افغانستان-خوست
ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر
نېټه:٢٩-٣-١٣٩٣
درنو هېوادوالو!
تاسې خبر ياست چې اوس مهال دفرضي کرښې (ډيورنډ) ها خوا ته سيمو کې امنيتي ننګونې او پېښې زياتې شوې چې له امله يې دعامو خلکو په زرګونو کورنۍ دکرښې دې خوا خوست ولايت ته را کډه او ددغه ولايت په ګربز ،عليشيرو ،تڼيو او يو شمير نورو سيمو کې ميشته شوې دي.
د کرښې د واړو خواو ته پراته ولسونه د ويني او عقيدې پربنسټ ټينګې اړيکې او نه بېلدونکي پيوندونه لري ،همدا لامل دى چې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت او افغان ملت د بشر دوستۍ ،همدردۍ ،ورورولۍ او نړيوالو کنوانيسيونونو مطابق کډوالو ته خپله غيږه پرانيستې ده .
د اسلام دمقدس دين د لارښوونو او ارشاداتو مطابق د مهاجرت ژوند له ثواب ډک ژوند دى ، اسلامي امت ته ښايي چې هر وخت او دنړۍ په هر ګوټ کې له مهاجرينو سره نيک سلوک ،بشر دوستانه مادي او معنوي مرستې وکړي او دژوندانه له حالاتو يې ځان باخبر وساتي.
دمقدس جهاد پرمهال په ميليونونو افغانان بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډي پاکستان هېواد ته کډه شول چې د ياد هېواد دعام ولس له لوري ور سره داسې نيک چلند او مرسته وشوه چې اوس يې هم خاطرې او يادونه پاتې دي.
دجوزا دمياشتې د١١نېټې څخه تر نن ورځې پورې په زرګونو کورنۍ افغانستان ته را کډه شوې چې له دې شميرې څخه يواځې (١٤٠٤) کورنۍ ثبت او راجستر شوې دي چې ددغه کورنيو دغړو شميره (١٠١٨٩) تنو ته رسيږي چې نارينه ،ميرمنې ،سپين ږيري او ماشومان په کې شامل دي دنورو کډوالو کورنيو دثبت چارې هم روانې دي.
خوست ولايتي ادارې داسلامي او ملي مسووليت پربنسټ له راغليو کډوالو سره دمرستې او همکارۍ لړۍ پراخه کړې ده ، د ګربز ولسوالۍ په ګلان دښته کې يې (٤٠٠٠) زره جريبه ځمکه د کمپ لپاره ځانګړي او دا مهال په کې د کډوالو لپاره واحد کمپ جوړ شوى دى ، تر دې مهاله له (٤٠٠٠) زره څخه زيات ماشومان واکسين شوي ،له ٢٠٠کورنيو سره دخوراکي او غيرې خوراکي توکو مرسته شوې،نن او سا ورځ به د(٥٠٠) نورو کورنيو سره هم مرسته وشي او دغه لړۍ به همداسې دوام و لري. په يادو مرستو کې د(يو ان اچ سي ار) او (ډبليو ،اف ،پي) اساسي همکاري او رول دستاينې او مننې وړ دى.
خوست ولايت مقام د يو اساسي لومړيتوب ،اسلامي او ملي مسووليت پربنسټ د کډوالو ستونزو او غوښتنو ته د رسيدګۍ په خاطر يو باصلاحيته کميسيون د دولتي ادارو ،امنيتي ارګانونو او مرستندويه بنسټونو په ترکيب ټاکلى چې هره ورځ د کډوالو سره دمرستو،روغتيا پالنې ،تنظيم ،سمبالښت ،څارنې او دامنيت دتامين چارې تنظيموي ،شته ستونزې او اړتياوې په خپل وخت له ولايت مقام سره دهواري او رسيدګۍ په خاطر شريکوي.
ټول افغانان په ځانګړې توګه دخوست شريف ولسونه د ډير زړه سوي ،همدردۍ ،بشردوستۍ او ورورلۍ له مخې د راغليو کډوالو عزت او مېلمه پالنه کوي ، خپله ډوډۍ يې ورسره نيمايي کړې او په خپلو کورونو کې يې ځاى ورکړى دى او په ورته توګه دغه مېلمه پالنه دوام لري.
زه د خوست د ولايتي ادارې دلومړۍ درجه مسوول په توګه دخپل ولس دغه اسلامي او ملي احساس ستايم ،دهېواد له ټولو شتمنو خلکو ،ملي سودا ګرو ،ډاکټرانو ،ښوونکو ،صنفي اتحاديو او خيريه ټولنو غواړم چې له راغليو کډوالو سره د ويني او عقيدې پربنسټ خپله ورورولي وپالي ،همېشه يې د ژوند ،روغتيا ،ماشومانو دزده کړې او سپين ږيرو له حالت ځان خبر وساتي او لاسنوى يې وکړي.
سبا چې دجمعې مبارک او مقدسه ورځ ده ،دخوست ولايت دټولو جوماتونو له ملاامانو او خطيبانو مو غوښتنه دا ده چې د اسلامي ورورولۍ له مخې له کډوالو سره دمرستې او همکارۍ غږ اوچت وساتي ترڅو دټولنې هر قشر خپل مسووليت اداء کړي او راغليو کډوالو ته چې څه يې په وس پوره وي مرسته وکړي.
همدردي ،بشرپالنه ،زړه سوى ،مرسته او همکاري داسلامي ټولنې داوسيدونکو دژوندانه ترټولو ښې ځانګړتياوې دي ،بايد په ايماندارۍ ،ژمنتيا او مسووليت سره دغه ارزښتونه وپالو ،ګام اوچت کړو ،مرسته وکړو ،په دنيا او اخرت کې دخپل ځان لپاره دثواب او مغفرت سرمايه پيدا کړو.
په همدې هيله
عبدالجبارنعيمي
دخوست ولايت والي