هر څه اپوټه ښکاري. هغه بلا چې پاکستان پخپل لاس روزلې وه، داسې ښکاري چې نن یې پر دوی مخ ور اړولی دی، زموږ تر څنګ دوی هم خوري.
پاکستان دغه اژدها د افغانستان د دړې وړې کولو په نیت وزیږوله، لویه یې کړه، ویې روزله او خپلې موخې یې پرې تعقیب کړې. خو اوس داسې ښکاري چې یادې اژدها نور خونړي سرونه کړي دي او د پاکستان حکومت یې خپله د کابو کولو جوګه ندی.
پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل سره سم، د لویدیځ په مالي مرسته په پاکستان کې ترهګري روزل پیل شول.
لودیځ په کم قیمت او اغېزناکه توګه خپل تر ټولو خطرناک دښمن یانې د وخت شوروي اتحاد د همدغو ترهګرو په واسطه کمزوری کړی او د هغوی د نفوذ رېښې یې وچې کړې. دوی ارام پاتې نشول، بلکې خپل مخالفین یې د همدغې شبکې په واسطه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې و ځپل او تر هر ځل ځپلو وروسته یې دوی بېرته خپل خوندي ټاټوبي پاکستان ته را لېږدول.
پاکستان ته هم ترهګري د یوې سوداګرۍ په بڼه ښکاره شوه، داسې سوداګري چې خپل دښمنان یې هم پرې ځپلی شوی او نړیوالو ته یې په کرایه هم ورکولی شوی. ترهګري د پاکستان لپاره نور د یوه صنعت رنګ خپل کړ.
دغه صنعت د پاکستان په امر لویدیځوالو ته څو مهمې پروژې بریالۍ کړې چې له هغه جملې د افغانستان جهاد یې ښه بېلګه ده. له شک پرته چې د افغانستان کورنۍ جګړې هم د لویدیځوالو د پروژې له مخې او د پاکستان او ایران په پلي کولو سره وشوې، چې په هغه کې هم همدغې جال مهم رول لوباوه او ورپسې د طالبانو په نوم تحریک یې هم یوه لویه لاسته راوړنه ګڼلی شو، چې هغوی سیمې ته د امریکا د راتګ ښه زمینه برابره کړه.
دا ټولې هڅې د یوې منظمې سیاسي – نظامي سناریو له مخې ترسره شوې، چې د لویدیځوالو لپاره په بشپړه توګه ګټوره تجربه وه. خو اوس اوس داسې ښکاري چې یاد صنعت نور پاکستان سم نشي کارولی او یا دا چې لویدیځوالو اوس د نفوذ او د نړۍ د مهار کولو نور چلونه زده کړي دي.
که څه هم د پاکستان پوځي استخبارات اوس هم داسې ترهګرې کړۍ پخپل واک کې لري، چې هره شېبه هر چېرته هر کار ورباندې کولی شي، خو له شک پرته چې داسې ترهګرو هم په یاد هېواد کې وده کړې چې نه یې هغه پاکستاني پلوه ترهګر د کنټرول توان لري او نه هم د پاکستان د حکومت مني، بلکې وسله واله جګړه ورسره جهاد ګڼي.
کوهي مه کنه د بل سړي په لار کې
چېرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي
پاکستان ته همداسې چل ور شوی ښکاري. دوی موږ او د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو ته منظم تروریزم صادراوه او بې ګناه انسانان یې پرې وژل، خدای هماغه ترهګر د دوی غاړې ته ور واچول او اوس اړ دي چې پر وړاندې یې په ټول پاکستان کې پراخ تصفیوي عملیات په ډېر لوړ قیمت وکړي.
په تېرو دیارلسو کلونو کې پاکستان د افغان حکومت وسله والو مخالفینو ته پټنځایونه، نه بلکې مېلمستونونه ورکړي و، هغوی یې تمویل او تجهیز کول، هغوی ته یې د ځانمرګو او ډله ییزو بریدونو روزنه ورکوله، د بمونو د جوړولو چل یې ور زده کاوه او نور. …
همدې موده کې په کراتو کراتو افغان حکومت له پاکستان څخه وغوښتل چې د دوی یاغیانو ته دې ځای نه ورکوي، تمویل او روزنه یې دې پریږدي، ترهګري د هېچا په ګټه نده، خو پاکستان کله هم د افغان حکومت دغه اواز وانه ورېده.
حالات دې ته را ورسیدل چې پاکستاني حکومت له افغان حکومت څخه غواړي چې د دوی په پیل کړو تصفیوي عملیاتو کې ورسره مرسته وکړي او له دوی تښتېدونکي ترهګر افغانستان ته پرېنږدي. د یوه دوست ګاونډي په توګه دا په بشپړه توګه یوه انساني او د ګاونډیتوب له اصولو سره برابره غوښتنه ده. خو زموږ دې ته ورته غوښتنه کله هم دوی ونه منله، په کومو سترګو اوس دوی له افغان لوري څخه داسې غوښتنه کوي؟ دا د بې شرمۍ وروستی حد دی.
د افغانستان بهرنی سیاست د ښو اړیکیو پر اصولو بناء دی، هېڅکله هم نه غواړي د ناوړه، تخریبي او انسان ضد اعمالو له لارې له ګاونډیانو او بل هر هېواد سره چلند وکړي. زه باور لرم چې زموږ د لوړو سیاسي اخلاقو تاریخ ته په کتو، افغان حکومت هېڅ داسې کار نه کوي چې خپل ګاوندی له شا په چاړه ووهي، خو ای کاش چې زموږ ګاونډي هم لږ د انصاف سترګې درلودی او موږ ته ښخ کړي ماینونه یې نور ایستي وی.
کنه افغان حکومت ته اوس ښه فرصت په لاس ورغلی چې د دوی له مخالفینو او ترهګرو سره مرسته وکړي او لوی سرخوږی ورته جوړ کړي. خو افغانستان دا کار ځکه نه کوي چې افغانان او افغان حکومت په مشروع سیاست باور لري او د ترهګرۍ ملاتړ او استعمال د یوه صنعت په توګه یوه نامشروع لوبه ګڼي او دا لوبه به هېڅکله هم ونکړي.
دا ليكنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.