سید احمد بریلوي

کله چي د ۱۸۷۲ کال د مې په میاشت کي د شیرعلي په نوم یوه پښتانه، د هند ګورجنرال لارډ مایو، د انډیمان د ټاپوګانو په مرکز کي په چاړه وواهه او مړ یې کړ؛ سره له هغه چي د انګریزانو حکومت د شیرعلي او هندوستاني مجاهدینو ترمنځ ارتباط ثابت نه کړ خو د هغوی تعقیب، محاکمو او آزار ته یې زور ورکړ. د دې اقداماتو په نتیجه کي د مجاهدینو تحریک ډیر کمزوری سو او ضمنا د سوات اخوند صاحب د انګریزانو سره داسي تفاهم ته ورسیدی چي هندوستاني مجاهدین به، په بونیر کي، د خپلو مرکزونو څخه شړي، نو دوی مجبور سول چي د پالوی او میدان په سیمو کي واړه مرکزونه جوړ کړي. که څه هم چي په ۱۸۶۵، ۱۸۸۵ او ۱۸۹۸ کلونو کي د پښتنو پر ضد د انګریزانو په حملو کي د هندوستاني مجاهدینو اغیزه لږ وه خو هغوی بیا هم د قبایلو سره د انګریزانو پر ضد جګړو کي برخه واخیستله او ډیر زیات یې د جنګونو په میدانونو کي ووژل سول.Ibid p 896

     عبدالله او د هغه هندوستاني مجاهدینو د سوات د اخوند او د پښتنو قبایلو له لاسه، چي زیاتره به اخوند تحریکول، ډیري بدي ورځي ولیدلې. عبدالله او د هغوی نور مشران د تسلیمیدلو خلک نه وه او خپل ټول ژوند یې یوه ارمان ته وقف کړی وو. مجاهدینو ته پرته له جګړې بله لاره نه وه پاته. هغوی خپلو کورونو ته ستانه کیدلای نه سوای او حکومت هم نور له هغوی سره هیڅ ډول روغي جوړي ته تیار نه وو. مجاهدین د ښې ډیری مودې لپاره د حسن زیو د پالوسي په سیمه کي پاته سول او تر یوې اندازې یې خپلي قواوي تنظیم کړې خو په هغه سیمه کي هم د اخوند له آزار او مخالفت څخه بیغمه نه وه. بالاخره په ۱۸۹۱ کي پر تور غره باندي د انګریزي قواوو د څلورم ځل عملیاتو په نتیجه کي مجاهدین ډیر کمزوري سول او حسن زي هم مجبور سول چي مجاهدین له خپلي سیمي څخه وباسي. عبدالله ډیرو زیاتو قبایلي مشرانو ته د ځای او مځکو ورکولو لپاره خواستونه وکړل خو هیڅ قومي مشر او قبیلې، د انګریزانو د انتقامي حملو له ویري، هغوی ته ځای ورنه کړ. بالاخره عبدالله د سید اکبر لمسي او د مبارک شاه زوی فیروز شاه ته پناه یوړه. مجاهدینو د هغه په سیمه کي یو څه وخت، په ډیرو بدو شرایطو کي، تیر کړ. عبدالله په ۱۹۰۱ کي وفات سو او د مجاهدینو د تنظیم او فعالیتونو چاري د هغه ورور عبدالکریم ته وسپارل سوې. که څه هم چي د مولوی عبدالله له وفات څخه وروسته تحریک دوام وکړ، او د شلمي پیړۍ تر دریمي لسیزي پوري، د بیلو بیلو مشرانو په رهبري، ژوندی پاته سو، خو له زوره ولویدی او زیاتره د محلي سیاست یوه برخه سوه.Wahabi Movement pp 316- 318 د سید احمد بریلوي د تحریک لومړنی هدف د هند له خاوري څخه د انګریزانو شړل او تر څنګ یې د هغو غلطو رواجونو پر ضد مبارزه وه چي د اسلام دین ته یې لاره پیدا کړې او د بیلو بیلو انحرافاتو او خرافاتو سبب سوي وه. که د سید احمد بریلوي تحریک د انګریزانو د زور او وسلو په مقابل کي ناکام سو نو د هغه پیروانو د هغه د اصلاحاتو تحریک ته دوام ورکړ. د پنجاب او په وروسته کي د پښتونخوا په سیمو کي یې د اهل حدیث او اهل قرآن په نوم ډلي او تنظیمونه جوړ کړل. دې دواړو ډلو، چي سړی یې چنداني په توپیر نه پوهیږي، نبوي حدیثونه او قرآني ایتونه د وروستي قضاوت لپاره اساس ګڼل؛ او د نورو څلورو سني مذهبونو څخه یې ځانونه مستقل بلل. دوی که څه هم چنداني ډیر نفوذ نه درلود او د یوه عادي مسلمان لپاره دا ګرانه خبره هم ده چي د حنفي مذهب، چي سید احمد بریلوي او د هغه پیروانو له لومړي سره اړه په درلوده، او د اهل حدیث یا اهل قرآن په توپیر پوه سي. د سید احمد بریلوي پیروانو، په پوره ایمانداری، د هغه د اجتماعي اصلاحاتو لاره تعقیب کړه. که څه هم چي اسلام هري کونډي ته د بیا میړه کولو اجازه ورکړې وه خو د پښتونخوا او هند د مسلمانانو په منځنی طبقه کي چا د کونډي د بیا میړه کولو خبره کولای نه سوای. د سید احمد بریلوي پیروانو د دغه ناوړه دود پر ضد ډیري سختی مبارزې وکړې او عملا یې کونډو ته د میړه کولو فرصتونه برابر کړل. خلک یې په دلایلو او زور مجبور کړل چي ښځو ته د میړه په انتخاب کي حق ورکړي او دغه راز یې په میراث کي د ښځو د شریکولو لپاره، چي تر دغه وخته پوري یې اکثرو خلکو تصور نه سو کولای، ډیري زیاتي هلي ځلی وکړې، او ښځي یې خپلو حقوقو ته متوجه کړې. د ښځو په ښوونه او روزنه کي یې ډیره ښه وڼده واخیستله او د هند په خاوره کی یې د هغوی د بشپړي ازادی لپاره اساس کښیښود.History and Culture of Indian p 149

   په پښتونخوا کي د سید احمد بریلوي د تحریک د کراریدلو سره سم د حاجي فضل واحد په نوم یوه بل مذهبي مشر، چي د ترنګزیو په حاجی صاحب مشهور سو، د اجتماعي اصلاحاتو پروګرام پیل کړ. د ترنګزیو حاجی صاحب هم د سید احمد بریلوي په څیر د انګریزي استعمار دښمن وو او وخت په وخت یې د مهمندو قبایل، چي د هغه د نفوذ سیمه وه، وسله وال جهاد ته وهڅول، خو څرنګه چي د هیڅ لوري مرسته ورسره نه وه نو وسله وال مقاومت یې پرله پسې له ماتي سره مخامخ سو. د ترنګزیو حاجي صاحب هغه کسان چي د لوڼو او خویندو پر سر یې ډیر درانه ولورونه غوښتل مجبور کړل چي خپلي لوڼي او خویندي په شرعي مهر خپلو میړونو ته وسپاري. د ودونو، سنتیو، فاتحو او جنازو په مراسمو کی یې د بیځایه او غیر شرعي خرڅونو پر ضد مبارزه وکړه او د پښتنو په لیري پرتو کلیو او بانډو کي یې د پښتنو د باسواده کولو لپاره مدرسې جوړي کړې. د ترنګزیو حاجي صاحب د عمر تر پایه پوري د انګریزي استعمار سره خپل مخالفت ته دوام ورکړ. د برټانوي هند حکومت پر هغه باندي څو ځله ډیري سختي حملې وکړې خو په خپل هدف کي، چي د حاجی صاحب له منځه وړل وو، بریالی نه سو.

Lords of the Khybar p 195

د سید احمد بریلوي د تحریک د پیل څخه بیا تر ختمیدلو او کراریدلو پوري انګریزان یوازي د هندوستاني مجاهدینو له ستونزي او مقاومت سره مخامخ نه وه بلکه د پښتونخوا په توله سیمه کي یې له تقریبا هري قبیلې سره جنګونه وکړل او د هري قبیلې مقاومت یې په خپل ټول زور کرار کړ. خو له بده مرغه چي نه د قبایلو ترمنځ اتفاق او هماهنګي موجوده وه، نه د کابل د سردارانو له خوا، لږترلږه مرستي ورته را ورسیدلې او نه د مقاومت د مذهبي مشرانو ترمنځ اتفاق او یووالی موجود وو؛ او لا یې د یوه بل ریښې وهلې. کنه نو د انګریزانو لیکوالان او مورخین د پښتنو جنګیالو پر زړه ورتیا او قربانیو باندي اعتراف کوي؛ او دا مني چي په جنګ کي یې کمی نه دی کړی. میجر هینري راورټي Major H.G Raverty لیکي چي افغانان څه اعلی عسکر دي؛ داسي ملت چنداني نسته چي یو په یو دي له دوی څخه په جسماني زور کي میدان وګټي. کتاب لیکونکو ته دا حقیقت نه معلومیږي بلکه هغه کسان چي د دوی په منځ کي یې ژوند کړی وي په دې حقیقت پوهیږي چي دوی نه په زړه ورتیا او نه هوښیاري کي تر چا پاته دي. Notes on Afghanistan p 163

     بل مورخ لیکي چي افغان هیڅ وخت په جنګ کي زاری نه کوي بلکه لکه پړانګ داسي جنګ کوي. او تر هغو پوري چي نور یې نو په ګوتو کي د توپک د ماشې د کشولو توان پاته نه وي او نور یې لاس د توري د پورته کولو زور نه لري او دښمن ټپي کولای او وژلای نه سي دی به خوځیږي. پر خاورو له پراته افغان څخه باید سړی هر وخت ډار ولري؛ کیدلای سي چي یو ناڅاپه را پورته سي او پر دښمن باندي خپل وروستی سخت ګوزار وکړي. دوی د کافر له وژلو څخه ډیر سخت خوند اخلي. په هغه زړه ورتیا چي دوی زموږ سره جنګیدلي دي، مړانه یې د ستایلو وړ ده. India and the Frontier pp 777-778

یو بل انګریز صاحب منصب، کپټن ایچ ایل نیویلCaptain H.L Nevill،چي د وزیرو سره په جګړو کی یې برخه اخیستې ده لیکي چي دوی د هغوی له یوې ډلي سره مخامخ سول، چي له مورچلونو څخه یې ډزي کولې؛ چي ګولۍ یې ختمي سوې نو له غره څخه یې ډبري وارولې او څو تنه یې ټپیان کړل. کله چی پوه سول چي د دښمن قوه ورته نیژدې کیږي نو له ایستلو تورو سره یې په حمله پیل وکړ او ټول قتل سول… د هغوی د کلیو ټوله شته مني مو یا تباه کړه او یا مو راسره واخیسته؛ په سبا مو د وزیرو د میداني د کلي، ګنداب او زکه د کلیو څخه ډیر زیات شمیر پسونه، غوایی او اوښان راوستل.Campaigns on the North-West pp 44-45

د انګریزانو دغه ظالمانه جنګي عملیات نه په یوه سیمه او نه په یوه قام پوري محدود پاته سول، کلونه او په لس هاوو کلونه یې دوام وکړ او بالاخره حتی د برټانیې د پارلمان غړو، سیاستمدارانو او مطبوعاتو دا عملیات وحشیانه وبلل او وې ویل چي دا عملیات پرته له دې چي د کلیو او شته منیو تباهي او د بیګناه انسانانو قتلول وبلل سي بل مفهوم نه لري.History and Culture of Indian pp 1002-1003. البته د انګریزانو د مرکزي حکومت او د برټانوي هند د حکومت په عمومي پالیسي کي، چي هدف یې د پښتني قبایلو د سیمو لاندي کول او ایلول وه، هیڅ تغیر رانه غی.

اخوند صاحب:

د سوات د اخوند صاحب نوم په نولسمه پیړۍ کي، د پښتني قبایلو له ښورښونو او تحریکونو سره په عمومي صورت او د هندوستاني مجاهدینو له تحریک سره په خاص ډول تړلی دی؛ ځکه نو د هغه په باب یو څه ږغیدل لازم دي.

اخوند صاحب، چي اصلي نوم یې عبدالغفور دی، د اته لسمي پیړۍ په پای کي د سوات د جبرۍ په کلي کي زیږیدلی دی. د هغه د وړوکوالي او د ځوانۍ د لومړیو کلونوپه باره کي نور معلومات نسته خو دونه پوهیږو چي هغه په وړوکوالي کي غواوي او غوایی څرول او ډیر لیکوالان یې د ګوجرو قبیلې ته منسوبوي. د وړوکوالي څخه په پرهیز او پاکۍ مشهور وو او غواوي او میښي به یې د خلکو په مځکو کي څریدلو ته نه پریښودلې او د هغو غواوو او میښو د شیدو له چښلو څخه به یې پرهیز کاوه چی د ده په اند په پردیو مځکو کي څریدلي وې. د اته لس کلنۍ څخه یې د دنیا کارونو ته شا کړه او د دیني درسونو د تعقیبولو ترڅنګ د یوه کامل پیر په لټه کی سو. د تصوف په طریقو کي یې نقشبندیه انتخاب کړه او د اټک د قلا څخه پورته یې د بیکا په وادي کي په ذکر او د خلکو څخه په ګوښه کیدلو پیل وکړ. دوولس کاله یې له خلکو څخه جلا ژوند وکړ او زیاتره به یې په وښو او ایږدنو ګوزاره کوله. په وروسته کي یې د اوبو پر ځای شیدې چښلې او د عمر تر پایه، یعني دري اتیا یا څلور اتیا کلنۍ ، پوري یې ساده خوړل او ساده اغوستل. د خلکو څخه د جلا ژوند کولو او له سهاره ترماښامه عبادت کولو په ترڅ کي یې شهرت په ټولو پښتني سیمو کي خپور سو او له هري خوا خلک ورباندي را مات سول. پښتنو تر دیني عالمانو او پرهیزګارانو، ملنګانو، درویشانو او پیرانو ته زیاته عقیده درلوده او په ډیر لږ وخت کي یې د اخوند صاحب په باره کي د کرامتونو کیسې خپرې کړې.

ملک بابا، چي د یوه رقیب خان سره په جګړه کي یې د کورنۍ ډیر زیات غړي او تقریبا ټوله شته له لاسه ورکړي وه د اخوند صاحب دربارته ورغی. د اخوند صاحب په لنګر کي یې یو غویی حلال کړ او په لږه موده کی یې هم رقیب خان له منځه یووړ او هم یې خپله خاني او شته مني ترلاسه کړه. دې پیښي د اخوند صاحب اعتبار او نفوذ ډیر زیات کړ او هغه ته یې نور هم دا توان ورکړ چي نور واړه خانان او مشران د خپلي خوښي تر بیرغ لاندي سره راټول او متحد کړي. Political Leadership p 60

نوربیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *