپیوټر، انټرنیټ او انګلیسي ژبې د زده کړې کورسونه برابر شي؛ نو په وینا یې دغه کار به د سیمې د ځوانانو په پرمختګ کې موثر واقع شي.

ولسوال امان الدین قریشي هم د ځوانانو لخوا یادې شوې ځینې ستونزې تایید کړې؛ خو زیاته یې کړه، چې د ولسوالۍ محلي اداره هڅه کوي، چې د خلکو او په ځانګړي ډول د ځوانانو ستونزو ته د حل لارې چارې پیدا کړي.

د پوهنې رییس عبدالظاهر نظم وویل، چې د تېرو کلونو په پرتله په سږني کال کې په کانکور کې د کندوز د بریالیو محصلینو شمیر د پام وړ زیات شوی، چې په وینا یې لامل یې په ځینو ښوونځیو کې د کانکور د لارښوود پلي کول وو، هغه ژمنه وکړه، چې سږ کال به هم په مرکز او ولسوالیو کې د کانکور د لارښوود ورته کورسونه جوړوي، چې د کندوز د لیسو لا ډېر فارغان پوهنتونونو ته لار پیدا کړي.

د ولایتي شورا دوه تنو استازو محبوب الله محبوب او مولوي عبدالله قرلق د خپلو خبرو پر وخت د ځوانانو سره د خپلو هر ډول همکاریو ژمنه وکړه او دا او دې ته ورته پروګرامونه یې د ستونزو د هواري لپاره ګټور وبلل.

د غونډې یو تن ګډونوال قاري سلیم هم د چارواکو او ځوانانو مخامخ خبرې د خپلو ستونزو د حل په موخه ګټورې وبللې او زیاته یې کړه، چې دا لومړی ځل دی، چې د امام صاحب ولسوالۍ ځوانان  د ولایتي مسوولینو سره د خپلو ستونزو په اړه مخامخ خبرې کوي.

د یادونې وړ ده، چي د کندوز ولایت په ګډون په شمال ختیز زون کې ځوانان د بی روزګاري، د لوړو زده کړو، په دولتې ادارو او نا دولتې ادارو کې د کارموندني او د شته اداری فساد او بډوله  ننګونو او ستونزو سره مخ دی، ددغه ولایت د یوشمیرنظرخاوندانو په اند که چیري دولت ځوانانو ته د بوختیا مناسب امکانات چمتو نکړي لیری نده چې د ټولنې دغه ستره قوه کولي شي د سیمې امنیت  له ګواښ سره مخ کړی،په وروستیو کې د ځوانانو د بی روزګاري ستونزه ورځ په ورځ مخ پر لوړیدو ده چې افغان دولت هم د څوکلونو په تیریدو سره ندي توانیدلي چې د حل لازمه لاره چاره ورته ومومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *