د تورو او سپينو ايراني پګړيو، امريکايي کوبايانو او غير سياسي اسلامي جنګياليو د خونړۍ لوبې ډګر

داعش په داسې حال کې چې د رمادي او فلوجې سيمې يې پخوا تر خپلې ولکې لاندې راوستې وې له يوې اونۍ راهيسې يې د عراق دويم لوی ښار موصل، له هغه وروسته بيجي او تکريت ښارونه ونيول او د جګړې لومړۍ کرښه يې بغداد ته نژدې د سامرا تر ښاره ورسوله. د داعش (دولة الإسلامية في العراق و الشام) ډلې د عراق له سني مېشتې خاورې څخه د اشغالګرې امريکا، بريتانيا او ايران په ملاتړ د مالکي ـ فارسي، صفوي، شيعي ـ لښکر د ټغر ټولولو وسله والو هڅو، ټول نړيوال هک پک حيران کړل.

په عراق کې د داعش دغه پرمختګ ځينې مهمې پوښتنې راولاړوي؛ چې دوی څوک دي؟! له کومه ځايه راغلل؟! د خبري سرچينو له مخې دغه ډله د شاوخوا ۶۰۰۰ جنګياليو په درلودلو سره څنګه کولای شي، دومره پراخه خاوره چې تقريبا له اردن سره برابره ده تر خپلې ولکې لاندې وساتي؟! په داسې حال کې چې د يادې ډلې واقعيت په سوريه کې د خپل دښمن (پاڅون کوونکو، نه امريکايي، صفوي، فارسي، علوي پوځ) پر وړاندې له برياليتوب څخه عاجزه شوه.

دې ته ورته څنګه د مالکي ميليوني پوځ چې په ميليونونو امريکايي ډالرو لګښت باندې روزل شوی و، د امريکايي ځواکونو په واسطه جوړې شوې پياوړې نظامي اډې او د ګڼ شمېر پرمختللو وسايلو له درلودلو سره-سره له لږ جګړې وروسته له منځه لاړ او تبخير شو؟! په داسې حال کې چې مالکي هم د صدام حسين په څېر ټولې چارې تر خپل واک لاندې ساتلې دي، ځکه نوموړی خپله هم د دفاع وزير دی او هم د کورنيو چارو؟!

له دې وروسته څنګه په اتوماتيک ډول کردي بشمرکه ځواکونو د کرکوک ښار ونيوه او د خپل تاريخي سياسي خوب ليدنې له مخې يې له خپل سياسي جوړښت کردستان سره يې يوځای کړ او په دې اړه د ترکيې له هېڅ راز جدي غبرګون سره مخ نشو؟!

دغه ناورين ته د يوه ځغلند نظر له مخې څرګنديږي، چې په عراق کې د امريکا له نظامي ماتې وروسته د هغې د سياسي برياليتوب؛ د تجزيې پروژه د تطبيق په حال کې ده، چې په ترڅ کې به يې عراق لږ تر لږه په دريو برخو وويشل شي: کردستان، سني او شيعه عراق.

د همدغه موخې د ترلاسه کولو لپاره ټولې رسنۍ هڅه کوي ترڅو داعش ډېره پياوړې او خطرناکه ډله معرفي کړي او د شيعه او سني کړکېچ ته تبليغاتي مشروعيت ورکړي او په سيمه (عراق او سوريه) کې د امريکا او ايران مستقيمې نظامي مداخلې ته لاره اواره کړي. په داسې حال کې چې د سيمې جګړه په حقيقت کې، له امريکا، بريتانيا د هغوی له لاسپوڅو مالکي او بشار له حکومتونو سره د اسلامي امت جګړه ده، نه نژادي او مذهبي جګړه. بل پلو امريکايي او ګڼ شمېر غربي رسنۍ په ټوله کې هڅه کوي، ترڅو د سني مېشته سيمو دغه پاڅون ته د اسلامي دولت نوم په پراخ او پياوړي ډول وکاروي، خو بريتانوي رسنۍ تر ډېره د دغه نوم له کارولو ډډه کوي او دغه حالت په سعودي-امريکايي العربيه او قطري-بريتانوي الجزيره کې تر ټولو ښه مشهود دی. دې ته ورته په سيمه کې د ترکانو اختطاف هم د عراق قضيه نړيواله کوي، ترڅو د کړکېچ د حل لپاره له نړيوال استکبار سره د هغوی سيمه ييز لاسپوڅي لکه ترکيه او ايران هم د حل په تحميلولو کې بنسټيزه برخه واخلي.

خو په دومره بيړه باندې د عراقي پوځ په شا کېدل او تېښته، پر والي باندې د خيانت تور، د اوباما له لوري د عراقي پوځ او امنيتي ځواکونو د له منځه تګ خبره او په کردي سيمه کې د بشمرکه ځواکونو پياوړی ثبات ټولې هغه پېښې دي، چې د عراق د تجزيې له پروژې سره بشپړه مرسته کوي. دې ته ورته په سيمه کې د عراقي پوځ له خوا د ګڼو وسلو، الوتکو او په بانکونو کې د سلګونو ميليونو ډالرو پر ځای پرېښودل او د داعش له خوا په سوريه کې د بشار تر ولکې او په عراق کې پر شيعه مېشتو ښارونو باندې بريد نه کول، هم هغه پوښتنه ده، چې يا يې ځواب تجزيه ده او يا به هم د پېښو جريان دغه واقعيت په نژدې راتلونکي کې تصحيح کړي.

 1

خو په لنډه توګه د سوريې په پآڅون کې د امريکا، اروپا او ايران له قطعي ماتې وروسته،  دا دی يو ځل بيا د اسلامي امت د غير سياسي جنګياليو په واسطه عراق په هغه سيمه بدليږي، چې د امريکا او ايران ګټې پکې يو له بل سره تقاطع کوي او له دغه ناورين څخه به دواړه خپلو ستراتيژيکو موخو ته رسي. ځکه هغوی په سوريه کې د شام پاڅون ولړزول او ايران د بشار له رژيم څخه د امريکا په شنه څراغ ورکولو سره هر ډول ملاتړ وکړ، ترهغه چې امريکا د سيمې د نورو خپلو لاسپوڅو دولتونو په واسطه يې د پاڅون يو شمېر ډلې وغولولې او د فتوحاتو د ځنډ سبب شوې، بل پلو يې د ايران په مشوره او د ملګرو ملتونو په چوپتيا بشار الاسد د کفري ډيموکراټيکو ټاکنو په ترڅ کې د راتلونکو اوو کلونو لپاره بيا ديکتاتور ولسمشر اعلان کړ.

بل پلو داعش د مدينې د وثيقې په نامه تړون خپور کړ او ځان پکې مشروع اسلامي دولت بولي او هرڅوک چې ورسره بيعت ونه کړي، هغه باغي ګڼي او وژني يې. داعش دغه کار د سوريې په رقه ښار کې هم تر دې وړاندې ترسره کړ. هر څوک به يې په لږ خبره فاسق، کافر او واجب القتل باله. نو نژدې راتلونکی به داعش د غربي ترمينالوژۍ له مخې د (تروريستي هلال) په آډانه کې چې له حلب څخه پيل په رقه او دير الزور باندې، تر انبار او موصل پورې رسيږي د صفوي، فارسي، شيعي پروژې پر وړاندې به په پراخه سني مېشته سيمه کې ځان جوړ کړي. نو نړيواله ټولنه به دغه خاوره تر سياسي، اقتصادي او لوژيستيکي محاصرې لاندې راولي تر هغې چې په دغه ټوله سيمه کې به د خلافت مفکوره او نظام د داعش په نمونه کې يو ځل بيا اسلامي امت ته وړاندې کړي. بل پلو به غرب له ايران سره د لا ډېر نژدې کېدو هڅه وکړي. له همدې امله د غرب او ايران تر منځ خبرې اترې په ډېر جديت سره د پرمختګ په حال کې دي او ايران ته هم په سوريه او عراق کې د غرب او ملګرو ملتونو له خوا دا حق ورکړل شوی، ترڅو په دغو دواړو ناورينونو کې د حل اساسي برخه وي. يعنې صفوي، فارسي، شيعه ايران او غرب به په ګډه د خلافت د راتلو مخه نيسي.

د دې ترڅنګ به داعش په سوريه کې هڅه وکړي، ترڅو له پاڅون کوونکو سره په دې دليل جګړې ته مخه وکړي، چې هغه مشروع اسلامي دولت دی. نو د سوريې پاڅون به هم له دومره وينو بهېدنو، شهيدانو، ويجاړيو، کډوالو او … وروسته خپله د غير سياسي مسلمانانو په واسطه له خپلې اصلي موخې څخه منحرف کړي، بشار به ځانګړی سياسي حاکميت ولري، کردان ځانګړی، شيعه عراق ځانګړی او داعش ځانګړی. نو سيمه به د شيعه، سني، عرب، فارس، کرد، ترک او نورو لږکيو تر منځ په مذهبي او نژادي اختلافونو اخته شي، هغه مهال به اسلامي امت يو ځل بيا د جګړو او بربريت عصر ته بوځي او ښکېلاکګر به له سيمې څخه د اوږدې مودې لپاره ګټه پورته کړي.

خو څه چې د عراق له ناورين څخه بربنډيږي:

الف؛ د لږو عقيدوي جنګياليو پر وړاندې د مجهز پوځ تېښته او نړېدل؛ د الهي سنت تکرار او له دې څخه د نور امت لپاره د فتحې پياوړی پيغام.

ب: د امريکا هغه سياسي منافقت يې څرګند کړ، چې په سوريه کې د بشار په واسطه د لکونو مسلمانانو د وژل کېدو له امله د امريکا ځواکونه په حرکت رانغلل، خو په عراق کې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره يې خپله الوتک وړونکې بېړۍ د دوه نورو جنګي بېړيو په ملګرتيا راوخوځوله.

ج؛ ايران په سيمه کې د امريکا ستراتيژيک دوست دی، چې تر ننه يې اړيکې پټې خو د شام او عراق په قضيو کې ټول بشريت ته بربنډې شوې، آن تر دې چې پرون د ايران جمهور رييس ورباندې يو ځل بيا په غير مستقيم ډول ټينګار وکړ.

د؛ ايران د اسلامي امت تر منځ د خلافت په واسطه د سياسي او جغرافيوي وحدت د تامين پر وړاندې د امت شديد دښمن او د امريکا او غرب ستراتيژيک ملګری دی.

هـ؛ د امريکا له خوا ايران د شرارت د محور په نامه او د ايران د اخوندي رژيم له لوري د امريکا لوی شيطان بلل، يوازې د عامه افکارو د غولولو هڅه وه، چې د حوادثو په تعقيب سره اوس تر لمر روښانه ده.

په دې اړه دغه حديث شريف هم د تدبر او تفکر وړ دی؟! د حواله له زوی عبدالله څخه روايت دی، وايي، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: “سَتُجَنَّدُونَ أَجْنَادًا: جُنْدًا بِالشَّامِ، وَجُنْدًا بِالْعِرَاقِ، وَجُنْدًا بِالْيَمَنِ” قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، اخْتَرْ لِي، قَالَ: “عَلَيْكُمْ بِالشَّامِ، فَمَنْ أَبَى، فَلْيَلْحَقْ بِيَمَنِهِ، وَلْيَسْقِ مِنْ غُدُرِهِ، فَإِنَّ اللَّهَ عزوجل تَكَفَّلَ لِي بِالشَّامِ وَأَهْلِهِ”.  يعنې: تاسې به پوځونه جوړوئ، يو پوځ په شام کې، يو پوځ په عراق کې، او يو پوځ په يمن کې، ورته ومې ويل: يا رسول الله ماته يې غوره كړه. نو ويې ويل: نو تاسو له شام سره يو ځای شئ، نو که چا ممانعت وکړ، نو له يمن سره يوځای شئ او د هغه له کوچنيو ويالو څخه اوبه واخلئ، ځکه پرته له شکه الله سبحانه وتعالی ماته د شام او د هغه د اهل کفالت کړی دی. حاکم په خپل مسند کې روايت کړی او ويلي يې دي چې دا صحيح الإسناد دی، خو تخريج يې نه دی کړی او همداراز الذهبي هم صحيح بللی دی.

په پايله کې هر هغه نظامي عمل چې په داسې سياسي واضح پروګرام باندې نه وي ولاړ، چې د اسلامي امت له عقيدې او رسالت څخه يې سرچينه اخيستې وي او د امت د سياسي او جغرافيوي يووالي ضمانت ونشي کړای، کورنيو جګړو ته د پای ټکی کېنږدي او د امت ټولې سرچينې خپلې نه کړي او د بهرني دښمن پر وړاندې يې ونه کاروي، لنډمهاله عمل دی، چې د اشغال، ښکېلاک او د هغوی د لاسپوڅو رژيمونو څخه د خلاصون په موخه د امت برياليتوب نشي تضمين کولی او آن د دې امکان لري، چې د امت د برياليتوب د ځنډ لامل هم شي. مګر بيا هم هيله له لاسه نه ورکوو، ترڅو راتلونکې ته هيله من وو، ځکه الله سبحانه وتعالی مدبر اليل والنهار دی او هغه خير الماکرين هم دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *