تاریخ تل دا ثابته کړې چې د قدرت پر سر ورورد ورور له لاسه او پلار د زوی له لاسه وژل سوي دی او بیا په ځانګړي ډول په افغانستان کې دا څو لسیزې ناخوالې یوازې د قدرت لپاره وسوې. یو څوک چې ټول عمر د قدرت د لاسته راوړلو لپاره جنګیدلی وي او په سلګونه زره خلک یې وژلي وي د منلو نه ده چې په آسانه توګه ماتې ومني خو د وخت او زمان بدلون بیا سړی اړ باسي چې ماتې ومني.

د روان کال د حمل د ۱۶ ولسمشریزو ټاکنو عبدالله عبدالله پوه کړ چې دی هیڅ کله د افغانستان ولسمشر نه سي کیدی. د نوموړي تیرې سوانح له لمر څخه روښانه دي او ټولو افغانانو او نړیوالو ته د نوموړي څیره ډیره ښکاره ده، خو سربیره پر دې نوموړي خپلې سوانحې ته په نه کتو کله چې خپلې تګلارې او برنامې ته ځیر سو نو له خپلې ډلګۍ سره دې نتیجې ته ورسید چې په ماته کې یې خیر دی.

کلونه وړاندې دې ډلګې د افغانستان د تجزیې بابولالې ویلې خو په بیلو وختونو کې به د افغانستان د اکثریت قام پښتون له غبرګون سره مخ کیدل، د دوی په فکر چې دا بابولالې به افغان ولس وویروي او د دوی چټلې غوښتنې او ګټې به له دوی سره ومنل سي. تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې د عبدالله عبدالله د ډلګۍ په مشرۍ د شمال نورې ډلګۍ د هیواد د تجزیه د طرح لپاره ائتلاف جوړ کړ خو چې کله دوی دې ته ځیر سول چې لومړی خو د افغانستان تجزیه له تصوره وتلې خبره ده خو که بیا داسې و هم سي نو تر ټولو ستر تاوان به دوی خپله کوي نو په دوی کې ځان ځاني پیل سوه.

دوی ډېر ژر پوه سول چې د هیواد په شمال کې د دوی سره درې نور اقلیتونه لکه ازبک، ترکمن او هزاره قامونه میشت دي او له تجزیه وورسته به دوی په دومره کوچني هیواد کې هیڅ کله و نسي کولی چې یو له بل سره دې ګزاره وکړي او دوی به ډیر ژر اړ سي چي د خپلو پلارني هیوادو لکه ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان تر ولکې لاندې ژوند وکړي او هغه په پښو ولاړ هیوادونه به دا قامونه یوازې د یادو هیوادونو د طبع په توګه وپیژني نه دا چې دوی ته به لکه په افغانستان کې واک یا په واک کې د خبرو حق ورکړي. نو په دې توګه دې ډلګۍ ډیر ژر سر وګروی او له دې خبرو او په دې هکله د بعضو بهرنیانو سره خپلو ناستو ته د پای ټکی کښېښود.

د ټاکنو د پيل سره سم د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله خپلو پلویانو ته د خپلې برنامې ستر ټکې د فیډرالي حکومت ډول او د ډیورنډ کرښې په رسمي ډول پیژندل ور په ګوته کړل. خو کله چې دوی د فیدرالیزم په بشپړه مانا پوه سول ډیر ژر یې خوله ونیوله، ځکه چې په فیډرالي نظام کې بیا ټوله ګټه د پښتنو وه، د فیډرالي نظام د پلي کولو سره سم د هیواد ۶۵ سنله (پښتني سیمې) خپل حق په بشپړه توګه خپله ولی سوی، د هر ولایت طبعي او غیر طبعي تولیدات د یاد ولایت خپل کیدل، د مرکزي دولت له لوري هر ولایت یا زون ته د هیغه د جغرافیه او ولس په اساس برخه ورکول کیده، او په دولت کې ونډه به یې هم په پارلمان کې د خپل سوي څوکیو په اساس ورکول کیده، چې د دوی جغرافیايي او ولسي شمېر په دولت کې د دوی ونډه هېڅ کله تر شل سلنې نه پورته کوي. تر ننه خو د دوی یوه علاقه دارۍ د ولایت او بیا د نورو څو ولایتونو برخه هم آخیتسه هغه که نغدې پیسې وې که تحصیلي بورسونه ول او که په دولتي مشینرۍ کې ونډه.

د نوموړي د تګلارې دوهمه موهیمه برخه د ډیورنډ کرښي په رسمي ډول پيژندل و، که څه هم په تېرو څو لسیزو کې به د شاهي مشرانو څخه رانیولې تر آخیري ولسمشر پورې هر یوه د ډیورنډ کرښه په رسمي ډول د پېژندلو په هکه فکر کړی وي لاکن تل یې د پیغور څخه د ویرې له کبله دا کار نه دی کړی، دا ځکه که چیرې د پاکستان تاریخ ته په غور وکتل سي نو د پاکستان د ټول نظام که هغه بیوروکرسي وي، که استخبارات او که پوځ د ډیورنډ د هاخو پښتنو پکښې تر بل هر چا ډیره ونډه لرلې ده، او د افغانستان په خراپیدو کې هم دغو پښتنو په خپل ټول توان ونډه اخیستې ده. بل که د پاکستان سرشمېرنې ته وکتل سي نو پښتانه اتلس سلنه جوړوي خو په نظام کې بیا ۴۳ سلنه ونډه لري نو دا به له حقایقو لرې خبره وي چې بر پښتانه دې له لر پښتنو سره یو ځای سي، په هر حال دا یو بیل او اوږد بحث دی، خو عبدالله عبدالله له مخکې لا د پښتنو له غبرګون څخه وویرېد او دا موضوع یې هم نوره پرېښوده.

د عبدالله عبدالله د ناکامۍ بل لوی سبب په خپلو خلکو کې د ده شخصیت و، د نوموړي سیال ډاکټر اشرف غني احمدزی هغه کس دی چې نه کله په کوم سیاسي ګوند کې پاته سوی، نه زور لري او نه زر، لاکن بیا هم تر بل هر سیاسي مشرمخکې دی دا ځکه چې نوموړی هر څه چې دی پخپله دی، نوموړی د پلار یا نیکه د نوم سرنا نه غږوي، خو بلې خوا ته عبدالله عبدالله د جهاد او مقاومت دعوه کوي، په دې کې هیڅ شک نسته چې په افغانستان کې د جهاد تر نوم لاندې هر چا هر ناوړه کار وکړ، خو د دوی جهاد او مقاومت که ښه و او که بد دا هم د شمالي ټلوالی د پخواني مشر احمدشاه مسعود لاسته راوړنې وې، عبدالله عبدالله په دی شعار کې هم د بل په ټال کې ځنګیده نو ځکه د نوموړي ستوری دلته هم و نه ځلیده.

د نوموړي په خپله ماتې د خوښۍ بل راز د ده په راتلونکې حکومت کې د پښتنو ونډه ده، نوموړی په دی پوه سو چې اوس هغه پخوانی وخت نه دی د زور او توپک د سندرو اوریدونکي نور نسته، کوم قوت چې نوموړی له کولابه تر کابله راوست هغه قوت اوس هم ارګ ته څیرمه ماڼۍ کې ناست دی، نو په دې توګه که چېرې د هیواد واک د هیواد دغه کوچني اقلیت ته ورکول سي تر ګټه به یې تاوان ډیر وي، دوی به مجبوره وي چې د هیواد اکثریت ته نه یوازې د هیغو د شمېر په اساس په حکومت کې دننه او بهر ونډه ورکړي بلکه تر حق به زیاته ونډه ورکوي تر څو چې دا باغي قام د ده واکمنۍ ته اوږه ورکړي. د دې ښه بیلګه د کرزي صاحب د تېرو دیارلسو کلونو نظام دی، کرزي د نظام په هره برخه کې شمالي ټلوالې ته نوي سلنه او پښتنو ته یوازې لس سلنه برخه ورکړه، تر څو د شمالي ټلواله رازي کړي چې ګواکې ولسمشر پښتون دی اقلیتو ته هیڅ پام نه کوي. او بل دا چې دی به د یوه آرام او خاموشه پښتانه قام له غبرګون سره نه مخ کیده بلکه د هغه چا سره مخ کیده چې د هغو دیرش سلنه برخه له تېرو دیارلس کلونو راهیسې عملاً له ده سره په جګړه بوخت دي. نو له دې کبله نوموړي به د پښتنو د خوشحالولو لپاره د دوی هر خبره منله چې په دې کې به د پښتنو ګټه او د دوی تاوان وای.

اوس به راسو دې ته چې عبدالله عبدالله ولې د ټاکنو د پایلو تر اعلانیدو وړاندې خپلې غزلې پیل کړې، څرنګه چې عبدالله عبدالله له وړاندې لا نه یوازې چې ماته غوښته بلکه د ګټلو هیڅ چانس یې هم نه لیده، خو د دې لپاره چې د ځان او ملګرو تېرې کړنې او ګټې خوندي کړي او سربیره پر دې په راتلونکي حکومت کې هم ونډه ولري د مخکښ نوماند په توګه د مطرح کیدو لپاره پانګه اچونه وکړه او اوس یې د بابولالو په ژبه چنو ته ځان جوړ کړ. خو دافغان کړیدلی ولس به په راتلونکي نظام کې نه یوازې د یادې ډلګۍ د څیرو د لیدو زغم و نه لري بلکه هر هغه څوک چې پخوا قاتل، غل، فاسد او جاسوس پاتې سوی نور نه سي زغملی.

د سوکاله او سرلوړي افغانستان په هیله

One thought on “عبدالله عبدالله پر خپله ماتې خوشحاله دی/ نجیب الله آزاد”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *