شریف الله دوست –
کتاب د ناول تر ژانر لاندي لیکل سوی دی ، انګریزي نوم يې (If it is Not Forever,It is Not Love) لیکوالان يې (Durjoy Datta and Nikita singh) ،هندوستانیان دي ، دکتاب ژبه انګریزي ده ، ژباړه يې دهلمند تکړه لیکوال او ژباړونکي (اغامحمد قریشي) کړې ده ، د کتاب مځپانګه پر مینه راڅرخي د دې میني د حقیقي داستان لوبغاړي اغلې ( راجني ) او ښاغلی (ریتم ) دي هغه چي هند کي یوه چاودنه کي سره ورکیږي او بیا لالهانده دهند ډهلي ، بمبیي او نورو ښارونو کي دژوند او میني څرخاب او ګرداب کي سرګردانه ګرځي .
دژوند ناخوالي او دمیني ازمایښتونه ، دمیني منځ کي دغمازانو او همرازانو شتون ، مینه کي دلوړو ژورو سر ټکرونه او تیندکونه د دې ناول خوند او تلوسه نوره هم زیاته کړې ده ،ناول کي دلیکوالانو او ژباړن دسریزو سره ټول (۲۱۳ مخونه) لري .
د کتاب پیل په ډېره تلوسه سره سوی لکه دلومړي مخ سرلیک : (( څه پېښ و؟)) ، ” ساه مي لنډه لنډه کېده ، له هر ځل ساه ایستلو سره مي درد احساساوه ، زړه مي بد سو ، له خولې مي توده ساه وتل ، هڅه مي کوله چي سترګي پرانیزم ، خو پر سترګو مي خړه پرده غوړېدلې وه فکر مي کاوه چي… ” ( ترپایه)
د ژباړي ژبه کي تر ډېره دمعیاري پښتو ژبي ګټه پورته سوې ، هغه چي لر او بر پښتانه به يې یوهم لوستلو کي ستونزه ونه لري.
کتاب جلال اباد کي (مومند خپرندوی ټولني) د دوه زره(۲۰۰۰ ټوک) په تېراژ خپور کړی ، اوس مهال شاوخوا دهیواد د هر ولایت لویو او وړو کتاب پلورنځیو کي موندل کیږي ، لیکوال او ژباړونکود دې ارزښتناک او مینه ناک ادبي اثر مبارکي وایو او لوستونکي يې د خواږه داستان لوستلو ته رابولو .