تاند- پاکستاني پولیس وايي په پنجاب ایالت کې یوه نجلۍ وروسته له دې چې جنسي تیری پرې شوی، وژل شوې او مړې یې په ونه پوري راځړول شوی دی .

پولیسو ویلي چې د دې ۲۵ کلنې نجلۍ ملګری یې، چې محمد ثاقب نومېږي، نیولی او پر جنسي تیري او د نجلۍ پر وژنه یې اعتراف کړی دی .

پولیس وايي چې محمد ثاقب له نجلۍ سره له شپږو میاشتو راهیسي ملګرتوب درلود.

پولیس دا مهال په دوو نورو مشکوکو کسانو پسې ګرځي چې ګومان کیږي له نیول شوي کس سره په دې جرم کې شریک وو .

د پولیسو یوه چارواکي غازي صلاح الدین فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، پېښه د پنجشنبې په شپه د پنجاب ایالت په لیه سیمه کې شوې او پولیسو ته د جمعې په ورځ وروسته له هغې د سیمې خلکو خبر ورکړ چې په ونه پوري یې د نجلۍ راځړول شوی جسد ولیده.

تر دې څو اونۍ مخکې په ګاونډي هیواد هندوستان کې په ورته توګه د څو وژل شویو نجونو جسدونه موندل شوې وو .

ویل کېږي چې په پاکستان کې دا ډول پېښې خورا زیاتې کېږي خو وروستۍ پېښې ته له دې کبله زیات پام اوښتی چې د هند کې پر ښځو د جنسي تېریو پر پېښو خلکو سخت عکس العملونه ښکاره کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *