دارالحرب او دارالاسلام:
د دیارلسمي میلادي پیړۍ د لومړۍ لسیزي څخه د اته لسمي پیړۍ تر لومړۍ لسیزي پوري د هندوستان پراخه خاوره، د پنځو پیړیو لپاره، د مسلمانو پاچاهانو تر لاس لاندي وه. مسلمانانو، چي د هند د نیمي وچي ایله په سلو کي پنځه نفوس یې تشکیلاوه، په ډهلي، کشمیر، جونپور، بنګال او دکن کي داسي مستقل او غښتلي حکومتونه درلودل چي هندوانو تقریبا هیڅ صلاحیت او واک نه پکښي درلود. له خزانو څخه نيولې، تر حاصلاتو، پوځي قواوو او هر څه پوري ټول واک د مسلمانو پاچاهانو په لاس کي وو. په ټولو دربارونو کي علمي، تاریخي او پوځي څیړني، شعر او شاعري، ادبیات او د حکومتي مکتوبونو ژبه فارسي وه. هندو راجاګان، چي د پیړیو راهیسي یې پر دې خاوره باندي پاچهي کړې وه، د مسلمانو پاچاهانو او جنرالانو په خدمت کي ودریدل. په سل هاوو زره هندوان، څوک د توري په زور او څوک د اسلامی علماوو او لویو صوفیانو او شاعرانو د تبلیغ په وجه مسلمانان سوي وه؛ او چي د هند په خاوره کي څه نعمتونه وه هغه د مسلمانانو په برخه وه. د اوه لسمي پیړۍ د نیمایی د کلونو څخه د هند په بیلو بیلو سیمو کي د مسلمانانو د قدرت د مرکزونو انحطاط پیل سو او په ۱۷۰۷ میلادي کي، د مغولو د وروستني لوی واکمن محی الدین اورنګزیب د وفات سره سم، د شهزاده ګانو ترمنځ د پرله پسې جنګونو په اثر، په ډهلي کي، د مسلمانانو د قدرت د بشپړ زوال نښي ښکاره سوې. اسلامي علماء او روحانیون مخکي له هغه چي په هند کي د اسلام او اسلامي افکارو او عقایدو انحطاط ته متوجه سي، د هغي نیمي وچي په بیلو بیلو سیمو کي د مسلمانانو د قدرت انحطاط او زوال را ویښ کړل. د مسلمانانو علماء او مشران هغه وخت ستونزي ته متوجه سول چي انګریزانو د هند تقریبا ټول مهم ښارونه، تجارتي مرکزونه او نظامي ځایونه تر کنټرول لاندي کړي ول او د ډهلي په ښار کي یې هم نفوذ کړی وو. انګریزانو د تقریبا یوې نیمي پیړۍ راهیسي په هند کي هر واکمن قدرت له بل سره جنګولی او په دې توګه یې ټول داسي کمزوري کړي ول چي هیڅ یوه یې نه د خارجي یرغلګر په مقابل کي د دفاع او نه پر دښمن باندي د یرغل توان درلود. د مسلمانانو مذهبي مشرانو هند دارالحرب وباله او د مسلمانانو څخه یې وغوښتل چي د انګریزانو د شړلو لپاره لاسونه سر ورکړي. دوی دې ته متوجه نه ول چي په هند کي د مسلمانانو قدرت د تل لپاره له منځه تللی او نور یې د بیرته را ګرځولو امکانات نسته.
شاه عبدالعزیز ولیکل چي هر کله کفار یو اسلامي هیواد اشغال کړي. او د هغه هیواد او ګاونډیو هیوادونو د مسلمانانو لپاره دا ممکنه نه وي چي کفار پسي واخلي او یا د هغوی د شړلو امید ولري او د کفارو قدرت دونه زیات سي چي دوی اسلامی قوانین او الهي احکام د خپلي خوښی سره سم لغو کوي او هیڅوک دوی نه زور نه لري چي د کفارو له اجازې پرته د هیواد د عایداتو کنټرول په خپل لاس کي واخلي او د هیواد مسلمان اوسیدونکي د پخوا په څیر په سوله او ارامی کي ژوند نه سي کولای نو دغه راز یو هیواد په سیاسي لحاظ د دښمن هیواد دی او دارالحرب بلل کیدلای سيIndian Musalmans p 124
د شاه عبدالعزیز وراره او د سید احمد بریلوي نیژدې پیرو او مرید مولوي عبدالحي په دغه اړه حکم وکړ چي د کلکتې څخه نیولې تر ډهلي او شمال لویځي صوبې پوري د مسیحیانو امپراطوري ده او دا ټول دارالحرب دی. په ټوله سیمه کي بت پرستي او شرک رواج لري او اسلامي مقدس قانون ته هیڅوک مراجعه نه کوي. کله چي په یوه هیواد کي دغه راز حالات منځته راسي نو هغه دارالحرب بلل کیږي. موږ ټولو حالاتو او شرایطو ته په تفصیل اشاره نه سو کولای؛ خو دونه باید ووایو چي د اسلام د دین ټول علماء پر دې خبري سره موافق دي چي کلکته او د هغې شاوخوا سیمي د دښمن خاوره او دارالحرب دیibid p 135
دمولوي عبدالحي د ادعا په خلاف د اسلام تول علماء له هغه سره په یوه عقیده نه وه. د مکې معظمې حنفي مذهبه مفتي جمال ابن عبدالله شیخ عمر الحنفي او شافعي مذهبه مفتي احمد بن زیني دهلان حکم کوي چي هرکله یو هیواد د کفارو لاس ته ولویدی نو تر هغه وخته پوري چي د اسلام د ټولو او یا اکثر فرایضو عملي کول منع سوي نه وي هغه هیواد دارالحرب نه سي بلل کیدلایIbid pp 207-208
دغه راز د لکنهو، رام پور او ډهلي اوو تنو مذهبي عالمانو د همدغه پورتني سوال په جواب کي وویل چي عیسویان په هند کي د مسلمانانو ساتنه کوي او په هغه هیواد کي چي د مسلمانانو امن خوندي وي هلته جهاد نسته. د دې ترڅنګ، دا هم ضروري ده چي د جنګ او جهاد په نتیجه کي باید د هند د مسلمانانو د بري احتمال موجود وي او د مسلمانانو اعتبار او عظمت ته تاوان ونه رسیږي. که دغه راز احتمال موجود نه وي نو بیا جهاد غیر قانوني دیIbid p 209
مولوي عبدالحی او شاه عبدالعزیز د مسلمانانو ستونزو ته په داسي وخت کي متوجه سول چي اوبه له ورخه تیري وې او نور له دښمن سره مقابله د مسلمانانو او هندوانو له توانه وتلې وه. په ۱۸۵۷ کي د ډهلي د پاڅون د ځپلو څخه وروسته د مغولي امپراطوری وروستنی تش په نامه پاچا بهادر شاه ظفر برما ته تبعید سو او په دې توګه د مسلمانانو د قدرت جنازه واخیستله سوه. په هغه هند کي، چي یو وخت یې ټول اداري، پوځي او مالي قدرت د مسلمانانو په لاس کي وو، مسلمانان داسي حال ته ورسیدل چي یو وخت یې په محکمو او حکومتي ادارو کي حتی یو مامور هم نه درلود. په ۱۸۶۹ کال کي د هند په استیناف کي اوه ویشت هندوان وه او یکي یو مسلمان پکښي نه وو. شپږویشت هندو کاتبان وه او یو مسلمان کاتب نه وو. د استیناف د نومونو د ثبتولو په دفتر کي د اوه لسو مامورینو له جملې څخه شپږ انګریزان او یوولس هندوان وه… Ibid p 164
د دې خبري یو علت دا هم دی چي مسلمانانو نه یوازي د انګریزانو سره مقابلې ته ملا وتړله او له هغوی سره چنداني د خبرو کولو ته حاضر یا تیار نه وه بلکه له عصري علومو څخه یې هم مخ واړاوه. انګلیسي یې د کفارو ژبه وبلله او عصري علوم یې دین او مذهب ته تاواني معرفي کړل. مسلمانانو په خپل پخواني تاریخ او په علومو کي په پخوانیو پرمختګونو افتخار کاوه او حاضرو حالاتو ته یې چنداني توجه نه کوله. مسلمانانو خپل وخت پر دیني مسایلو او عقایدو باندي په بحثونو تیراوه، په داسي حال کي چي نورو د عصري علومو په وسله ځانونه سمبالول. A History of Muslim Philosophy p 1428
سید احمد بریلوي، د خپل مرشد شاه عبدالعزیز او خپل ملګري مولوي عبدالحي په څیر، هند دارالحرب وباله او د انګریزانو په مقابل کي یې له هر پاچا، مشر او قام څخه مرسته وغوښته. هغه فتواوي چي د ده د جهاد او مبارزو پر ضد ورکړه سوي دي ټولي د ده له وفات څخه وروسته صادری سوي دي. البته سید احمد ته یو حقیقت څرګند وو او هغه دا چي که چیري انګریزان د هند له خاوري څخه وباسي، هم بیرته د مسلمانانو عظمت نه سي ژوندی کولای؛ ځکه چي د هند تام اکثریت هندوان وه او د انګریزانو له وتلو څخه وروسته باید واک هندوانو نیولی وای. دغه علت دی چي هغه هم د انګریزانو په مقابل کي له هندوانو څخه مرستي اخیستلې او هم یې د مذهبي اصلاحاتو لپاره د تبلیغ په وخت کي د هندوانو له غندلو څخه ځان ژغوره. سید احمد بریلوي یو مبارز وو، چي ښایی د هند په خاوره او سسټم کي یې د ټول فساد علت انګریزان بلل او د تحریک ملګري یې په صوبه سرحد او بنګال کي د شلمي پیړۍ تر لومړیو لسیزو پوري د هغه ارمانونو ته وفادار پاته سول. انګریزي لیکوالانو، څیړونکو او جنرالانو سید احمد او د هغه تحریک وهابي وباله. خو موږ ولیدل چي د سید احمد او محمد بن عبدالوهاب د عقایدو، عمل او د اصلاحاتو لپاره د تحریک د محیط، شرایطو او غوښتنو ترمنځ توپیرونه موجود دي. دغه راز محمد هدایت الله، چي د سید احمد بریلوي د ژوند حالات او عقاید یې، تر ډیرو زیاتو لیکوالانو او څیړونکو، په هر اړخیز دول څیړلي دي، وايي چي هغه یو صوفي وو.Sayyid Ahmad p 148 دی زیاتره په صراط مستقیم استناد کوي او ځکه حق لري چي د سید احمد بریلوي څخه موږ ته همدغه یو اثر را پاته دی.
البته صراط مستقیم، لکه څرنګه چي موږ مخکي اشاره ورته وکړه، حج ته د سید احمد بریلوي د سفر څخه مخکي ترتیب سوی او په عربي ترجمه سوی دی. د حج له سفر څخه مخکي او وروسته د هغه عقایدو او عمل تغیر کړی دی. له یوې خوا موږ ګورو چي سید احمد بریلوي او د هغه ملګري مولوي شاه اسمعیل خپله ډیره زیاته توجه د زیارتونو او قبرونو د کلتور لغو کولو ته اړولې ده او مولوي شاه اسمعیل له زیارتونو څخه د مرستو غوښتلو ته د شرک په سترګه ګوري. موږ د صوفیانو په عقایدو او کتابونو کي د زیارتونو او قبرونو پر ضد چنداني څه نه وینو. بلکه برعکس، تصوف په زیارتونو، قبرونو، د کراماتو په کیسو او خیراتونو او نذرونو پايي. له سید احمد سره د پیرانو او اخوندانو د مخالفت یو لوی علت دغه وو چي هغه د زیارتونو په غندلو سره د پیرانو او اخوندانو د لاس ډوډۍ ورڅخه اخیستله. سید احمد بریلوي او د هغه ملګري مولوي شاه اسمعیل او مولوي عبدالحی د زیارتونو او ټګانو سخت مخالف ول. د بلي خوا، سید احمد په عمل کي د صوفیانو سره ډیر زیات توپیر لري. موږ هیڅ وخت د صوفیانو او د هغوی له کوم تحریک سره توپکونه نه دي لیدلي. صوفیانو هیڅ وخت ښارونه نه دي نیولي او هیڅ وخت یې د استعمار او پردیو پر ضد وسله والي مبارزې ته لاس نه دی اچولی. پر هیوادونو باندي د پردیو، حتی کفارو، د یرغلونو په وخت کي صو��یان د صبر او زغم توصیې کوي او هیڅ وخت خپل مریدان عملي مبارزې ته نه تشویقوي، بلکه هر څه چي راځی هغه له قسمته بولي او طبیعي خبره ده چي قسمت ته یوازي صبر په کار دی. سید احمد بریلوي د هند په نیمه وچه کي د انګریزي استعمار پر ضد داسي مبارز وو چي که خانانو او سردارانو مرسته ورسره کړې او خیانت یې ورسره کړی نه وای، او پیرانو او اخوندانو پر هغه باندي د وهابي د الزام په لګولو سره تر یوه حده تجرید کړی نه وای نو نه یوازي به یې د هند مځکه انګریزانو ته سره تبۍ کړې وای بلکه د هند په مسلمانانو او د سرحد د دواړو غاړو په پښتنو کي به یې ډیر ژور او هر اړخیز اصلاحات راوستلي وای.
ماءخذونه
۱: د پښتونخوا د شعر هاروبهار. جم ډارمسټټر، کابلو پښتو ټولنه ۱۳۵۶
۲: د جرمني امپراطورۍ افغاني جګړه. ی.ن. تیخونوف، ژباړن محمد طاهر کاڼی، جلال اباد ۲۰۰۴
۳: نوای معارک. میرزا عطامحمد، کابل، انجمن تاریخ ۱۳۳۱
تتمت البیان فی تاریخ افغان. سید جمال الدین افغاني، مترجم محمد امین خوګیانی، کابل انجمن تاریخ
۴: صراط مستقیم.(اُردو) مولوي شاه اسمعیل، ډهلي ۱۹۹۹
۵: العقیده الصحیحه و ما یُضادها و نواقض الاسلام. ( عربي) عبدالعزیز بن بن عبدالله بن باز، الریاض ۱۴۱۴
۶: اقامه البراهین.( عربي) عبدالعزیز بن عبدالله بن باز، الریاض ۱۴۱۴
7: Taqwiat-ul- Iman. By Shah Ismail Shaheed. Lahore, 1996
8: Kitab Al Tawhid. Shaykh Muhammad Ibn Abd al Wahab.Riyad 1992
9: A History of Muslim Philosophy. Edited and Introduced by M.M. Sharif, India, 1989
10: The History and Culture of the Indian People volume 9. General Editor, R.C Majumdar, Bombay 1988
11: Shah Wali-Allah and his Times. Saiyid Athar Abbas Rizvi, Canbera, Australia 1980
12: Sayyid Ahmad. Muhammad Hedayetullah, Lahore, 1970
13: The Wahabi Movement in India. Qeyamuddin Ahmad, Calcutta, 1966
15: Across the Border or Pathan and Biloch. Edward E. Oliver, London 1890
16: Sitana: A mountain Campaign on the Border of Afghanistan in 1863. Colonel John Adye, London 1867
17: Afghan and Pathan a Skech. George B. Scott, C. I. E, London,1929
18: The Borderland, the Country of the Pathans .H.C. Wylly,Karachi reprinted 1998
19: Settling the Frontier. Robert Nichols, Oxford Press, reprinted in Karachi 2001
20: The Pathans. Sir Olaf Caroe, Oxford University Press Karachi, 1985
21: Campaign on the North-West Frontier. H.L. Nevill, Lahore 1977
22: Lords of the Khyber. Andre Singer, London
1984
23: Report on the Tribes of Dir, Swat and Bajour. Captain A.H. McMahon, A.D.G.Ramsay, Peshawar 1981
24: India and the Frontier States of Afghanistan, Nepal and Burma. J Talboys Wheeler, Lahore, 1999
25: The Frontier 1839-1947 Major-General J.G. Elliot, London,1968
26: The Pathan Revolt in North West India. H. Woosnam Mills, Lahore 1996
27: History of the Punjab. Ikram Ali, New Delhi, 1993
28: India and Afghanistan. Anuradha Sareen,New Delhi 1981
29: The Indian Musalmans. W.W.Hunter, New Delhi, Reprint 2002
30: Wahabi Islam. Natana J. Delong-Bas,Oxford University Press 2004
31: A General Report on the Yusufzais. H.W. Bellew, Lahore 1984
32: Political Leadership among Swat Pathans. Fredrik Barth, London 2004
33: Frontier and Overseas Expeditions From India( Selection from Government Records) Reprinted in Quetta Pakistan 1982
34: The Story of Swat, as told by the founder Miangul Abdul Wadud Badshah Sahib to Muhammad Asif khan. Peshawar 1963
35: Kandahar Newletters for the Years 1895-1896. Volume 7, Quetta 1989
36: Notes on Afghanistan and Baluchistan. Major Henry George Raverty, Quetta Pakistan, 1982