سید احمد بریلوي

     سید احمد بریلوي د تحریک په لومړي سر کي د اسلام په دین کي د هندو عقایدو او رسومو د نفوذ پر ضد تبلیغ پیل کړ او د هغه دغه راز تبلیغاتو او په وروسته کي د سیکهانو پر ضد د هغه جګړو هندوان د هغه عقایدو او تحریک ته بدبینه کول او چنداني اعتماد یې نه په کاوه. خو کله چي د سیکهانو دولت ړنګ سو اود سید احمد پیروانو د انګریزانو به مقابل کي د پخوا په څیر خپلو حملو او مبارزو ته دوام ورکړ نو هندوانو هم زړونه ور نیژدې کړل او حتی همکاري یې ورسر پیل کړه. داسي شواهد او اسناد موجود دي چي ډیر هندوان د هندوستاني مجاهدینو د ملاتړ په ګناه بندیان سوی دي. سړی ویلای سي چي د هندوستاني مجاهدینو تحریک د انګریزي استعمار د تباه کولو او په هند کي د اسلامی دولت د ټینګولو لپاره داسي مبارزه وکړه چي هیڅ وخت کي يې د هندوانو سره ټکر ونه کړHistory and Culture p 900

سید احمد بریلوي له واده کولو څخه د کونډي منع کول هم په اسلام کي د هندو مذهب د رسمونو او رواجونو نفوذ او اثر بولي. دی وایی دا بد رسم په هندوستان کي د مسلمانانو او هندوانو د ګډ او نیژدې ژوند له امله زیات سوی دی، چي ځیني کسان دې روا او حتی مستحب کار ته په کرکه ګوري او تر شرعي حرامو یې هم سخت نا جایز بولي. دی وايي د دغه رسم د لیري کولو لپاره بشپړ کوښښ باید وسي او باید خلک په دې قانع کړل سي چي خپلي کونډي میړونو ته ورکړي او که چیري کوم څوک په دغه برخه کي د چا پر خبرو او تبلیغ غوږ نه نیسي نو باید چي له هغه سره اړیکي وشلول سي. ځکه چي د کونډي دوهم میړه بد بلل یقینا د هندوانو د عقایدو اثر دی کنه نو بل څه دلیل کیدلای سي چي خلک کونډو ته د بل میړه د کولو اجازه نه ورکوي. سید احمد وایی که د دغه رسم او رواج په پریښودلو کي ستاسي د مشرانو د رسم او عادت د ماتولو سوال را منځته کیږي نو هیڅ پروا یې مه کوی او د الله ج طرف تر ټولو حقوقو مقدم او افضل وبولی ( صراط مستقیم ص ص ۱۲۸-۱۲۹)

تصوف:

     محمد بن عبدالوهاب او د هغه پیروان د تصوف له مسلې سره چنداني علاقه نه لري او که یې په خپلو لیکنو کي یوڅه علاقه ورسره اخیتسې ده نو زیاتره یې صوفیان او تصوفي لاري او طریقې غندلي او د شریعت پر احکامو یې ډیره زیاته تکیه کړې ده. خو د سید احمد بریلوي تحریک په داسي شرایطو کي فعالیت کاوه چي د هندو مذهب نه یوازي د مسلمانانو په عقایدو او رواجونو کي څرګند نفوذ کړی وو بلکه دومره زیاتي طریقې او سلسلې منځته راغلي وې او دومره پیرانو ظهور کړی وو چي ټولنه یې له بنګال څخه تر پښتونخوا پوري د عقایدو له بحران سره مخامخ کړې وه. که څه هم چي د تصوف لومړیو علمبردارانو او د بیلو بیلو طر یقو موسسینو هم د شعر او نثر په وده او هم د علم او منطق په انکشاف او فلسفي افکارو او عقایدو په پرمختګ او د موسیقي د هنر په غني کولو کي ډیره ښه ونډه واخیستله خو په وروستیو پیړیو، په تیره بیا اته لسمه او نولسمه پیړۍ کي د پیری او مریدی کلتور یوازي د پټو سترګو د پیروی او د یو ډول فاسدي روحاني سوداګری شکل واخیست. سید احمد له دغو پیرانو سره د مبارزې لپاره پخپله هم د خپل مرشد شاه عبدالعزیز څخه د دریو طریقو، چشتیه، قادریه او نقشبندیه خلافت او اجازت تر لاسه کړ او وروسته یې د دغو تش په نامه پیرانوسره ، چي د اسلام دین یې د انحرافاتو له جدي خطر سره مخامخ کړی وو، د جنګ اعلان وکړ. سید احمد دغو پیرانو ته صوفي شعار ملحد نوم ورکړ او وې ویل چي هغوی د شریعت سره له مخالفت څخه هیڅ نه بیریږي بلکه له شریعت سره مخالفت یې خپله وظیفه ګرځولې ده او د شرک ډیر لوی لوی اعمال سرته رسوي او خلکو ته د الحاد او کفر خبري ورښيي. سید احمد وایی چي د دغو کسانو سره باید د هغوی د اعمالو سره سم اقدام وسي. څوک چي د قتل وړ دي هغوی باید قتل سي، او چي د تعزیر او سزا وړ دي هغوی ته دي سزا ورکړه سي او که د شریعت سره سم احکام ورباندي جاري کیدلای نه سي نو له هغوی څخه دي بیزاري وښودله سي او د هغوی له مجلسونو دي پرهیز وسي. که چیري د هدایت وړ وي هغوی ته دي د هدایت خبري وسي او که نه وي نو د هغوی سره د مخامخ کیدلو نه د ځان ژغورل هم ډیر ضروري عمل دی. ( صراط مستقیم ص ص ۹۰-۹۱)

په صراط مستقیم کي، سید احمد بریلوي په دریو مهمو طریقو کي د مرشدی ادعا کوي او د هري طریقې د ذکر او سلوک په باب تفصیل ورکوي او بالاخره د سیر فی الله خبري کوي. دا هغه څه دي چي د محمد بن عبدالوهاب او د هغه د پیروانو په ادبیاتو کي نه لیده کیږي. د محمدبن عبدالوهاب او د هغه د پیروانو په ادبیاتو کي ، د احادیثو په استناد، پر قبرونو د جوماتونو جوړول او د خپلو پیغمبرانو له قبرونو څخه د عبادت ځایونو په حیث کار اخیستل شرک دی. حضرت پیغمبرص خپلو اصحابو ته اجازه ورنه کړه چي د هغه پر قبر باندي جومات جوړ کړي او هغوی ته یې وویل چي زما لپاره ټوله مځکه جومات دیKitab al Tawhid pp 64-65

د سعودي عربستان فقید مفتي اعظم د آیه په استناد وایی چي پرته له الله تعالي ج څخه د مړو، ونو او بتانو څخه مرسته غوښتل شرک دی او د عبادت کولو له هغه مطلب سره تضاد لري چي خدای تعالی ج د هغه لپاره انسانان او پیریانان پیدا کړي دي( اقامته البراهین ص۵) دغه راز بل ځای د خپل مطلب د ښه ترا روښانولو لپاره د سوره اعراف ۱۸۸ آیه راوړي. حق تعالی خپل پیغمبر ته په خطاب کي وایی” ووایه چي زه د هیڅ خیراو شرد رسولو توان نه لرم او هر څه د خدای په اراده کي دي. که ما د غیبو د لیدلو توان درلودلای ما به ټول خیر څو چنده کړی وای او ماته به هیڅ ضرر نه وای رسیدلی. زه یوازي تاسي ته خبرداری درکوم او هغو کسانو ته چي ایمان یې راوړی دی ښه زیری ورکوم” مفتی اعظم لیکي چي پیغمبر پخپله له خدای تعالی څخه پرته له بل هیچا څخه مرسته نه ده غوښتې او د بدر په جنګ کی یې پرله پسې دا ویل چي خدایه خپلي وعدې پر ځای که…( هغه کتاب ص ۱۰)

پر قبرونو باندي د زیارتونو او جوماتونو د جوړولو او له زیارتونو څخه د مرستو غوښتلو په برخه کي سید احمد بریلوي او د هغه نیژدې ملګری مولوي شاه اسماعیل دغه ته ورته نظریات لري خو کله چي د تصوف او د سید احمد د کراماتو خبره راځي نو شاه اسماعیل، ګواکي خپل نظرپخپله ردوي. د طریقو په برخه کي وایی چي کله شاه عبدالعزیز په قادریه او نقشبندیه کي د سید احمد د شاملولو اراده وکړه نو د غوث الثقلین او خواجه بهاءالدین نقشبندي ترمنځ تقریبا یوه میاشت دعوه وه او د دواړو مقدس ارواح غوښتل چي سید احمد دي یوازي د هغه په طریقه کي شامل سي. تر څو چي بالاخره دواړو جوړه سره وکړه او د دواړو مقدس ارواح پر سید باندي خپله جلوه ظاهره کړه او بشپړه توجه یې ورته وکړه او په یوه وخت کی یې د دواړو طریقو خلافت په نصیب سو. مولوي شاه اسماعیل وروسته لیکي چي د چشتیه په طریقه کي د سید د شاملیدلو کیسه داسي وه چي سید د شیخ قطب الدین بختیار کاکي د قبر سره مراقبه وو او د هغه مقدس روح ورته څرګند سو او هغه یې په خپله طریقه کي شامل کړ( صراط مستقیم ص ۳۱۰) موږ ګورو چي د مولوي شاه اسماعیل په ټولو آثارو کي د قبرونو او زیارتونو سره تقریبا د محمد بن عبدالوهاب په څیر مخالفت څرګند سوی دی خو کله چي د سید احمد د کراماتو خبره کیږي نو بیا ګورو چي مقدس ارواح ظاهریږي او هغه ته په خپلو طریقو کي د شاملیدلو بلنه ورکوي. محمد بن عبدالوهاب د دغه راز خوبونو لیدلو او مقدس ارواح لیدلو ته ځکه اړتیا نه درلوده چي له لویه سره یې د دغه راز خوبونو او کراماتو ته د خرافاتو په سترګه کتل او له بلي خوا په عربستان کي د دغه راز پیرانو له مخالفت او ستونزي سره مخامخ نه وو، خو سید احمد مجبور وو چي د پیرانو سره د پیری په جامه کي وجنګیږي او لا ځان په یوه وخت کي د دریو طریقو دونه مهم خلیفه معرفي کړي چي پر خلافت باندي یې د طریقو د موسسینو جګړه وي. محمد بن عبدالوهاب خپله مبارزه، له لویه سره د خرافاتو، زیارتونو او د اسلام په دین کي د انحرافاتو او بیځایه بدعتونو پر ضد پیل کړې وه، او د شلمي پیړۍ تر نیمایی پوري یې تحریک په همدغو کرښو کي پاته سو. که یې چیري پخپله هم په دې خرافاتو کي عملي برخه اخیستې وای نو له مبارزې او تحریک څخه یې هیڅ نه جوړیدل. سید احمد بریلوي له لویه سره د شاه عبدالعزیز پر لاس، چي پخپله هم پیژندل سوی عالم او روحاني شخصیت وو، وروزل سو او ټولني ته د یوه لوی پیر د مرید او وروسته پخپله د یوه زاهد او مرشد په نوم را دمخه سو. هغه ته د وخت اجتماعي شرایطو د پیری او مرشدی او د انګریزي استعمار سره، چي ده د زړه له کومي کرکه ورڅخه درلوده، او په هند کي یې د ټولو بد مرغیو عامل باله، د مبارزې وظیفه ور په غاړه کړه. دا دواړه هغه ټکي دي چي د سید احمد بریلوي تحریک یې د محمد بن عبدالوهاب د اصلاحاتو له تحریک څخه بیلاوه. محمد بن عبدالوهاب نه پیر وو، نه د تصوف کومي طریقي ته منسوب وو او نه يې له انګریزي استعمار سره ډغري وهلې.

طریقه محمدیه:

سره له هغه چي سید احمد بریلوي په دریو مهمو طریقو کي له خلکو څخه بیعت ترلاسه کاوه خو یوه بله طریقه یې، چي په هند کي یې د شاه ولی الله په زمانه کي اساس ایښودل سوی وو، او محمدیه بلل کیدله، هم رامنځته کړه. محمدیه، چي د اسلام د پیغمبر لاره بلل کیدلای سي، یو داسي تصوفي تحریک وو چي پیروانو یې ادعا کوله چي د اسلام هغه پاک او صاف حالت بیرته را ژوندی کوي چي د پیغمبرص او د هغه د اولاد او اصحابو په وخت کي موجود وو. البته هغه طریقه محمدیه چي سیداحمد بریلوي یې تبلیغ کاوه او خلک یې ورته رابلل، په اصل کي کومه تصوفي طریقه نه ده. نه د تصوف په باره کي په لیکل سویو کتابونو کي د تصوف په سلسلو کي د دغي طریقې نوم یاد سوی دی او نه پخپله سید احمد بریلوي په صراط مستقیم کي د دې طریقې نوم یاد کړی دی. دغه تنظیم په اته لسمه پیړۍ کي د ډهلي خواجه نصیرالدین، چي په شعر کي یې نوم عندلیب وو، منځته راووړ او د هغه زوی خواجه میر درد، چي د پلار په څیر د اردو او فارسي ژبي صوفي شاعر وو، هغې ته ښه وده ورکړه. په داسي حال کي چي محمد بن عبدالوهاب او د هغه پیروانو په خپلو تبلیغاتو او د اصلاحاتو په فعالیتونو او عملیاتو کي چنداني د طریقې او تصوف نوم نه دی اخیستی. سید احمد بریلوي د محمدیه طریقې په اساس ویل چي د بشپړي مسلمانی لپاره طریقت او شریعت دواړه لازم دي. سید احمد د طریقه محمدیه په تشریح کولو کي پر دې خبري ټینګار کاوه چي د انسان هر عمل باید د خدای ج د رضا لپاره وي. که یو مسلمان واده کوي نو باید په زړه کي یې دا خبره وي چي غواړي په دې توګه ځان له فساد څخه وساتي. که کارو بار کوی نو باید په زړه کي یې دا خبره وي چي غواړي د خپل کاله لپاره حلاله نفقه پیدا کړي. که خوراک کوي نو باید چي نیت یې دا وي چي غواړي د خدای ج د عبادت لپاره انرژي ولري او د لمانځه د کولو، روژې نیولو، حج د فریضې د ادا کولو او که لازمه وي د جهاد لپاره قوت ولري.Sayyid Ahmad p 96

سید احمد بریلوي ویل چي مسلمان باید له ټولو انسانانو سره خواخوږي او مهرباني وښيي. سید احمد بریلوي وايي پیغمبرص ویلي دي چي خدای تعالی پر هغو خلکو مهربان دی چي پر انسانانو باندي مهربان وي پر مځکه باندي په اوسیدونکو مخلوقاتو باندي مهربان اوسی څو هغه چي په اسمان کي دي پر تاسي مهربان سي. سید احمد وایی د دې حدیث اصلي مفکوره دا ده چي د نورو خلکو د ارزوګانو او ارمانونو په پوره کولو کي مرسته وکړی، او د مسلمان او کافر دواړو د هدایت دعا وکړی. کوښښ وکړی چي د ټولو خلکو سره د مرستي په لاره کي خپل ټول وس تمام کړی. خلکو ته ډوډی ورکړی، جامې ورکړی او حتی که مو د یوې خرما ورکولو مرسته په وس رسیږي خپل وس مه سپموی. سید احمد بریلوي وایی د هر چا سره د هغه د ضرورتونو او اهلیت په اساس سلوک وکړی. او دغه راز د مغرورو خلکو سره، چي نورو ته په کښته سترګه ګوري، کار مه لری. خو دا خبره مه هیروی چي د هغو د هدایت لپاره باید دعا وکړی او دې ته مه ګوری چي هغه ښه سړی دی او که ګناه کار دی.ibid pp 130-131

سید احمد بریلوي د هند په څیر یوې تولني کي ژوند کاوه چي ډیر لوی اکثریت اوسیدونکي یې هندوان ول؛ هغه ته څرګنده وه چي که مسلمانان په هند کي نیکمرغه ژوند غواړي نو باید چي له هندوانو سره په سوله کي ژوند وکړي. هغه چي هر کله د عقایدو او دین خبري کوي نو د هندوانو عقیدې او دین ته درناوی کوي او یوازي د خپلو مسلمانانو په عقایدو او رسومو کي د هندو عقایدو نفوذ غندي. محمد بن عبدالوهاب له دغه راز ستونزي سره مخامخ نه وو او دې ته اړ نه وو چي د عیسویانو، هندوانو او نورو مذهبونو د پیروانو مراعات وکړي. د صحیح مسلم یو حدیث را نقلوي او وايي چي ابوحیاج وايي چي ماته علي رض وویل چي زه تا ته هغه ماموریت در سپارم چي ما ته پیغمبر ص را سپارلی دی او هغه دا چي هیڅ مجسمه بې ورانولو مه پریږده او تول هغه قبرونه چي جګ جوړ سوي دي له خاورو سره برابر کړهKitabal Tawhid p 152

په داسي حال کي چي دا دواړه کسان د اصلاحاتو راوستلو او د اسلام له دین څخه د خرافاتو د لیري کولو آو په اسلام کي د نورو مذهبونو د نفوذ پر ضد مبارزه کي تقریبا یو شان نظر او ماموریت لري، خو اجتماعي شرایطو او ضرورتونو د دوی دواړو په نظر او عمل کي څرګند توپیر را وستی وو.

د هندوانو او غیر مسلمانانو په برخه کي، د سید احمد بریلوي دغه پراخ نظر د هغه د لوی مرشد شاه ولی الله له نظر سره څرګند توپیر لري. که څه هم چي شاه ولی الله هم طریقه محمدیه تبلیغوله او د دغي طریقي له موسسینو څخه ګڼل کیږي خو هغه هندوانو او نورو غیرمسلمانانو ته په ډیره سپکه سترګه کتل او توصیه یې کوله چي هغوی باید په زور مسلمانان کړل سي اوعبادت کولو او درمسالونو ته پرې نه ښودل سي او پر دې برسیره باید د هغوی لپاره په ټولو اجتماعي او سیاسي چارو کي تبعیضي قوانین وضع سي او له هغوی سره په هیڅ توګه عدالت ونه سيShah Wali-Allah p 286شاه ولی الله وروسته وایي چي د هندوانو د مسلمان کولو پروګرام باید یوازي د هغوی مشرانو ته متوجه وي. د کافرانو له کښتي طبقې سره دي غرض نه کیږي او هغوی دي په کروندو کي خپلو کارونو ته پریښودل سي چي خپله جزیه ورکړي. دوی دي د بار وړونکو حیوانانو او د کرني د چارو د څارویو په څیر په زحمت او نا امیدی کي وساتل سيIbid p 286

شاه ولی الله حتی په دې هم بسیا نه دی او د هغو کسانو په مسلماني باور نه لري چي د توري په زور مسلمانان سوي دي. دی وایی دغه کسان په حقیقت کي منافقان دي او د قیامت به ورځ به د نورو کفارو سره یو ځای د دوږخ په ژوره شیله کي یو ځای سوځي. دی وایی د توري زور د مسلمانو سویو کافرانو له زړونو څخه شک او ګومان نه دی ایستلی او هر وخت د هغوی د بیرته کافر کیدلو احتمال سته. دی وايي چي امامان باید دغو کسانو ته تبلیغ وکړي او په عقلي دلایلو د اسلام حقانیت ورته ثابت کړي.Ibid

سید احمد بریلوي، هم د شاه ولي الله او شاه عبدالعزیز په څیر، ویل چي باید په شریعت کي مستقیما د پیغمبر ص خپله لاره تعقیب سي او له ټولو هغو خرافاتو څخه ځانونه وژغورل سي چي تش په نامه ګمراهو صوفیانو منځته راوړي او خلک یې په عادت کړي دي. البته سید احمد بریلوي په خپلو تبلیغاتو او عمل کي ډیره نرمه لاره اخیستې وه او دغه علت دی چي ډیرو هندوانو د هغه پرلاس باندي بیعت وکړ او ډیر شیعه ګان د هغه د تبلیغ او سلوک له امله سنیان او د ده مریدان سول.خو طریقه محمدیه په عین حال کي پر اجتهاد باندي ټینګار کوي او وایی چي د مسلمان لپاره تقلید ضروري نه دی او باید چي د قرآن شریف او احادیثو د تفسیر او تعبیر صلاحیت ورکړه سي. شاه ولی الله پخپله خپل ځان مجتهد بولي او وايي چي تر بل هر چا د ده لپاره د قرآن شریف د ترجمه کولو او تعبیرولو حق حاصل دی.Ibid p 232

شاه ولي الله وایی د علماوو اکثریت په دې عقیده دي چي تقلید ضروري دی. دی له هغوی سره دا خبره مني خو وایی چي هیڅ امام له خطا خالي نه دی، او هیڅ یوه ته وحی نه دي راغلي. کله چي موږ د یوه امام پیروي کوو نو مطلب مو دا دی چي هغه په قرآن او احادیثو کي ژوره پوهه لري. که موږ د هغوی په دغه پوهه باور نه درلودلای نو هیڅ وخت به مو د هغوی پیروي نه کولایA History of Muslim Philosophy p 1575 .سید احمد بریلوي توصیه کوي چي د حقیقي نجات لپاره په مرشد پسي ګرځیدل ضروري دي، ځکه چي له مرشد او رهبر څخه پرته د سمي لاري پیدا کول ډیر ګران کار دی. باید چي داسي مرشد ولټول سي چي پخپله د قرآن او احادیثو په احکامو عمل کوي. البته داسي نه وي چي سړي ته مرشد هر څه وایی هغه به مني او د مرشد حکم به د خدای او رسول حکم او فیصله بولي. صراط مستقیم ص ۱۰۰ محمد بن عبدالوهاب او د هغه پیروان هیڅکله د مرشد د پیدا کولو او د هغه د اطاعت کولو او نه کولو توصیه نه کوي. بلکه د هغوی لپاره د پیری او مریدی سوال له سره طرح نه دی. محمد بن عبدالوهاب په خپلو ټولو لیکنو کي د علم او پوهي د لاسته راوړلو او د اسلام په روح د ځان د پوهولو توصیه کوي. هغه په خپل ټولو لیکنو کي وايي چي علم باید یوازي د علماوو او څوتنو پوهانو په انحصار کي نه وي بلکه دا د ټولو نارینه او ښځینه مسلمانانو وظیفه ده چي د مذهب په اساساتو او تفصیلاتو ځانونه خبر کړيWahabi Islam p 194

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *