هغه سړی چې د لومړي پړاو ګټونکی و او ځان یې په دویم پړاو کې ګټونکی باله، څیره، غږ او نیوکې یې په ډاګه کوي، چې د ارګ ارمان یې نه وځي.
د لار ورکې سړي هغه وخت رنګ والوت، خوله یې وچه او ژبه یې بنده، بنده شوه، کله چې ورته خپلو څارونکو د ټول هېواد څخه راپور ورکړ، هغه راپور چې له خپل سیال څخه څو کیلو مټره لیرې پاتې دی.
سم دستي په رسنیو راښکاره شو، الوتی رنګ، په څیره کې د ماتې نښې او څرګندونې يې داسې وې، چې ټول لیدونکي باوري شول چې ماتې یې وخوړه، ځکه په لومړي پړاو ټاکنو کې چې کله يې راپور کې ځان مخکښ لیده، رنګ یې تازه او په ټنډه يې خوښې غوړیدلې وه، خو بیا یې هم ویل چې کمېسیون دې په همدې ډول مخکې لاړ شي.
اوس نو چې هرڅه (رای) ددې د تمې خلاف وې، په هر څه نیوکه وه، آن دغه نیوکې تر ولسمشره ورسیدلې چې په دویم پړاو ټاکنو کې يې درغلۍ کړي دي.
عبدالله عبدالله ولې د کمېسیونونو تر پریکړې وار نه کوي؟
عبدالله پوه دی چې سیال ترې دومره مخکې دی، چې که دده شوې شکایتونه رای قرنطین کړي، هم سیال ته یې نه شي نږدې کولی، نو غوره یې وبلله چې د ټاکنو په پایلو کې جنجال راپورته کړي، هغه جنجال چې د ډیرو په باور یواځې په حکومت کې د شریکیدو او د څه امتیازاتو لپاره دی.
د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې کله چې عبدالله عبدالله د ولسمشر کرزي سره سیالي کوله ورته موضوع راپورته شوه، خو هغه وخت مارشال فهیم منځ کې شو او په یو څه یې راضي کړ، خو دا ځل توپیر لري، ځکه هغه ځل ټاکنې په دویم پړاو کې وي او عبدالله د امتیازاتو په خاطر له سیالۍ تیر شو، خو دا ځل یې ماتې خوړلې، داسې ماتې چې لار ترې ورکه ده.
عبدالله عبدالله څو نیوکي لري چې یوه یې هم د قانون په چوکاټ کې نه ده، خو دی ټینګار کوي، یا خو دی خپلو پلویانو ناسم پوه کړی او یا یې ځان بیستو کې وهلی دی.
لومړۍ د امرخېل او جنرال ظاهر موضوع، هغه موضوع چې عبدالله ته یې موقع ورکړه چې په ټاکنو کې جنجال راپورته کړي، په اصل کې د امرخېل دنده داده چې سپینې رای پاڼې مرکزونو ته ورسوي او پولیس دنده لري چې امنیت یې وساتي، نه دا چې مخه یې ونیسي اوپوښتنې ګرویږنې ترې وکړي.
په همدغه ورځ امرخيل د کابل شمال، لویدیځ او سویل لویدیځ هغه مرکزونو ته رای پاڼې رسولي، په کومو کې چې رای پاڼې کمې او یا هم خلاصې شوې وې، نو بیا په ختیځ کې یې ولې پولیسو مخنیوی وکړ، هغه پوښتنه چې نورې ډیرې پوښتنې راولاړوي.
د رایو پاڼو لیږد داسې هم نه دی چې امرخيل دې په خپل سر له کمېسیون څخه رای پاڼې یوسي او کمېسیون دې پرې هیڅ خبر نه وي، هلته یوه لایحه شته، هلته همغږي شته او دغه رای پاڼې چې د کابل پولیس مشر یې د لیږد مانع شوی و، ټوله قانوني پروسه طی کړې ده.
کمېسیون ولې د امرخېل ملاتړ وکړ، ځکه چې دا کار یواځې د امرخېل نه دی ، په کمېسیون کې کارونه د یو کس نه، بلکې ګروپې ډول هلته پریکړې کيږي او تصمیمونه نیول کېږي، خو د کابل پولیس مشر یوه داسې دسیسه جوړه کړه، چې اوس يې خپله ترې هم د وتلو چاره نه ورځي.
عبدالله یو شرط دادی چې امرخېل دنده دې وځنډيږي ، ځکه چې تورن دی، خو کمېسیون او ولسمشر د امرخېل د درغلیو په اړه کره شواهد او اسناد غواړي، چې عبدالله سره له هغه ویډیو پرته بل هیڅ په لاس کې نشته چې کمېسیون او یا هم ولسمشر ته یې وړاندې کړي.
په هغه ویډیو کې ښکاري چې د کابل پولیس مشر د امرخېل د هغه موټرو مخه نیولې چې پکې رای پاڼې بار ۱۲ مې ناحيي او سروبي ولسوالۍ ته لیږدول کېدلې، چې د پولیسو دغه کار په هیڅ قانون کې نشته چې د ټاکنو کمېسیون په چارو کې لاسوهنه وکړي.
د امرخېل د دندې ځنډول هغه وخت کیدی شي، چې کمېسیون پریکړه وکړي او ولسمشر ته وړانديز وکړي چې د دارالانشاء د رییس امرخيل دنده دې وځنډول شي، خو په کوم ثبوت؟
د ټاکنو خپلواک کمېسیون داسې څه په واک کې نه لري چې له مخې یې امرخېل دنده وځنډول شي، ځکه يې ملاتړ کوي او په خپله خبره ولاړ دي.
دویمه موضوع د رایو د استعمال په اړه وه، چې ویل کېږي په یو شمېر ولایتونو کې رای د نفوس په پرتله زیاتې اچول شوي دي.
دلته د ډاکټر عبدالله عبدالله اشاره څو سویل خیتځو ولایتونو ته ده چې په باور یې رای پکې زیاتې کارول شوي، خو د ټاکنو کمېسیون ته دومره وخت نه ورکوي چې په دې اړه څیړنه وکړي، د ټاکنو کمېسیون وايي چې دوی ته کله پوره د کارول شوو رایو اسناد ورسیږي، د هغه ولایتونو په اړه به څیړنه وکړي چې د عبدالله په باور له شرایطو برابرو کسانو څخه پکې رای زیاتې کارول شوي دي.
دلته یوه بله مهمه موضوع داده چې د عبدالله د ټاکنو د خپلواک کمېسیون هغه پریکړه منلي او لاسلیک کړې چې پکې د خوست ولایت ته څلورسوه پنځه لس زره رای پاڼې لیږي او ددې ترڅنګ یوویشت زره نورې احتیاطي لیږي، چې دا خپله پر ځان د ریشخند وهلو په معنا ده.
په ننګرهار کې د عبدالله پلوي یو شمېر ننګرهار وکیلان وايي چې په دې ولایت کې څلورسوه زره رای ورکوونکي نشته او په دې ولایت کې د رایو صندقونه ډک شوي دي، ددوی په باور په ننګرهار کې تر څلورسوو زرو کم کسان په شرایطو برابر کسان دي چې رای کاروي، خو دا داسې ده لکه خپل ځان پورې چې خاندې، دوی د خپلو امتیازونو لپاره داسې څرګندونې کوي، که نه په ننګرهار کې ټولو ته معلومه ده چې تر سپږسوه زرو کسانو ډير یې د رای ورکولو په شرایطو برابر دي، خو په هغه ولایت کې د ناامنیو له کبله خلک نه دي توانیدلي چې رای وکاروي.
د عبدالله بله نیوکه پر ټاکنیزو کمېسیونونو ده چې وايي پر کمېسیونونو یې باور له لاسه ورکړی دی، په داسې حال کې چې کمېسیونونو لا خپل کار نه دی پیل کړی، خو دې وار له مخه پر دغه کمېسیونونو نیوکه وکړه، چې بې پرې نه دي.
ولسمشر هم له دې نیوکو نه دی خلاص او د عبدالله له لوري په درغلیو تورن شوی، هغه ټینګار کوي چې امرخېل له دندې لیرې نه شي او په کمېسیونونو کې اصلاحات رانشي، دوی د کمېسیون سره خپلې اړیکې ځنډوي او دا اړیکې به هغه وخت بیرته سمیږي چې پر کمېسیونونو باور پیدا کړي.
دلته پوښتنه داده چې څنګه په لومړي پړاو ټاکنو کې پر کمېسیونونو باور و، خو په دویم پړاو کې په داسې وخت کې دغه باور له منځه لاړ چې قسمي پایلې ددې په ګټه نه وې، دغه لار ورکی سړی غواړي چې نوي کمېسیونونه او نوي غړي يې رامنځ ته شي او په یوې نوې پروسه کار شروع کړي، په داسې حال کې چې عبدالله ولسمشر هم په درغلیو تورن کړی، نو بیا به هغه هم له دندې ګوښه کوي، ځکه چې ددې رای یې کمې کړي دي.
عبدالله چې اوس ترې لاره ورکه ده، وايي څنګه یو کس چې په لومړي پړاو کې تر دې وروسته و، اوس ترې په سوونو زره رای مخکې دی، خو فکر نه کوي چې د سیال یې په لومړي پړاو کې له اتو ټیمونو سره سیالي وه او د عبدالله یو ټیم سره، اوس چې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې او هغه ټیمونه چې زیاتې رای یې وړې وې د عبدالله څنګ ته لاړل، پلویان خو یې نه دي تللي، پلویان یې پر اشرف غني راټول شول او بري ته یې ورساوه.
که خبره د لومړي او دویم پړاو د رایو وي، د کابل په خیرخانې سیمه کې دي یې پرتله کړي، هلته په لومړي پړاو ټاکنو کې اشرف غني د نشت برابر رای وړې وې، خو اوس يې دومره رای وړې دي چې سیال ټیم ورته هم په تعجب کې دی، له همدې دې ارزونه وکړي او نورې سیمې دې ورسره پرتله کړي.
په هر هېواد کې دا روټین دی چې بایلونکی نوماند خپلې چیغې وهي، دغه چیغې تر ډيره په امتیازاتو استواره وي، په دې سره هڅه کیږي چې امتیازات تر لاسه کړي، لکه څنګه چې عبدالله پرې روږدی دی، خو نه دا ځل هر څه بدل دي، ځکه چې عبدالله د سیال په وړاندې ماتې خوړلې، هغه ماتې چې کله یې هم په اړه فکر نه و کړی.
د عبدالله په واک کې څو رسنۍ دي چې خلک يې په یو دوه کې اچولي، په داسې حال کې چې هر څه معلوم دي، که دغه رسنیو بې پلوه کار کړی و،نو اوس به په کابل ښار کې لاریونونه نه و، اوس به د امرخېل پر ځای جنرال ظاهر تر پوښتنو لاندې و، ځکه چې د قانونو خلاف کار یې کړی دی.
هغه رسنۍ چې عبدالله پلوي دي هره ورځ د امرخېل یادونه کوي چې درغلۍ یې کړي، خو نه وايي چې ظاهر غیرې قانوني کار کړی دی او په هیڅ قانون کې پولیس حق نه لري چې د کمېسیون په کارونو کې کار ولري.
عبدالله فکر کوي چې ولس هغه دی چې دې ته یې رای ورکړې او هغه چې دده سیال ته یې رای ورکړې، په ولس کې نه شمېرل کېږي، داسې خبرې هم شته چې د اصلاحاتو ټیم وايي چې څلور میلیونه درغلۍ شوي، یانې هغه رای چې عبدالله لاس ته راوړي، پاکي او هغه چې سیال ټیم ګټلي ټولې ناپاکه دي.
خو دلته د نړیوالې ټولنې + امریکا + کورني څارونکي، د تېرو ټاکنو په پرتله ټاکنې شفافې بللې او ویلي يې دي چې پلان شوې درغلۍ پکې نه دي شوي.
عبدالله که په ريښتیا هم د خلکو رایو ته احترام درلودلی او دفاع یې ترې کولی د دفاع ترځای به یې صبر کړی وی، صبر یې ځکه نه کېږي چې پوهیږي دده شوې شکایتونه دومره قوي او مستند نه دي چې د سیال رايي یې خرابې کړي او میدان دې دی وګټي.
خلک دې له بحرانه نه ویریږي، هیڅ ډول بحران منځ ته نه راځي او نه څوک بحران غواړي، ولس پوه دی چې څو مشران د خپلو ګټو لپاره ولس ګواښي، څو تنه به یې ترشا ولاړ وي، خو هیڅ هم نه کېږي، په ټاکنو ماتې همداسې توجیه کېږي، ادعاوې به کوي، چیغې به وهي او….
د قانونو له مخې او عبدالله منلې هم ده چې د کمېسیونونو پریکړو ته به درناوی کوي، خو ده له پریکړو وړاندې پریکون اعلان کړ، هغه پریکون چې کمېسیون بابیزه ګڼلی او خپل کارونه یې د نړیوالو څارونکو په وړاندې روان کړي دي.
د عبدالله دغه ګام به هلته یو څه مشروع وی چې د کمېسیونونو تر پریکړې یې وار کړی وی او په دغه کمېسیونونو کې يې د خلکو د هغه رایو دفاع کړی وی چې ده ته یې ورکړي دي، خو داسې ونه شول، ځکه چې له هغه ماتې لاره ورکه کړې او ددغه لارې پیدا کول ورته یواځې له قانونه په سرغړونه او سرشارۍ کې ښکاري، نه په مشروع لارو کې.
خو د راونو حالاتو ته په کتو د عبدالله ماتې یو ځل بیا په ټاکنو کې حتمي ده او هغه چې دده پلوي کوي، ريښتیا او حقایق یې د خپلو شخصې ګټو تر لمن لاندې ترې پټ ساتلي دي او په لاس ته راوړلو به یې هر څه سم شي، خو سیال ټیم یې کله هم داسې غوښتنې نه دي منلي او داسې ښکاري چې وبه يې نه مني.