ليکوال: ابراهيم رحيمي (د امريکاغږ خبريال).

که څه د جمهوري رياست د لومړي پړاو په ټاکنو کې د خلکو ګډون دومره پراخ نه و، خو د افغانستان د ځينو نورو ولايتونو ترڅنګ خوستوالو په دويم پړاو ټاکنو کې په خپل پراخ ګډون سره ټولې نړۍ ته وښودله، چې په خپل ملي احساس او له هېواد سره يې د مينې په خاطر د خپلې خوښې کانديد تر ارګه ورساوه.

په دې کار سره لويې پکتيا، په ځانګړي ډول د خوست خلکو يو ځل بيا ثابته کړه، چې د افغانستان د سياسي نظام په بدلون او د يوه غوره زعيم په ټاکلو کې مهمترين رول لري.

تر انتخاباتو مخکې د ټاکنيزو مبارزو په لړ کې ګڼ شمېر ځوانانو په رضاکارانه توګه پر موټرونو لوډسپيکر تړلي وو، کلي په کلي وګرځېدل او د هر کور دروازې په مخ کې يې اعلانونه کول، چې د ټاکنو په ورځ راووځئ او پراخ ګډون پکې وکړئ.

همدارنګه د ټاکنو په ورځ داسې ډېرې بېلګې هم ترسترګو شوې، چې يو شمېر بااحساسه ځوانانو له خپل هېواد سره د مينې په خاطر، موټرونه په خپلو پيسو دربست نيول او خلکو ته يې نارې وهلې، چې هلئ د رايې اچونې مرکز ته لاړ شئ.

پر نورو خلکو سربېره ډېر سپين ږيري او سپين سرې ښځې، چې نور يې د ډېر وخت لپاره د ژوندي پاتې کېدو هيله نه کېږي، راووتل او په رېږديدلو لاسونو يې د خپلو بچيانو او لمسيانو د راتلونکي لپاره رايې وکارولې.

مګر پر دې ټولو سربېره د دويم پړاو ټاکنو د بهير په ورځ د خوست د تڼيو ولسوالۍ د ورژلې په سيمه کې يوې کورنۍ دا ثابته کړه، چې افغانان په هر قيمت او خپل ټينګ هوډ سره خپل هدف ته ځان حتماً رسوي.

په خوست کې د امريکاغږ اشنا راډيو خبريال ابراهيم رحيمي د يادې شوې کورنۍ له هغه غړي سره مرکه کړې، چې د ټاکنو په ورځ يې د خپل ځوريدلي ملت په خاطر داسې کار وکړ، چې د کيسې په اورېدو سره يې د سړي غونی ځيږ شي.

دغه کس محمد جواز خان نومېږي، چې د خوست د تڼيو د غرنۍ ولسوالۍ د ورژلې د نږدې اتلس کيلومتره اوږدې سرحدي درې اوسېدونکی دی او شاوخوا دېرش کاله عمر لري.

هغه هيڅ زده کړې نلري او يو نالوستی ځوان دی، خو د ده ايمانداري، پښتني غيرت، ميړانه او ملي احساس د ټولو افغانانو لپاره يو تاريخي وياړ بلل کېږي.

د هغه اصلي کيسه د دويم پړاو له ټاکنو يوه ورځ مخکې (د جمعې په ورځ) له هغې غونډې پيلېږي، چې د دوی د يوه مخور قومي مشر عبدالغفار په مشرۍ په ورژله کې جوړه شوې وه.

قومي مشر عبدالغفار په ياده غونډه کې د ټولو ګډونوالو په سلا مشوره پرېکړه وکړه، چې سبا(د جوزا په ۲۴ مه) به په ټاکنو کې د ده په ګډون ټول کليوال ضرور او پراخ ګډون کوي.

له دې غونډې وروسته جواز ماخوستن مهال له وروڼو او د کورنۍ له نورو غړو سره، د عبدالغفار پر هغو خبرو بحث وکړ، چې ويل يې، هغه چا ته بايد رايه ورکړو، چې په هېواد کې سوله راوستلی او خلکو ته خدمت کولی شي.

دوی په دې منځ کې ډېرې خبرې وکړې، چا يو څه ويل او چا بل، بحث يې ډېر ګرم روان و، خو لنډه دا، چې د کورنۍ ټول غړي يې په دې سلا شول، چې سبا ته به په ټاکنو کې برخه اخلو او ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزي ته به خپله رايه کاروو.

خو انسانان په خپل ژوند کې له هغه څه سره مخ کېږي، چې لوی الهي ذات په تقدير کې ورته ليکلي دي او په دې هم نه پوهېږي، چې په رامنځته کېدونکو پېښو کې د دوی خير دی او که شر؟.

د شپې دوولس بجې وې، د هغه اته کلنې لور، چې (دريم ګله) نومېده، کانګې شروع کړې او په نس ناستې اخته شوه. د کلي ډاکټر ته يې يووړله، يو څه دوا يې ورکړه، ډاکټر ورته د ښه کېدو اطمينان ورکړ، دوی هم د خدای هيله ونيوله او کورته يې يووړه.

خو د خدای پرېکړه جلا وه او هغه څه پېښ شول، چې د يادې کورنۍ په تقدير کې يې ليکلي وو. سره له دې، چې ستر ذات او د کائيناتو خالق د هغوی په ميړانه، غيرت او ايماندارۍ پوهېده، خو بيا يې هم له يوه لوی ازمايښت سره مخ کړل.

د شپې شاوخوا دوه بجې وې، چې د (دريم ګلې) مور او د کورنۍ نورو غړو چيغې کړې، چې هله دريم ګله مړه شوه، د دې خبرې په اورېدو پر جواز سروڅرخېده، پښې يې سستې شوې، خو ځان يې راټينګ کړ او ورغی.

د دريم ګلې لاس يې ونيوه، حرکت پکې نه و، رنګ يې زېړ تښتېدلی و، جواز پوه شو، چې نازنينې لور او د زړه ټوټې يې له دې فاني او نيمګړې دنيا څخه سترګې پټې کړې او په تنکي وجود سره يې د مرګ تريخ خوند وڅاکه.

د دريم ګلې زنه يې د رخت په سپينه ټوټه وتړله، په يوه کټ کې يې سم ځای ورته جوړ کړ او په ډېر ارام سره يې پکې څملوله، مور او نورو ښځينه غړيو يې په چيغو، چيغو ژړل.

سبا ته د ټاکنو ورځ وه، جواز له يوې خوا له قومي مشر عبدالغفار او نورو خلکو سره ژمنه کړې وه، چې د ده ټوله کورنۍ به په ټاکنو کې برخه اخلي او له بلې خوا يې بايد سهار مهال د لور د تکفين او تدفين مراسم ترسره شوي وای.

خو هغه خپل همت له لاسه ورنه کړ، زړه يې را ټينګ کړ، د(دريم ګلې) مور او د کورنۍ نور ښځينه غړې يې په تسليت ورکولو سره بالاخره دې ته اړ کړل، چې نورې چيغې ونه وهي او نه يې بايد ژړا د باند څوک واوري.

جواز خپله کورنۍ راټوله کړه او په دې يې خبرې وکړې، چې که ګاونډيان او نور خپلوان يې خبروي، نو بيا له ټاکنو پاتې کېږي او که يې نه خبروي، نو بيا يې د لور دفن کول ځنډېږي.

لنډه داچې تر مشورې وروسته ټول دې پرېکړې ته ورسېدل، چې ترهغې به نه د چم ګاونډ خلک خبروي او نه هم خپلوان، تر څو چې د ټاکنو بهير پای ته ورسېږي.

جواز خان او د ده کورنۍ ترسهاره د خپلې نازنينې لور د مړينې په غم کې شپه په ويښه تېره کړه، خو ګاونډيان او نور خپلوان يې نه پوهېدل، چې د هغه په کور کې ماتم دی او يوه شيرينه ماشومه يې له لاسه ورکړې ده.

جواز ته خدای ج هغه مهال نور هم لوړ همت ورپه نصيب کړ، چې سهار يې سپين سرې مور ورته وويل، د دې لپاره، چې هم مو خپل امانت سپارلی وي او هم ګاونډيان پرې پوه نشي، نو بايد موږ هم په ټاکنو کې برخه واخلو.

هغه وو، چې وروڼه، وريرونه او ورېندارې يې، چې د رايې کارتونه يې لرل، په موټرو کې کينول او د رايې اچونې مرکز ته په ډله ييزه توګه لاړل.

خو د دريم ګلې مور، چې د هغې په مړينه کې يې دنيا هېره کړې وه او نور دې دنيا ورته ارزښت نه لاره، په خپله کوټه کې د لور سرته ناسته پاتې شوې، له ډېره درده پکې ژړا ختمه شوې وه او يوازې يې د دريم ګلې مخ ته کتل.

د جواز د کورنۍ څوارلس نارينه او ښځينه غړي د ورژلې په ديني مدرسه کې د رايې اچونې جوړ شوي مرکز ته ورغلل او د خپلې خوښې کانديد ته يې رايه ورکړه، تر هغې وروسته يې د کورنۍ ټول غړي کور ته ولېږل او دی په همدې مرکز کې پاتې شو.

هغه خپلې سپين سرې مور او د کورنۍ نورو غړيو ته د رايې اچونې مرکز ته تر روانېدو مخکې ويلي وو، چې له خلکو سره به داسې رويه کوي، چې دا نور خلک فکر وکړي، چې دغو خلکو په ټول عمر کې هم غم ندی ليدلی.

جواز په دې پوهېده، چې که د چم ګاونډ خلک يې د لور له مړينې خبر شي، نو د تکفين او تدفين لپاره ورته له ټاکنو تېرېږي، نو ځکه يې يوازې قومي مشر عبدالغفار ته، د لور د مړينې خبره په دې شرط وکړه، چې د ټاکنو د بهير تر پای ته رسېدو پورې به نور خلک نه خبروي.

هغه دا فکر کاوه، چې که خلک د ټاکنو په دغه ملي بهير کې ګډون ونه کړي، نو نه يوازې دغې ملي پروسې ته زيان رسېږي، بلکې د خپلې خوښې کانديد په رايو کې يې حتماً کمی راځي او خدای ناخواسته کانديد يې هدف ته ونه رسېږي.

که څه هم هغه نالوستی ځوان دی، خو تر ټاکنو مخکې د انتخاباتي مبارزو او منډو ترړلو په ترڅ کې په دې پوهيدلی و، چې د يوې رايې کارول هم د هېواد د برخليک په ټاکلو کې مهم رول لري.

د ورژلې د مدرسې په مرکز کې د رايې اچونې بهير تقريباً تر دوولسو بجو پورې دوام وکړ او جواز له خپلو همزولو او ملګرو سره بنډارونه کول.

د رايې اچونې د نورو مرکزونو په څېر د ورژلې په دينی مدرسه کې هم د خلکو بېروبار ډېر و او رای پاڼې تر دوولسو بجو پورې ختمې شوې، مامورينو د نورو رای پاڼو د ورلېږلو غوښتنه وکړه، خو رای پاڼې نه وې.

تر يو څه ځنډ وروسته جواز په دې مطمئن شو، چې د رايې اچونې پروسه نوره ختمه شوه او نورې رای پاڼې نه رارسېږي، نو پر خلکو يې غږ وکړ، چې تاسو سره راټول شئ او يوه مهمه خبره درته کوم.

جواز د خپلې لور د مړينې خبره په لوړ غږ کليوالو او عزيزانو ته وکړه، خو هغوی شکمن شول، چې دا څنګه کيدای شي، چې لور يې د شپې په دوه بجو په حق رسېدلې او دی موږ ته تر غرمې وروسته خبر راکوي.

په دې ترڅ کې يو شمېر عزيزان پرې غوصه شول او ځينې ترخې خبرې يې هم ورته وکړې، خو قومي مشر عبدالغفار، چې هغه ته يې لږ مخکې دغه خبره په غوږ کې پټه کړې وه، د جواز ننګه وکړه او ويې ويل، چې دا کار يې د خپل قوم د ښيګڼې په خاطر کړی دی.

عبدالغفار وويل، جواز نه غوښتل، چې د خپل قوم ملا ماته کړي او په دومره حساس وخت کې خلک د خپل برخليک له ټاکلو محروم کړي.

کله چې خلک په اصلي کيسه پوه شول، د جواز د دې کار يې زيات هرکلی وکړ، هغه يې ډېر وستايه او درې ځلې يې پرلپسې په اجتماعي ډول لاسونه پورته کړل، هغه او کورنۍ ته يې دعا ګانې وکړې.

له هغه وروسته د سيمې خلکو د جوازخان د لور د مړينې د تکفين او تدفين مراسم ترسره کړل او تنکۍ ماشومه دريم ګله يې د تل لپاره تر سپېرو خاورو لاندې کړه او ترقيامته يې ورسره خدای په اماني وکړه.

د هغه دغه ميړانه او پښتني غيرت نه يوازې افغانانو، بلکې نړيوالو ته دا پيغام ورکوي، چې دغه ولس څومره له خپل هېواد سره مينه لري او د خپل غوره زعيم د ټاکلو لپاره يې په ډېر درد او غم سره په ټاکنو کې ګډون وکړ.

جواز د افغانستان په جنگ کې ځوان ورور، تره زوی او ځينې نور نږدې عزيزان له لاسه ورکړي او وير يې ډېر دردولی دی، هغه ويل، چې د هيواد له دې غميزې نه د خلاصون يواځنۍ لار د ولسونو په رايو د حکومت جوړول دي.

جوازخان چې دغه کيسه د امريکاغږ خبريال ابراهيم رحيمي ته کوله، په ډېر لوړ همت او زړورتيا يې خبرې کولې، خو خبريال (ابراهيم رحيمي) وايي، چې د دغې کيسې په اورېدو سره يې غونی ځېږ شو.

رحيمي وايي، چې د دغې مرکې په جريان کې به کله ناکله ظاهراً د هغه پر شونډو موسکا خپره شوه، خو د هغه څېرې ته په کتو سره سړی پوهېده، چې په زړه کې يې د نازنينې لور د جدایۍ درد پروت دی.

هغه ويل، دی په دې فخر کوي، چې د ده د لور مړينه د ځورېدلو افغانانو د زخمي زړونو د ملهم لپاره د ترسره کېدونکو ټاکنو په مخ کې خنډ نشوه.

هغه اوس دوه زامن لري، چې درې او پنځه کلن دي او يوه يوولس کلنه لور لري. اوس د جواز هيله دا ده، چې افغانان دې نور ټوپک وغورځوي او پر ځای دې خپلو بچيانو ته قلم په لاس کې ورکړي، ترڅو د تل لپاره دغه ځوريدلی ولس نور له ناخوالو او غميزو څخه خلاصون ومومي.

پای

0 thoughts on “په دويم پړاو انتخاباتو کې د خوست د يوه پلار دردوونکې کيسه‎”
  1. په پیل کی دی خدای بښلی کورنی دجمیل صبرغوښتنه کوم ورپسی له لیکوال رحیمی صاحب څخه یوه نړی مننه کوم دومره یوه دردونکی قیصه ده چی په لوستلوکی می په خدای ج څوځله اوښکی پرمخ راغلی . موږ ددی ځوان افغانی احساس پردواړولاسونو سلام کوو.یوڅل بیادنوموړی کورنی ته دجمیل صبرغوښتنه کوم .
    وفاځاځی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *