تاند- د عبدالله عبدالله پلویان غواړي چې نن په کابل او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې په انتخاباتو کې د درغلیو د تور په اعتراض کې مظاهرې وکړي.
عبدالله عبدالله خپل سیال اشرف غني احمدزی، ولسمشر کرزی او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په درغلۍ تورن کړي دي.
د فرانس خبري اژانس د راپور له مخې له شمېرل شویو رایو ښکاري چې د جوزا د څلرویشتمې نېټې په انتخاباتو کې اشرف غني احمدزي تر عبدالله عبدالله خورا زیاتې رایې ګټلي خو عبدالله عبدالله یې نه مني.
د عبدالله د انتخاباتي کمپاین ټیم غړیو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې دوی په پام کې لري چې نن /شنبه/ په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې وکړي.
د اژانس د راپور پر اساس تراوسه پوري څرګنده نه ده چې دا مظاهرې به څومره لویې وي.
پرون/ جمعه/ او د پنجشنبې په ورځ د عبدالله پلویانو کوچنۍ مظاهرې وکړې.
خو ملګروملتو خبرداری ورکړی چې که کاندیدان له قانوني چوکاټ او پروسې مخ واړوي او مستقیماً له خپلو پلویانو وغواړي چې مظاهرې وکړي ممکن د تشدد سبب شي.
د ملګروملتو په وینا ځینو (کاندیدانو) مخکې لا له خپلو پلویانو غوښتي چې مظاهره وکړي.
د افغانستان ولسمشر د هیواد د حالاتو د نه خرابېدو له کبله پرون د عبدالله عبدالله غوښتنه ومنله او ویې ویل چې د انتخاباتو مسله دې د ملګروملتو په منځګړتوب حل شي.
عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ له خپلو پلویانو وغوښتل چې ارام او سوله ییز واوسي. ده دا هم وویل چې هیله لري پلویان یې قانون رعایت کړي.
ترسم نه رسی به کعبه ای عبدالله شورای نظار
این رهی که تومیروی رهی بزرګان تان به کولات تاجکستان است
سلامو نه اونیکی هیلی
زما په نظر لکه چی بیایی په کابل کی چوراوتالان ته لارهواره کړه
سلامونه اونیکی هیلی :داسی وای په دری ژبه کی چی بګیریش نګیریت اوس ددی په خاطر چی خپلی کړنی ،درغلی ،قاتلان ،دخپل منسب څخه نظامی سواستفاده،دبی ګناهودګوتوپری کیدونکومجرمین ،په درغلیو دثبوت له مخی تورن کسان ،دمورده باد اوزنده اباد نه زغمیدونکی کسان ،پاټکسالاراوجنګ پلوه کسانو په کړنو پردی وغوړوی نو اوس نوموړی ټیم دځان لپاره داغوره وبلله چی په لاریون اوګډوډيو لاس پوری اویوځل بیا خواراولس په اندیښنه کی واچوی سره ددی چی ددوی داکړنه دکمیسیون دهغی فیصلی پربنسټ چی ددواړو نوماندانو هوکړه لیک اوپریکون هلته دکاغذ پرمخ شاهدی وایی پروت دی دملګروملتونو په هغه وینا چی ګواکی دانتخاباتو پروسه شفاشه وه سره ددی چی په هغه وحشیانه کړنو چی زمونګ بی ګناه ورونه دشهادت قربانی شول اوهم دانتخاباتو کمسیون په کړنو کی تداخل وظیفوی کول داتول هغه څه دی چی په کولو یی هیڅ څوک سترګی نشی پټولی خو بدبختانه داباید ووایم چی دقدرت طلبه کسانو څخه داغوښتنه اوطمعه ډیره لیری خبرده وایی چی وجدان یواځینی محکمه ده چی قضا ته ضرورت نلری.