تاند- د عبدالله عبدالله لسګونو پلویانو نن د کابل په ځینو کوڅو کې مظاهره وکړه او د هغه څه پرخلاف یې شعارونه ورکړل چې دوی د ولسمشرۍ په دوهم پړاو کې پراخه درغلي بلله.
دا مظاهرې وروسته له دې پلان شوې چې عبدالله عبدالله د انتخاباتو پروسه بایکاټ کړه او ویې ویل تر څو چې د ده شرطونه نه وي پوره شوي د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره به اړیکې ځنډولي وساتي.
د عبدالله د پلویانو وړې اعتراضیه مظاهرې تراوسه پوري سوله ییزې وې خو برخوالو یې د انتخاباتو د کمیسیون او وروستیو انتخاباتو پرضد نارې وهلې.
د دوی په شعارونو کې ویل شوي:«درغلګر باید محاکمه شي»، «موږ به په خپلو وینو د خپلو رایو دفاع وکړو.»
مظاهره چیانو د یو شمېر ټکسي او نورو موټرونو شیشې په تیږو او لرګیو ماتې کړې. خو تراوسه پوري د چا د ژوبلېدو راپور نه دی ورکړای شوی.
له مظاهرو وړاندې په کابل ښار کې یوه ځانمرګې حمله وشوه چې ظاهراً یې هدف د سولې مهم مرکچي او د ولسمشر کرزي سلاکار معصوم ستانکزی و.
په دې پېښه کې یو ملکي ووژل شو او درې نور ژوبل شول. په خپله ستانکزي ته هیڅ راز زیان نه دی اوښتی.
مظاهره دپیسو په مقابل کی شوی ده یوه عینی شاهد وویل چه دوی د کوته سنگی په چوک ولاړ وو دخپلو بچیانو لپاره نفقه پیداکړی نو د محقق نفر ورغلل او دوی ته یی 300 افغانی ورکړی تر څو په مظاهره کی کدون وکړی هغه زیاته کړه چه هغه هم دپیسو په مقابل کی د عبدالله په کټه ښه شعارونه ورکړل تر څو مزد یی حلال شی