تاند- د استرالیا د سيډني د پوهنتون استاد ډاکتر احسان الله اذري ستانیزي له سکای نیوز (Sky News) تلویزیوني شبکې سره د افغانستان د حالاتو په باب مرکه کړې. د دې مرکې، چې تېره اوونۍ خپره شوه، د یوې برخې ژباړه دلته وړاندې کېږي.
پوښتنه: په وروستیو کې د اوباما ادارې یو امریکايي اسیر له پنځو طالب قومندانانو سره تبادله کړ، تاسو دا معامله څرنګه ارزوئ؟
ځواب: د اسیرانو تبادله یو مهم او مثبت عمل وو. افغانان هیله لري چې دا لړۍ دوام وکړي او ټول طالبان د امریکایانو، پاکستان او افغانستان له بند څخه خلاص شي. دا د اعتماد فضا رامنځته کوي او په افغانستان کې له ملي پخلاینې سره مرسته کوي. د سولې او پخلاینې هغه بهیر چې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ په قطر کې پیل شو، له بده مرغه په خپله امریکایانو په ټپه ودراوه. د تېرو ۱۳ کلونو درس دا حکم کوي چې د طالبانو او طالبانو مخامخ خبرې زموږ په بحران وهلې خاوره کې د ملي پخلاینې یوازینۍ لار ده.
پوښتنه: ټول سیاسي کتونکي په دې باور دي چې طالبان خبلواکه اراده نه لري، او ټول د پاکستان د پوخ او آی آی په ولکه کې دي، له دې کبله خبرې اترې هیڅ ځای ته نه رسطږي.
ځواب: هو، هرڅوک دا وايي. د قطر د بهیر په پیل کې حتي پاکستان په رسمي ډول په یوه بیان کې څرګنده کړه چې«پاکستان د طالبانو دروازه وان دی.»
که چیري د قطر د سولې بهیر دوام کړی وای، اوس به هرڅه ټولو ته څرګند ول. طالبان په بشپړه سیاسي انزوا کې دي چې له همدې څخه د پاکستان پوځ او جاسوسان ګټه اخلي.
په شمالي آیرلنډ کې د وسله والو مخالفانو سیاسي وزر (څانکه) ازاد و، او په پای کې هلته سوله راغله.
د پاکستان د لاس لنډولو یوازینۍ لار همدا ده چې د طالبانو سیاسي وزر د ټولو له خوا په رمسیت وپېژندل شي، او د فعالیت حق ولري.
پوښتنه:دا به بیا هم ګټه ونه کړي. امریکايي لیکوال کارلوتاګال په خپل کتاب «» کې، چې تېره میاشت چاپ شو، په سلهاوو اسناد راټول کړي او حتي د آی ایس آی د هغو دفترونو نوم یې هم لذبنډ کړی چې د طالبانو ټول فعالیتونه کنټرولوي.
ځواب: دا ډېر مهم کتاب دی. لیکواله په صراحت لیکي چې «افغانستان دښمن نه دی، زموږ اصلي دښمن پاکستان دی.» دا هغه څه دي چې د امریکا مشران یې پټ ساتي. دا کتاب په افغانستان کې د جنګ اصلي قربانیان، چې غوڅ اکثریت یې پښتانه دي، په ډاګه کوي. اوس اوس په افغانستان او پاکستان کې پښتانه د روم د قانون پر بنسټ هرچا د دې محکومانو د وژلو او ډبولو حق درلود. د پاکستان د رټلو یوازینۍ لار دا ده چې امریکایان د افغانستان حقایق ومني او طالبانو ته سیاسي حق ورکړي.
په تېرو دیارلسو کلونو کې د حامد کرزي په مشرۍ د کابل حکومت د سولې او مصالحې لپاره هیڅ ډول پالیسي او رڼه ستراتیژي نه درلوده.
پوښتنه: ایا نوی مشرتوب به له انتخاباتو وروسته دا زمینه برابره کړي؟
ځواب: که چیري انتخابات مشروع مشر او ټیم رامنځته کړي، دا امکان شته چې د کرزي او د شمال د ايتلاف د عوام غولونې فرهنګ پای ته ورسېږي. د اشرف غني بریا د افغانستان د ملي ګټو حفاظت کولای شي. که چیري د شمال د ايتلاف تش په نامه د سولې عالي شورا منحل او پرځای یې د خبیرو او صالحو افرادو شورا چې د طالبانو لپاره د منلو وي جوړه شي، داسي ورځ راتلونکې ده چې طالبان د افغانستان له مشروع حکومت سره په افغانستان کې د ملي پخلاینې او سولې مستقیمې خبرې اترې پیل کړي.
خو دا هم باید وویل شي چې هغه واکمنه طبقه چې د امریکا د پوځي دخالت په نتیجه کې د شمال د ايتلاف د نیابتي ملېشو او جنګسالارانو په لاس جوړه شوې، د عبدالله عبدالله او د پردې تر شا د حامد کرزي په مشرۍ هڅه کوي د دې طبقې غیرمشروع انحصار خوندي وساتي. دا به په افغانستان کې د فاجعې نوی دوران وي. له بده مرغه په لوېدیځ کې داسي نښې لیدل کېږي چې عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره غوره مشر ګڼي، د مثال په توګه د اکانومیسټ اوونیزې د مې په ۳۰ مه ولیکل چې عبدالله عبدالله محبوب او مطلوب نوماند دی. دا نوي پرازیت واکمنه طبقه په افغانستان کې د ځواک ټول مرکزونه لکه د ملي دفاع، د بهرنیو چارو، د کورنیو چارو، امنیت او فرهنګ وزارتونه کنټرولوي او د هیواد ملي ګټو او په هیواد کې د سولې لپاره هیڅ ډول تعهد نه لري.