لیکوال

نړیوال ادب

د ګابو مرګ زه حېران کړي يم. په دې نه چي مارکيز ولي مړ سو او ښه ليکوال ته زيات عمر ژوندون په کار دي.ده خو لا بيا هم د ژوند تودې او سړې وليدي او زما په خيال د اتيا کالو وو.

خليل جبران ډېر ځوان وو چي په زراو لبنانيانو په سرو ژړاندو سترګو د خپل زرغونه او له درختو ډک کلي و سپېرو خاورو ته وسپارئ او کيټس او کافکا خو ګرسره ځوانيمرګه سول . مرګ برحق دي او په دغه خو پوهان وګړي له ژونده زيات څخه زيات خوند اخيستل غواړي ، خو افسوس دا دي چي د ګابو تېز نظر يو قام په ډيره ګرانه موندي او دداسي سړي کمال دا وي چي و خپلو وګړو ته داسي آينې ورکوي چي هم ډيرهرښتيا وای او هم ئې د خپل ښائست له سوبهڅوکله اخيستلو يا رانيولو انکاري نه وي . د ګابو لاطيني امريکه له مسايلو هم داسي ډکه وه، لکه نن چي موږ په غم لړلي يو، وچاودو بمانو ته مو مخ دئ ، هر وګړئ داسی دئ لکه د پانسۍ مجرم چی بس اوس به و مرګ ته حواله کېږی او هغه هم په ناحقی او ورور خو ورور پرېږده ، ښکلي بچيان لا په ناترسي وژنو ، تردې به بله ټرېجېډي او د غم خبره څه وي ، خو د ګابو غوندي ليکوالو له سوبه هغه لاطنيانو شعور وموند ، خانه جنګي او نوري لانجې يې ختمي کړې چی د نړيز قواوو د سياست له سوبه له پنځوسو کالو راهسې وې ، ځکه خو نن وېنز وېلا د امريکه په سترګو کښي سترګي اچوي ، ارجنټاين د نړي لوي قوت جوړېږي او په برازيل کښي د فټبال د عالمي کپ غوندي لويه لوبه کيږي.

ګابو ډېري بدي اينداري خرڅولې . په يوې آينې کښي يې د ځوانمررګ زوي پلار کرنل د خانه حنګۍ له سوبه په خپلي غريبۍ او بې وسۍ ژاړي. په بله اينداره په بدو شېبو کښي مينه کښي د ډزو او د خوارۍ د حالاتو له سوبه دوه مينان په اويا او اتيا کالو کښي يو بل موندي او په دريمه آينه د سلو کالو يکړتيا کښي ماړه او شتمن ، خواران بزګران په ډزو وهلي .دغه رنګه په يوې عجبي وژني کښي د وژل سوي سنتياګو خوني نه موندل کېږي. ګابو دداسي نظر خاوند وو چي يوازي والټير ، ګورکي او سارتر درلود او خپلو وګړو ته يې د بدحالۍ د انځور ورښکاره کولو سره سم دا هم ورښوول چي ددغو را پېښو لار به څه وي.

خبره دا ده چي څه موږ خوشحاله سو چي له موږ سره د ګابو غوندي تکړه ليکوال يا ليکوالان سته يا په خپله ټولنه کښی د نوي ګابو د زېژي انتظار وکړو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *