یوه مشهوره سندرغاړې د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې ووژل شوه.

په پېښور کې د پولیسو یوه مشر ازادي راډیو ته وویل، ګلناز، چې په موسکان مشهوره وه، پرون د ناپېژندویو وسله والو په ډزو وویشتل شوه.

پولیس د ګلناز د خپلوانو له قوله وايي چې څلور حمله کوونکي د پېښور په ګلبرګ سیمه کې د هغې کور ته ننوتل او ډزې یې پرې وکړې.

ګلناز روغتون په ټپي حالت کې روغتون ته یووړل شوه او همالته یې ساه پرې کړه.

ګلناز، چې په اصل کې د خیبر پښتونخوا د مردان د پیرهوتي د سیمې اوسېدونکې وه، د پښتو سندرو په خاطر زیات شهرت ترلاسه کړی و.

تر دې مخکې هم په پېښور کې څو ښځینه سندرغاړې وژل شوي وې.

One thought on “مشهوره سندرغاړې ګلناز ووژل شوه”
  1. داکار دپاکستان استخباراتی اداره (ای ایس ای ) کوی، دوی په دی کار سره غواړی دنیا والو ته داوښیی چی پښتانه دهشت ګر او بنیادګر خلک دی، په داسی حال کی چی حقیقت داسی نه دی،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *