عبدالرحیم (موسی زی)

زمونږ ویاړلي ولس یو ځل بیا د غبرګولي په ۲۴ یوه حماسه ترسره کړه او د بیلابیلو ګواښونو او ننګونو سرسره یې په بېسارې کچه د خپل راتلونکي مشر د ټاکلو لپاره په دویم پړاو ټاکنو کې ګډون وکړ، ټولو کورنیو لاسپوڅو، منحوسو کړیو او د هغوی بادارنو ته یې د خپل په پراخ ګډون سره غاښ ماتوونکی ځواب ووایه، ولس ټولو کورنیو، ګاوڼدیو او نړیوالو غلیمانو ته څرګنده کړه چې مونږ جګړه نه غواړو، مونږ انتحاریان، تروریستان، بنسټ پالنه او د ویرې غوښتونکي نه یو.

د دې هېواد وګړي چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره سختو امنیتي ګواښونو سره مخ ول د خپلې غوره راتلونکې لپاره یې آن خپل د بدن غړی د شهات ګوتې یې له لاسه وکړې خو سربیره پر دا ډول وحشیانه اعمالو د دې ویاړلي ټاټوبي وګړو په پراخه توګه د رایې ورکولو صندقونو پر لور روان شول او د خپله رایه یې خپل د خوښې نوماند ته وکاروله او یوه ستره حماسه یې جوړه کړه.

همد راز د ټول افغانستان په کچه په ټولو ولایتونو کې د زورواکو او ټوپکمارانو د زورزیاتیواو ګواښوونو سره سره خلکو بیا هم د خپل ښه زعیم د ټاکلو لپاره ولاړل خپله رایه یې وکاروله، نړیوالو ترهګرو او نورو کورنیو جګره مارو ته یې وښودله چې نور خلک ترهګري نه غواړي، د غلاموو او نا اهلو ډلو ظلم، زیاتی او وحشت زغملای نه شي او له جګړې څخه ستړي شوي دي.

په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون هغو فرصت غوښتونکو، ټوپکمارو، ظالمو او ګوډاګیانو ته دا څرګنده کړه چې په دې ټاټوبي کې ولس کولای شي د خپل زعیم په خپله خوښه وټاکي نه د ګاوڼدیو څارګرو ادارو د مشرانو او کارکوونکو وړاندوینې او تبصرې، د ټاکنو نه اته څلویښت ساعته مخکې د پاکستان څارګرې ادارې پخواني مشر د یوه ځانګړي نوماند په هکله څرګندونې وکړې او ویلي ول چې افغانستان یو علمي شخصیت نه بلکې یوه جنګي مشر ته اړتیا لري او کولای شي چې په دې هېواد کې سوله راولي خو د تاسف ځای دا دی چې نوموړي نوماند د دې خاورې او ولس دغه ستر دښمن څرګندونو په هکله ځان غلی ونیوه او خپله خوله یې داسې تړلې وه لکه چې په ریښمین تار باندې دې تړلې وي.

ډیر د خوشحالۍ او ویاړ ځای دی چې زمونږ اتل ولس د ټولو لاسپوڅو او دښمنانو زیانمنوونکو هڅو پر وړاندې ملي دریځ ونیوه او هیچ چاته یې اجازه ورنکړه تر څو د دوی د غوښتنې پر خلاف چار ترسره کړي، مونږ حیران دې ته یو چې زمونږ ځېنې سیاستوال او ملي شخصیتونه ولې د خپل ملي ارزښت ته د ځینو خبیثو خلکو لکه د حمیدګل په شان کسانو ته اجازه ورکوي ترڅو د خپلو شومو څرګندونو په واسطې زمونږ د خلکو تر منځ د هغوی په هکله شکونه پیدا کړي.

دا چې ولس د هر راز ګواښ، ننګونې او قربانۍ په ورکولو سره ولاړه او د ټوپک پر ځای یې خپله رایه یې وکاروله نو زمونږ د هیواد سیاستوال دې د ولس فیصلې ، پریکړې سره دې جفا نه کوي او دغه بې سارې حماسه دې د خپل غلط سیاست ښکار نه ګرځوي چې خلک د خپلو رایو په کارولو پیښمانه کړي .

مونږ دلته په افغانستان کې قانون لرو که چیرته څوک د دې هېواد دي خو دغه اساسي قانون او ټولو نافذه قوانینو ته به درناوی هم لري او که څوک زمونږ اساسي قانون او نور نافذه قوانین نو نه احترام نه کوي نو هغوی د دې هېواد ندي او د هیڅ راز حقوقي غوښتنې حق هم نلري.

دا چې د ټاکنو سمبالولو لپاره دوه محترم خپلواکه کمیسونونوه موجود دي هغوی دا واک لري چې هر هغه چار چې هغوی ته دغه منلي قانون ورکړی وي ترسره یې کړي، هر ډول درغلۍ، تخلف، ګواښ اویا هم یو په بل تور لګول پرته له کره اسنادو او شواهدو څخه د دې پر ځای چې دغه بهیر سره مرسته وکړي نورې لا هم ټکنی کوي، د کمیسونونو او افغانستان کې ټاکنو ته چې یوه ډیموکراټیکه پروسه ده زیان رسوي.

د دې هېواد وګړي د هغو کسانو څخه چې خپله ناکامي زغملی نشي غوښتنه کوي چې ګتل او بایلل یو طبیعي اصل دی او مونږ باید د افغانانو سوکالۍ، د افغانستان سرلوړۍ پرمختګ لپاره داسې څرګندونې وکړو چې هغه زمونږ او د ملت په خیر وي، مونږ په دې باندې ښه پوهیږو چې شتمن کسان په ځانګړې توګه هغه خلک چې واک ته د رسېدو لپاره ټوپک او زور یواځېنۍ وسیله بولي هېڅکله هم د ټولنې په قربانۍ کې عملي ګډون ندی کړی بلکه د ټولنې وګړي یې د وسيلې په توګه کارولي دي هغوی ته دا وایو چې نور هغه وخت تیر شو ځکه چې د دې هېواد خلک اوس د ګډوډۍ د کلونو خلک نه دي،

دوی د بې نظمۍ او بحران را منځته کولو لپاره لیواله ندي او نه به نورو ته دا اجازه ورکړي په دې ټاټوبي کې چې خلک څه نا څه یو نسبي ښه نظام او د ژوند لري هغه د څو واک غوښتونکو له لوري وګواښل شي.

له بله پلوه د بحران زیږولو سیاستوالو او کسانو ته اوس دا هم ډیره ګرانه ده چې د پخوا په شان خلک د ژبني، قومي سیمه ایز او نورو مسایلو په نامه استعمال کړي.

یاده دې وي چې ولس اوس په دې بهتره پوهیږي چې د هر راز بحران رامنځه کېدل به د سیاستوالو او د هغوی د بې شمېره پیسو او ودانیو د بربادۍ سبب شي نو هغوی په اصل کې بحران نغواړي خو یواځې دغه بیوزله او کړیدلی ولس په دې پلمو د وسیلې په توګه کاروي چې په نېکمرغۍ سره ملت د دوی دغه غلط سیاست راز درک کړیدی.

د افغانستان ټول ولس په دې ښه پوهیږي چې له تیرو شپږ دیرشو کلونو په ځانګړې توګه وروستیو دیارلسو کلونو څخه را په دېخوا په هېواد کې ټول فساد، غلا، لوټ ماري او د ځمکو غصب هغه چا ترسره کړی چې تل د وینې تویولو او د بحران رامنځته کولو ببولالې وايي.

په پای کې یو ځل بیا یادونه کوم چې افغان ځوریدلی ولس نور د سیاستوالو غلطو سیاستونو څخه ستړی شوی دی مګر غواړم هغو کسانو ته چې په تېر کې هم د بحران رامنځته کولو ډرامې غږولې دا ووایم چې افغان میړنی ولس به لکه څرنګه یې چې په تیرو کې نړیوالو ښکیلاک ګرو او نیواکو ته غاښ ماتونکی ځواب ووایه اوس به هم د خپلې هرې رایې څخه د وینې په بیې دفاع کوو بیا دې د دغو میلونرانو، غلو، فاسدینو ، غصب کوونکو، اجیروانو او بحران رامنځته کوونو لاسر تر خپلو بادارانو خلاص وي، د سرلوړي افغانستان او سوکاله افغانانو په هیله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *