د کابل جلال اباد په لویه لاره د وریښمین تنګي په سیمه کې په یوه ترافیکي پيښه کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نن مازیګر د شپږو بجو په شا و خوا کې د کابل جلال اباد په لویه لاره د لغمان ولایت اړوند د وریښمین تنګي په سیمه کې د یو هینو ډوله او مارسیډیز موټرونو د ټکر له امله ۵ تنه شهیدان شوي چې درې یې میرمنې او دوه نارینه دي او دغه راز ۹ کسه نور زخمیان شوي دي.

په زخمیانو کې نارینه، میرمنې او ماشومان شامل دي چې د لغمان ولایت د کاکڅ د ګرځنده کلینیک د امبولانسونو په واسطه زخمیان او شهیدان د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون ته لیږدول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *