احمدي راپور –

د پکتيا اوسيدونکو په يوه غونډه کې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم څخه غوښتنه وکړه چې د ټاکنو خپلواک کميسون پريکړه ومني او د ډاکټر عبدالله څرګندونې د ملي ګټو په زيان وبللې.

په دغه غونډه کې د پکتيا د۱۳ ولسواليو قومي مشرانو ديني عالمانو او ځوانانو برخه اخيستې.

د غوندې ګډونوالو د همپالنې په ټيم غږ وکړ چې د خلکو رايو ته په سپکه ونه ګوري او د ټاکنو پايلې په خوښي سره ومني.

د غونډې برخوالو د ټاکنو خپلواک کميسون او ټاکنيزو شکايتونو له کميسون څخه هم غوښتنه وکړه چې د کره اسناد په بنست په کومو ولايتونو کې چې درغلي شوې وي رايې باطلي اعلان کړي.

د ګردېز د قومونو د شوراګانو په استازيتوب سيدعلي هاشمي وويل د خلکو رایې ډېر ارزښت لري او وويل خلک غواړي په يوالي کې ژوند وکړي.

د غونډې ويناوالو په سويل ختيځو ولايتونو کې د خلکو ګډون وستايه او وويل، چې ټاکنې د نوماندانو د څارونکو او ناظرينو په شتون کې تر سره شوې، او وايي که د خلکو پراخ ګډون د همپالنې ټيم تقلب بولي دوئ غواړي خپله ناکامي په دا ډول څرګندونو سره پټه کړي.

د ولايتي شورا وکيل لايق منګل وويل، که د پکتيا او نورو ګاونډيو ولايتونو رايې باطلي هم اعلان شي بيا هم غني ګټونکی دی او وايي چې عبدالله غواړي ځان ته په دې خبرو دولت کې ځای پيداکړي چې دا به د نوموړي په تاوان وي.

د زرمت ولسوالۍ په استازيتوب سوله مل د همپالنې په ډلې غږ وکړ چې قانون ته درناوی وکړي او وويل قانون دې له پښو نه لاندې کوي.

خو د کوچيانو په استازيتوب صالح خان کوچی وايي، که څوک قانون مني په قانوني لاره ورسره ځو او که نه ځي دوئ هم له چا کم ندي.

نور احمد رښتياوال له هغو پکتياولو ګيله کوي چې د څو روپيو په مقابل کې د همپالني ډلې په څنګ ولاړ دي او په رسنيو کې د پکتيا په مېشتو قبيلو تور پوري کوي چې دوئ رايې ندي ورکړې، خو هزاره بيا د پکتياوالو له رايو څخه دفاع کوي.

خو خيال محمد احمدزي په نوماندانو غږ وکړ چې د ټاکنو خپلواک کميسون او ټاکنيزو شک��يتونو کميسون خپل کار ته پريږدي،چې کومو کسانو زياتي رايي وړې وي هغه به بريالی اعلان کړي.

بل لوري ته د لوګر ولايت شاوخوا دمحمد آغې ولسوالئ ۲۰۰۰ زره کسانو د يو سوله اييز لاريون په ترڅ کې د ټاکنو له کميسون سره د عبدالله عبدالله پريکون وغانده او د ټاکنو له خپلواک کميسون څخه يي غوښتنه وکړه چې د هېواد د ملي يوالي لپاره صاداقانه پريکړه د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې په نشتوالي کې د نړيوالو څارنکو تر څارنې لاندې وکړي.

دوئ اړتيا نشته چې د ناکامي ډلې څارونکي او ناظرين هغلته د اشرف غني يو ميلون څخه زياټې رايي وزغمي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *